د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

ملګري ملتونه: په هرات کې له ۳۱زره ډېرې زلزله ځپلې کورنۍ لا هم په خېمو کې ژوند کوي


په هرات کې د زلزله ځپلو کورنیو خېمې
په هرات کې د زلزله ځپلو کورنیو خېمې

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په هرات کې له زلزلې د درېیو میاشتو تېرېدو وروسته هم ۳۱زره کورنۍ تر خېمو لاندې ژوند کوي.

ملګري ملتونه وايي، په هرات کې له مرګوني زلزلې درې میاشتې وروسته هم له ۳۱زره ډېرې کورنۍ تر خېمو لاندې شپې او ورځې تېروي.

دې سازمان نن په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په همکارۍ د اغېزمنو کورنیو لپاره د خوندي ځایونو په برابرولو کې مرسته کوي.

ملګرو ملتونو په خپله ایکس‌پاڼه د دې سازمان د پرمختیايي پروګرام هغه راپور هم خپور کړی چې په کې لیکل شوي، دې زلزلې ۶۸زره هغه کورنۍ تر ټولو ډېر اغېزمنې کړې چې سرپرستي یې ښځو کوله.

په دې راپور کې د هرات په پنډغالو کې د اوسېدونکو کورنیو یادونه هم شوې هغه چې د 'یو این ډي پي' له قوله؛ په داسې وضعیت کې ژوند تېروي چې د تودوخي درجه صفر ته راښکته شوې او دوی له سختې یخنۍ سره مخ دي.

د هرات په زنده جان کې زلزله ځپلې کورنۍ په خېمو کې شپې او ورځې تېروي.
د هرات په زنده جان کې زلزله ځپلې کورنۍ په خېمو کې شپې او ورځې تېروي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په هرات کې د زلزلې زیانونو او د خلکو وضعیت ته په کتو له دوی سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه هم کړې.

په ورته وخت یو شمېر زلزله ځپلي وايي، داسې مهال چې په دوی د راغلي طبیعي افت سل ورځې اوښتي؛ خو له ځینو کورنیو سره لا د خېمو تر کچې مرسته هم نه‌ده شوې.

زلزله ځپلی رقیب ازادي راډیو سره خبرو کې وايي، سرپناوې هم یوازې ګوته په شمېر کورنیو لپاره جوړ شوي چې کورونه یې بشپړ نړېدلي دي.

رقیب وویل: د ډېرو خلکو کورونه داسې تخریب شوي چې ان د ناستې ځای نه‌لري.

هغه وویل: "ټول کورونه لا نه‌دي جوړ شوي، کارونه یې ډېر ورو روان دي او د موسسو او شرکتونو په لاس کې دي. بل کورونه هم د ټولو لپاره جوړ شوي نه‌دي، یوازې د هغو لپاره دي چې سل په سله یې کور ویجاړ شوی وي او یا یې هم ډېر تلفات ورکړي وي. د ډېرو خلکو کورونه داسې تخریب شوي چې ان د ناستې ځای نه‌لري."

د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې زلزله ځپلې زهرا هم وايي، هېڅ مرسته ورسره نه‌ده شوې او د سړې هوا له امله مجبور شوي چې په خپل ویجاړ شوي کور بېرته ور ننوځي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، په هرات کې د تېر کال په اکټوبر کې د شویو زلزلو له امله ۲۴۰۰ کسان مړه شول، له ۱۰ زره زیات کورونه بشپړ ډول ونړېدل او ۴۸ زره نور نیم وران یا هم قسماً تخریب شول.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، په هرات کې د تېر کال په اکټوبر کې د شویو زلزلو له امله ۲۴۰۰ کسان مړه شول، له ۱۰ زره زیات کورونه بشپړ ډول ونړېدل او ۴۸ زره نور نیم وران یا هم قسماً تخریب شول.

هغه زیاتوي: "یو څه وخت مو په باغ کې بې له خېمې او هر څه تېر کړ. اوس هم د سړې هوا له امله مجبور شو چې بېرته کور ته راشوو. هیڅ مرسته هم راسره نه‌ده شوې. یوازې یو ځل د سروې لپاره راغلل، خو له هغې ورځې دوه میاشتې تېرې شوې او موږ سره یې هېڅ ډول مرسته نه‌ده کړې."

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې د هرات زلزله ځپلو ته یو شمېر کورونه او سرپناوې چې په خصوصي ډول او د خیریه بنسټونو له‌خوا جوړ شوي وو، وېشل شوي دي.

د طالبانو حکومت چارواکو هم په ځلونو ادعا کړې چې زلزله ځپلو ته یې د خوراکي توکو او خېمو په ګډون بېلابېلې مرستې رسولي دي.

خو له دې ټولو سره سره پرون د ماشومانو لپاره د ملګروملتو وجهي صندوق یا یونېسف په یوه راپور کې وویل، د افغانستان په لویدیځ کې نږدې سل زره زلزله ځپلي ماشومان مرستو ته جدي اړتیا لري.

په دې راپور کې په افغانستان کې په افغانستان کې د یونېسف استازي فران اکیزا له قوله لیکل شوي، زیانمنو کورنیو خپل هرڅه په زلزله کې له لاسه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د معلوماتو پر بنسټ، په هرات کې د تېر کال په اکټوبر کې د شویو زلزلو له امله ۲۴۰۰ کسان مړه شول، له ۱۰ زره زیات کورونه بشپړ ډول ونړېدل او ۴۸ زره نور نیم وران یا هم قسما تخریب شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG