د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

د 'افغانستان د فدرال غوښتونکو مجمعې' د حضور اعلان؛ غړي یې وايي، ننګونو ته د رسېدنې لپاره یې مټې رانغاړلي


د 'افغانستان د فدرال غوښتونکو مجمعې' په نوم د یوه نوي سیاسي خوځښت د غړو ګډ انځور
د 'افغانستان د فدرال غوښتونکو مجمعې' په نوم د یوه نوي سیاسي خوځښت د غړو ګډ انځور

د 'افغانستان د فدرال غوښتونکو مجمعې' په نوم یوه نوي سیاسي خوځښت پر انلاین ویډیو کنفرانس خپل حضور اعلان کړ.

په دې مجمع کې په تېر جمهوري نظام کې د ولسمشر مرستیال سرور دانش، د پخوانۍ ولسي جرګې غړي محی الدین مهدي او عبداللطیف پدرام او یو شمېر نور پخواني چارواکي او سیاسیون غړیتوب لري.

دې سیاسي خوځښت، د فبرورۍ په دریمه د یوه انلاین ویډیويي کنفرانس له لارې د خپل شتون په اعلانولو سره وویل چې د افغانستان د فدرال غوښتونکو مجمع جوړولو موخه د دې هیواد ننګونو ته رسېدنه ده.

په تېر جمهوري نظام کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د دې مجمعې د موسسانو د پلاوي غړي سرور دانش په دې انلاین ویډیوي کنفرانس کې وویل: "د فدرالي شورا اساسي او بنسټیزه موخه د ټاکنو له لارې واک اصلي سرچینې، یعنې خلکو ته رسول او په افغانستان کې د فدرالي جوړښت په بڼه ټولنیز عدالت تامینول دي چې همدې موخې ته د رسېدو لپاره د مبارزې له ټولو مشروع لارو څخه به کار اخلو."

په تېر جمهوري نظام کې د ولسمشر مرستیال سرور دانش
په تېر جمهوري نظام کې د ولسمشر مرستیال سرور دانش

دانش د ننګونو په اړه جزییات ورنه کړل، خو د دغه سیاسي خوځښت په منشور کې راغلي: "د دوحې د تړون له لاسلیک او د جمهوریت له ړنګېدو وروسته یو ځل بیا هر څه له سقوط سره مخ دي او د ځواب ویونکي دولتي جوړښت نه شتون، د سیاسي واک انحصار او قومي او کلتوري تبعیضي کړنو زموږ خلک غمجن کړي او د افغانانو ګډ او سوله‌ییز ژوند يې تریخ او د زغم نه وړ کړی."

هغه ادعاوې چې طالب چارواکو او ویاندویانو په تېره کې رد کړي دي.

دانش د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې که څه هم د ده په ټکو له طالبانو سره سیاسي او فکري توپیرونه لري، خو بیا هم دوی ته بلنه ورکوي چې فدرالیزم ومني.

فدرالیزم یو سیاسي سیستم دی چې د ډیموکراتیکو اصولو پر بنسټ ولاړ وي.

په دا ډول نظام کې ملت پر یو شمېر سیمه‌ییزو حکومتونو ویشل کېږي، لکه ریاست یا ولایتي حکومتونه چې د مرکزي سیستم تابع وي، خو هر فدرالي واحد د ځانګړي ځواک، صلاحیتونو او پرېکړو څښتن وي.

په تېر جمهوري نظام کې یو شمېر نورو چارواکو او سیاسي څېرو لکه، عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق او نورو د خپلو پیغامونو له لارې د افغانستان د فدرال غوښتونکو مجمعې له جوړولو هرکلی کړی دی.

د ازادي راډیو وغوښتل د افغانستان د فدرال غوښتونکو مجمعې د شتون د اعلان او د غړو د څرګندونو په اړه یې د طالبانو حکومت نظر هم ولري، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو مخکې یې د افغانستان د مخکینيو چارواکو له خوا د بېلابېلو سیاسي خوځښتونو د اعلان په غبرګون کې ازادي راډیو ته ویلي وو چې دا ازمویل شوې څېرې دي او توقع ورنه نه کېږي چې د افغانستان په خیر به پرېکړه وکړي.

یادې مجمعې په خپل خپور شوي منشور کې چې ۱۷ مادې لري لیکلي چې د یوه دولت د ملت جوړونې لپاره درې بنسټیز اصول، قومي، ژبني او مذهبي تنوع، په حقوقو، مکلفیتونو او امتیازاتو کې برابري او ټولشموله اوسېدل، باید په پام کې ونیول شي.

خو پوښتنه دا ده چې په داسي حال کې چې فدرالیزم د ډیموکراسي یو سیستم دی او په افغانستان کې تر اوسه دموکراسي عملي نه ده، د فدرالیزم غوښتنه په څه مانا ده؟

د سیاسي چارو یو شمېر پوهان په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

له دې ډلې څخه د سیاسي چارو پوه او په برلین پوهنتون کې د ډیپلوماسۍ د برخې استاد اسحاق اتمر وايي، د افغانستان په اوسني شرایطو کې د دې ډول سیاسي خوځښتونو د حضور اعلان، په دې هېواد کې څلورو لسیزو اختلافاتو ته لمن وهي او په ټکو یې دا هېواد د یوه ناورین خوا ته بیایي.

د سیاسي چارو پوه او په برلین پوهنتون کې د ډیپلوماسۍ د برخې استاد اسحاق اتمر
د سیاسي چارو پوه او په برلین پوهنتون کې د ډیپلوماسۍ د برخې استاد اسحاق اتمر

اتمر وویل: "د داسې اظهاراتو او غونډو نه ښه به دا وي چې په یو ملي فکر باندې په یو داسې فکر باندې موږ اتفاق وکړو چې هغه په افغانستان کې ملي ګټې خوندي کړي یعنې په هيواد کې اتفاق او ملي وحدت راولي."

سعیدي وايي: په نړۍ کې فدرالي نظامونه زیات دي لکه هندوستان، پاکستان، امریکا، کاناډا. ځينې هېوادونو کې یې مثبتې پایلې لرلي ځينو کې منفي.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی احمد سعیدي بیا ازادي راډيو ته وویل: "هر څوک په هره ژبه او په هر ځای کې هغه سیستم، رژیم او نظام چې غواړي دا یې حق دی. په نړۍ کې فدرالي نظامونه زیات دي لکه هندوستان، پاکستان، امریکا، کاناډا. ځينې هېوادونو کې یې مثبتې پایلې لرلي ځينو کې منفي. دا چې یو شمېر خلکو غوښتي چې فدرالي نظام اعلان کړي دا دوی عقیده ده."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال هم یو شمیر سیاسي څېرو، د فدرالي سیاسي نظام د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو خلکو یې مخالفت کړې و او دا یې د افغانستان د وېش په مانا ګڼلې وه.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG