د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د افغان حکومت د سیاسي اپوزیسیون ځیني ګوندونه په جرمني غونډه کوي


ټاکل شوې نن د جرمني په مونشن ښار کې د افغانستان د حکومت د سیاسي اپوزیسیون د ځینو ګوندونو یوه داسې دوه ورځنې غونډه پیل شي چې په هغې کې به په افغانستان کې د سیاسي نظام د بدلون په اړه هم بحثونه وشي.

دې غونډې ته د افغانستان د ملي جبهې مشران احمدضیا مسعود، د جنرال عبدالرشید دوستم استازی او محمد محقق هم ور بلل شوي دي.

ټاکل شوې چې د جرمني د مونشن ښار په غونډه کې د افغانستان ځینې سیاسي ګوندونه د یوشمیر بهرنیو هیوادونو له سیاسي ډلو او علمي شخصیتونو سره په دې هیواد کې د پارلماني او غیر متمرکز نظام په راوستلو او د سولې او انتخاباتو په مسلو بحثونه وکړه.

د احمد ضیا مسعود په مشرۍ د ملي جبهې ویاند وايي، چې دې غونډې ته د جبهې مشران هم ورغوښتل شوي دي.

د سردار محمد رحیمي په وینا، په دې غونډه کې به سربیره پر مسعود، د ملي جنبش ګوند مرستیال فیض الله ذکي، محمد محقق او د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح هم ګډون وکړي.

رحیمي وویل چې، د دې غونډې اجنډا دوی ته په زړه پورې ده:

"ملي جبهې ته د غونډې اجنډا ډیره په مطلوبه ده. ځکه چې د ملي جبهې له نظریاتو سره نږدې ده، لکه په افغانستان کې د سیاسي نظام غیر متمرکز کیدل، پارلماني کیدل او همداراز نور مهم مسایل لکه په هیواد کې سوله او امنیت او انتخابات."

ښاغلي رحیمي وویل چې، د مونشن نننۍ غونډه د مونشن د جریان یوه برخه ده چې د ځینو اروپايي غیر دولتي سازمانونو او ارپا میشتو افغانانو له خوا پرمخ وړل کیږي.

رحیمي وویل چې، د مونشن په غونډه کې به د اروپا، امریکا، بریتانیا، ایران، پاکستان او هند ځینې سیاسي شخصتونه او کارپوهان هم برخه ولري.

د افغانستان ملي جبهه او ملي ایتلاف د افغان حکومت د سیاسي اپوزیسیون هغه دوه ډلې دي، چې په افغانستان کې د یوه غیر متمرکز او پارلماني نظام غوښتونکي دي.

دوی ظاهراً دا ادعاوې ردوي چې ګنې په افغانستان فدرالي نظام غواړي، خو وايي، په دې لټه کې دي چې په ولایتونو کې والیان او نور چارواکي انتخابي شي.

تر دې مخکې هم د جرمني په برلین ښار کې هم د ځینو هغو امریکايي سناتورانو له خوا چې په افغانستان کې فدرالي نظام غواړي ورته یوه غونډه ور بلل شوې وه.

که څه هم افغان حکومت تراوسه د مونشن د غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو د برلین د غونډې مخالفت یې کړی و او هغه یې د افغانستان په چارو کې د بهرنیانو لاسوهنه بللې وه.

بل خوا د افغانستان د حق او عدالت ګوند هم وايي چې؛ یادې غونډې ته د دې ګوند د سیاسي کمیټې مشر حنیف اتمر هم ور بلل شوی؛ خو د ځینې مصروفیتونو له امله په کې یوازې په غیر مستقمه توګه خپله وینا واوري.

د دې ګوند مرستیال معیین مرستیال ازادي راډیو ته وویل چې؛ په افغانستان د سیاسي نظام بدلول د خلکو حق دی.

تر دې پخوا د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي اندیښنه ښودلې وه چې؛ ځینې هېوادونه په افغانستان کې د ملک الطوایفي او فدرالي نظام رامنځ د رامنځ ته کیدو هڅې کوي.

د افغانستان د حکومت ځینې چارواکي حتی شک لري چې؛ د فدرالي نظام د رامنځ ته کېدو د هڅو تر شا ښايي د دې هېواد د تجزیې دسیسې پټې وي.

خو سیاسي اپوزیسیون ځینې ډلې بیا دا اندیښنې ردوي او وايي، دوی غواړي په ولایتونو کې چارواکي د خلکو له خوا انتخابي شي او په دې توګه د خلکو ونډه په حکومت کې زیاته شي.
XS
SM
MD
LG