د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

ملي محور: غیر متمرکز نظام د افغانستان په زیان دی


د ملي محور ګوند فعالان او یو شمېر روڼ اندي وايي، هغه کسان چې د افغانستان په اوسنیو حساسو سیاسي او امنیتي شرایطو کې د پارلماني او فدرالي نظام خبرې راپورته کوي، غواړي چې له‎دې لارې خپلې شخصي او ګوندي ګټې خوندې کړي.

دوی چې د جمعې په ورځ په خوست کې د ریاستي، پارلماني او مختلطو نظامونو د څرنګوالي په باب د مدني فعالانو، روڼ اندو او د سیاسي ګوندونو د غړو یو بحث ترتیب کړی وو، زیاتوله چې غیر متمرکز نظام جنګسالاران پیاوړي کوي او هېواد سیاسي بې ثباتی لوري ته بیايي.

د ملي محور ویاند نظیم سمون ازادي راډیو ته وویل چې ستونزه د نظام په ډول کې نه‎ده، بلکې اساسي ستونزه په خپل‎سریو او قانون ماتونو کې ده.

نظیم سمون زیاته کړه:

"که واک غیر متمرکز شي، ښکاره ده چې محلي جنګسالاران پیاوړي کيږي، بې ثباتي او خپلسري زیاتېږي، د مرکزي حکومت کنټرول نهایتاً ضعیفیږي او بالاخره افغانستان سیاسي بې ثباتی خواته ځي، نو دغه نسبي ثبات چې موجود دی، دا د دې متمرکز نظام برکت دی او موږ غواړو چې ټولو ولسونو ته دا پوهاوی ورکړو چې زموږه ستونزه د نظام په ډول کې نه‎ده، بلکې زموږ ستونزه فساد کې ده، زموږ ستونزه په خپلسری کې ده او زموږه ستونزه د قانون په نقض کې ده. "

د خوست یو قومي مشر موسی جان ځدراڼ هم وايي چې په اساسي قانون کې د ټولنې ټولو افرادو ته د سیاسي او مدني فعالیتونو ضمانت شوی او د نظام په ډول کې ستونزه نشته:

"اساسي قانون د افغانستان د خلکو په هر اړخېزه سنجونه باندې جوړ شوی دی، سیاسي ګوندونه، د پارلمان واکونه، د کابینې صلاحیتونه او په همدې ترتیب د قضائيه قواوو د عدل تطبیقولو ته زمینه برابره ده، نو موږ په‎دې وجه متیقېن یو چې دا مختلط متمرکز نظام به د افغانستان د خلکو لپاره ګټمن وي. "

د افغانستان د حقوق پوهانو د شبکې مشر محمداجمل هوډمن وايي، ځینې خلک په افغانستان کې د پارلماني او فدرالي نظام مسئلې د سیاسي ګټو د ترلاسه کولو او د نظام د چالش کولو په موخه راپورته کوي.

د افغانستان د علومو اکاډمي غړي اکبرجان فولاد
د افغانستان د علومو اکاډمي غړي اکبرجان فولاد

د افغانستان د علومو اکاډمي غړي اکبرجان فولاد ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، د دې هېواد د روڼ اندو یوه تکراري نیمګړتیا داده چې تر ډېره د ځنو ملي او نړیوالو مسئلو په باب هغه وخت خپل دريځ په ډاګه کوي چې ستونزه او مشکل واقع شي، سره لدې چې د ځنو مسئلو په ناوړو پایلو پوهېږي او بیا هم چوپ پاتې کېږي.

نوموړي نویو الکټرونیکي تذکرو ته اشاره وکړه او ويې ویل، که‎ تذکرو کې دا سمونې له پیله شوي وای، نو دومره لاریونونو او سیاسي کمکشونو ته به اړتیا نه وه پېښه شوې.

XS
SM
MD
LG