د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

د هرات زلزله ځپلو ته د ۳۲ جوړ شوو کورونو سپارل کېدل


له ارشیفه د هرات د زلزله ځپلو لپاره د کور جوړولو یوه څنډه
له ارشیفه د هرات د زلزله ځپلو لپاره د کور جوړولو یوه څنډه

په هرات ولایت کې له لومړۍ مرګونې زلزلې نږدې درې میاشتې وروسته د یاد ولایت د زنده جان ولسوالۍ په قلعه نوک کلي کې د کورونو جوړولو چارې بشپړې او خلکو ته وسپارل شول.

د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې کلي کې د چهارشنبې په ورځ ۳۳ کورنیو ته کورونه وېشل شوي دي.

د یاد کلي اوسیدونکي فیض الله ازادي راډیو ته وویل:

" موږ ته کور راکول شو، شاوخوا ۳۳ کورونه او یو جومات یې جوړ کړل او موږ ته یې تحویل کړل. تر دې مخکې موږ په خیمو کې اوسیدو، وضعیت مو خراب و چا خیمه درلوده چا نه درلوده، موږ ان خیمه هم نه درلوده. اوس یوه ستونزه لرو چې د کورونو شاوخوا دېوال نشته او تشناب نه لرو."

د قلعه نوک کلي مشر، محمد امیري هم د دې موضوع په تایید سره وویل چې په دې کلي کې اوس هیڅ څوک د خېمې لاندې ژوند نه کوي او ټولو ته کورونه ورکول شوي دي.

نوموړي ازاډي راډيو ته وویل:

" دا کورونه دوه کوټۍ، یو پخلنځی، یو حمام او یو ۳پر ۴ دهلیز لري. هغه کسانو چې ښځې او ماشومان درلودل او کورنۍ وې هغوی ته یو یو کور ورکول شوی دی. "

خو د نورو کلیو یو شمېر زلزله ځپلي چې کورونه یې په دې زلزلو کې وران شوي وايي، لا هم تر خېمو لاندې ژوند کوي او د کورونو د جوړولو چارې یې پڅې روانې دي.

د هرات ډېر زلزله ځپلي خلک لا هم په خېمو کې ژوند کوي
د هرات ډېر زلزله ځپلي خلک لا هم په خېمو کې ژوند کوي

دوی وایي د سړې هوا او اسانتیاوو د نشتوالي له امله په خېمو کې اوسېدل ګران دي.

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د نایب رفیع کلي اوسیدونکی، غلام حسن ازادي راډیو ته وویل:

" تر اوسه کورونه خلکو ته نه دي وېشل شوي ځکه بشپړ شوي هم نه دي. په نایب رفیع کلي کې ٤٠ کورونه کم دي. د هغه کورونو د جوړولو چارې هم چې پیل شوي نه دي بشپړ شوي. ښايي یوه میاشت نور وخت ونیسي. هوا هم ډیره یخه ده. موږ په خېمو کې یو او ډېره سخته تیریږي په موږ. "

دا چې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په قلعه نوک کلي کې دا کورونه د چا له خوا جوړ شوي، څومره لګښت پرې راغلی او په نورو کلیو کې زلزله خپلو ته د کورنو د جوړولو کار ولې پڅ روان دی، په دې اړه مو په یاد ولایت کې د طالبانو حکومت د والي وياند نثار احمد الیاس وپوښت خو د دې راپور تر خپریدو يې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو طالبانو تر کنترول لاندې ملي راډيو تلویزیون ویلي چې دا کورونه زلزله ځپلو ته د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست د کارکوونکو په مرسته جوړ شوي دي.

ملګري ملتونه: د هرات زلزلو ۴۸ زره کورونه زیانمن او ۱۰ زره په بشپړه توګه ړنګ کړي
ملګري ملتونه: د هرات زلزلو ۴۸ زره کورونه زیانمن او ۱۰ زره په بشپړه توګه ړنګ کړي

په هرات کې د سرپناوو د ستونزې په اړه د زلزله ځپلو شکایتونه په داسې حال کې دي چې د اسلامي ریلییف بنسټ د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې خبر ورکړی چې د زنده جان ولسوالۍ په غارموشک کلي کې یې د ۷۲ ویجاړو شویو کورونو جوړولو لړۍ پیل کړې ده.

هرات په تېر اکټوبر میاشت کې زورورو زلزلو ولړزاوه چې تر ټولو قوي هغه یې د اکټوبر په اوومه، یوولسمه او پنځلسمه وشوې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د راپور له مخې، د هرات ولایت په زلزلو کې له ۴۸ زره ډېر کورونه زیانمن شوي چې له دې شمېر، ۱۰ زره یې په بشپړ ډول ړنګ شوي دي.

XS
SM
MD
LG