د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

په بغلان کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر تر ۲۰۰ اوښتی


په بغلان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په بغلان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

ملګرو ملتونو نن وویل چې د افغانستان په شمال کې د بغلان په ولایت کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر تر دوه سوه اوښتی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې یا "آی او ایم" فرانسې اژانس ته ویلي دي چې د جمعې په ورځ له سختو بارانونو وروسته په بغلان کې سېلابونه وبهېدل چې له امله یې تر دوه سوه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد سازمان د بیړنیو چارو د ادارې یوه مسوول محمد فهیم ساپي وویل چې یوازې په نوي بغلان کې تر سلو ډېر کسان سېلابونو وژلي دي او شاوخوا یونیم زر کورونه یې په دې سیمه کې یا نړولي یا زیانمن کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په ایکسپاڼه کې تېره شپه لیکلي دي چې په بغلان، بدخشان، غور او هرات کې سېلابونه د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوي.

مجاهد د تلفاتو مشخصې شمېرې نه دې بیان کړې خو دا خبره یې کړې چې د سېلابونو له امله ډېر کورونه هم تخریب شوې دي.

XS
SM
MD
LG