د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

څیړونکي: پاکستان غواړي، له افغانستان سره اړیکې بیرته ښې کړي


سیاسي څیړونکي افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو د سلاکار د کیدونکي سفر په اړه بېلابېل نظرونه لري.

ځینې وایي چې؛ دا احتمالي سفرد امریکا او بریتانیې د فشارونو زیږنده ده خو ځینې نور بیا وایی چې پاکستان په دې سفرکې خپل اهداف پرمخ بیایي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیواړیکو سلا کارسرتاج عزیز ویلي چې؛ د راتلونکې شنبې په ورځ به کابل ته سفروکړي اواسلام آباد ته به د ولسمشرکرزي د سفرلپاره لاره هواره کړي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلا کار په داسې حال کې افغانستان ته د راتلو خبره کوي چې؛ سیاسي څیړونکي تربل هروخت د کابل اواسلام آباد اړیکې متشنجې او خرابې بولي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیواړیکو سلا کارسرتاج عزیزد چهارشنبې په ورځ د بریتانیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د راتلونکې شنبې په ورځ کابل ته سفرکوي.

ده وویل چې کابل ته یې د سفرهدف له افغان چارواکو سره خبرې او اسلام آباد ته د ولسمشرکرزي د سفرلپاره د زمینې برابرول دي.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزي د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې دا سفرترډیره پرپاکستان د بهرنیو فشارونو له امله کیږي:

"د قطر د دفتر له تړلو وروسته ښایی لویدیځ یوځل بیا دېته اړشوي وي چې له پاکستانیانوسره اړیکې نږدې او له دې لارې په مسایلو کې بیرته ځان داخل کړي.

زه دا یو مختلط سفرګڼم چې له یوې خوا به د پاکستانیو چاروکو نظرونه د سولې اوپه دې حساسو شرایطوکې د افغانستان په اړه بیان کړي.

دا چې دا نظرونه او دریځونه به څومره صادقانه وي دا بله خبره ده.

له بله اړخه دا سفرد بریتانیې او امریکا د فشارونو زیږنده هم ده".

خو ښاغلي ستانکزي څرګنده کړه چې د پاکستان د ناسم سیاست له امله د کابل اواسلام آباد اړیکې دومره ترینګلي شوي چې ګمان نکیږي د سرتاج عزیز دا سفر یې بیرته ترمیم کړي.

سرتاج عزیز په داسې وخت کې افغانستان ته د سفر خبره کړې چې یوشمیر افغان چارواکوڅه موده مخکې ویلي وو چې سرتاج عزیز په پاکستان کې د افغانستان سفیر ته ويلي چې د سولې د خبرو پرمهال دې څو ولایتونه طالبانو ته وسپارل شي.

دې څرګندونو د افغان حکومت سخت غبرګون را وپاراوه او ولسمشرکرزي وویل چې پاکستان له څو میاشتوراهیسې په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې ملک الطوایفي نظام رامنځ ته کړي.

د سیاسي چاروڅیړونکی جاوید کوهستاني وایی چې په افغانستان کې له فدرالي نظام څخه د پاکستان ملاتړ افغان حکومت ډیرپه غصه کړی او د بل هر وخت په پرتله یې د اسلام آباد پرضد جدي دریځ غوره کړیدی.

ښاغلي کوهستاني د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې پاکستان هڅه کوي ترڅو له افغانستان سره خپلې اړیکې بیرته ترمیم کړي:
"پاکستان چې په سیاسي اوډپلوماتیکو مسایلو کې ډيرهنراوتجربه لري غواړي افغان مشرتابه دېته قانع کړي چې له نوموړي هیواد سره اړیکې له اوسني حالت نه وباسي او ښې یې کړي.

دوی افغان ولسمشرته پاکستان ته د سفر بلنه ورکوي او زه باور لرم چې افغان مشران به په آسانۍ سره قانع شي او دا سفربه په بیلا بیلو سطحو ترسره کړي".

افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو د سلاکار د سفر د خبر له خپریدو مخکې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ او له هغه مخکې یوشمیرامریکایی چارواکو اسلام آباد ته سفرونه وکړل.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف له انتخابیدو وروسته ولسمشرکرزي ته بلنه ورکړې وه چې پاکستان ته سفر وکړي،ولسمشرکرزي په یوه مناسب وخت کې اسلام آباد ته د سفربلنه منلې وه خو ټینګار یې کړی وو چې باید سفریې مثبت نتایج ولري.

خودا لا نه ده معلومه چې آیا کابل ته د سرتاج عزیز سفربه پرنورو مسایلو د خبرو آترو ترڅنګ وکولای شي ولسمشرکرزی قانع کړي چې پاکستان ته سفر وکړي او که نه.
XS
SM
MD
LG