د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

ژمی او سړه هوا؛ د هرات زلزله ځپلي د کورونو د ورسپارلو غوښتنه کوي


د هرات زلزله ځپلي چې خیمو کې ژوند کوي.
د هرات زلزله ځپلي چې خیمو کې ژوند کوي.

په هرات کې د تېرو زلزلو اغېزمن کسان وایي، چارواکي باید ژر تر ژره کورونه ور وسپاري.

هرات په زلزله ځپلو سیمو کې اغېزمنې کورنۍ لا هم د خېمو لاندې اوسېږي او کورونه نه دي ورسپارل شوي.

د زنده جان یوه اوسیدونکي جلیل احمد رویټرز ته ویلي چې د ژمي سړې هوا سره په خیمو کې ژوند ستونزمن دی.

هغه وايي: "یوه اونۍ وړاندې سخت باران پیل شو او سېلابونو زموږ خیمې او وسایل هر څه لاندې کړل."

د زنده جان د سیاه آب کلي یوه بله اوسېدونکې بي بي ګله وایي، چارواکي باید د کلیوالیو پر ځای په خپله د کورونو د جوړولو چارې مخته یوسي څو دوی د ساړه ژمي پر مهال ژر د کورونو څښتنان شي.

هغې وویل: "موږ له چارواکو تمه لرو چې ودانيز کار بشپړ کړي، اجازه راکړي چې خپلو نويو کورونو ته ولاړ شو، او د ژمي په موسم کې د تودوخې لپاره له موږ سره د سونګ توکو مرسته وکړي ترڅو موږ بېرته عادي ژوند ته راوګرځو."

د راپورونو له مخې شاوخوا یو نیم زر کلیوال کارګر د پیسو په بدل کې د کورونو په جوړولو لګیا دي.

د اکثرو دغو کورونو د جوړولو لګښتونه ملي تجارانو او د چندو په راټولو شویو پیسو مخته ځي.

په زنده جان کې لږ تر لږه درې زره کورونه په زلزلو کې وران شوي وو.

خو هلته په کار بوخت انجینیران وايي، په دې غرنۍ سیمه کې هوا سړه شوې او له دې وروسته دوی ته ستونزمنه ده چې ودانیزې چارې مخته یوسي.

د هرات زلزله ځپلو لپاره د جوېدونکو کورونو له ودانیزو چارو یو انځور. December 19 2023
د هرات زلزله ځپلو لپاره د جوېدونکو کورونو له ودانیزو چارو یو انځور. December 19 2023

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند نثاراحمد الیاس بیا رویټرز سره خبرو کې ډاډ ښودلی چې د کورونو د جوړولو چارې روانې دي.

هغه وویل: "نږدې درې زره کورونه په زنده جان ولسوالۍ کې تر کار لاندې دي. د ځينو کورونو د جوړولو چارې په لومړي پړاو کې دي، د نورو په سلو کې پنځوس او په ځينو نورو کليو کې ٩٠ سلنه بشپړې شوې دي."

هرات تېر اکټوبر زورورو زلزلو ولړزاوه او تر ټولو قوي هغه یې د اکټوبر په اوومه، یوولسمه او پنځلسمه وشوې.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په هرات کې زلزلو لږ تر لږه یو نیم زر کسان مړه او څه باندې ۲زره نور یې ژوبل کړي دي.

اکثر مړه او ټپیان ښځې او ماشومان وو.

د راپورونو په اساس زلزلو ټول ټال ۴۳زره کسان اغېزمن کړل او دغو خلکو سره د مرستو لپاره ملګرو ملتونو په لومړیو کې د شاوخوا سلو میلیونو ډالرو غوښتنه وکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG