د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

"د نړۍ یو هیواد هم په افغانستان کې د سیاسي نظام بدلول نه غواړي"


د افغان حکومت سیاسي اپوزیسیون د ولسمشرکرزي د هغو څرګندونو په اړه غبرګون وښود چې؛ وایي ځینې هیوادونه په افغانستان کې د ملوک الطوایفي نظام د رامنځ ته کولو په هڅه کې دي.

دوی وایي چې د نړۍ ځواکمن هیوادونه د افغانستان د تجزیې یا په دې هیواد کې د سیاسي نظام د بدلولو پلان نلري او ولسمشرکرزی هڅه کوي په دې ډول څرګندونو سره عامه ذهنیتونه بدل کړي.

د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ایتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا د یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ چې د افغانستان په سیاسي نظام کې بدلون راوستل یوازې د لویې جرګې له صلاحیتونو څخه دي:

"زه ګمان نه کوم چې یو بهرنی هیواد دې پر افغانستان سیاسي نظام وتپي؛ که چیرې په دې هیواد کې نظام بدلیږي باید د اساسي قانون له مخې بدل شي. یعنې لومړی باید لویه جرګه جوړه شي، په اساسي قانون کې تغییر راشي او بیا سیاسي نظام بدل شي.

کله چې لویه جرګه په افغانستان کې د سیاسي نظام د تغییرلپاره هرډول پرېکړه کوي هغه بیا د دې هیواد د خلکو لپاره د منلو وړ وي."


ولسمشرکرزي د شنبې په ورځ په کابل کې د بریتانیې له صدراعظم ډېوېډ کامرون سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې؛ ځینې هیوادونه هڅه کوي چې، د افغانستان ځینې سیمې طالبانو ته وسپاري او په دې توګه په دې هیواد کې ملوک الطوایفي رامنځ ته کړي.

جمهور رییس کرزي که څه هم په دې برخه کې له پاکستان څخه پرته د کوم بل هیواد نوم یاد نه کړ؛ خو څرګنده یې کړه چې افغانان به هیڅکله داسې نظام ونه مني او ملک الطوایفي نظام د ښاغلي کرزي په خبره د پاکستان په زیان هم دی.

جمهور رییس کرزي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې نږدې دوه اونۍ وړاندې په قطرکې طالبانو ته دفتر پرانستل شو؛ خو افغان حکومت د دې دفتر له څرنګوالي سره مخالفت وکړاو ویې ویل چې، هدف یې په افغانستان کې د دوو دولتونو رامنځ ته کول دي.

بل لورته د ملي جبهې ویاند فیض الله ذکي وایي چې؛ ولسمشرکرزي باید دا مساله ښه واضح کړې وای چې، کوم هیوادونه غواړي په افغانستان کې سیاسي نظام بدل شي:

"حکومت په استثنایي ډول له ټولو هیوادونو سره په خبرو بوخت دی او د هغوی له پټو او څرګندونو نیتونو څخه خبر دی.

موږ لېواله یو، چې ولسمشر کرزي باید دا څرګنده کړې وای چې؛ کوم هیوادونه دي او څه وخت په کوم ځای یې کې څه مطرح کړې دي ترڅو خلک خبر شوي وای."


د ملي جبهې او ملي ا یتلاف ویاندویانو ټینګار وکړ چې؛ په افغانستان کې له قانوني لارې د پارلماني نظام پلویان دي؛ خو ویې ویل چې، ملک الطوایفي او یاهم فدرالي نظام د دوی له خوا نه دی مطرح شوی.

د افغانستان په اساسي قانون کې د دې هېواد لپاره سیاسي نظام ریاستي دی او سیاسي څیړونکي ترډیره د افغانستان شرایطو ته په پام اوس مهال همدا نظام د دې هیواد په ګټه بولي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG