د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

سوړ ژمی او تر شنه اسمان لاندې د زرګونه زلزله ځپلو هراتیانو ژوند


یو شمېر هراتي زلزله ځبلي
یو شمېر هراتي زلزله ځبلي

د ماشومانو لپاره د ملګروملتو د مرستې صندوق یونیسیف وايي د افغانستان په لویدیځ کې نژدې سل زره زلزله ځپلي ماشومان مرستو ته جدي اړتیا لري.

په افغانستان کې د یونیسیف استازي فران اکیزا پرون وویل، زیانمنو کورنیو خپل هرڅه په زلزله کې له لاسه ورکړي دي.

ښاغلی اکیزا وايي چې زلزله ځپلې کورنۍ د خپلو موقتي استوګنځایونو د تودولو لپاره هېڅ وسایل نه لري.

۱۳ کلنه مروه له خپلو دوو کوچنیو خویندو، مور او پلار سره د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په یوه کلي کې اوسېږي. دا پنځه کسیزه کورنۍ د ژمي په سړو ورځو کې شپې سبا کوي. مروې له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

" دا ځای ډېر سوړ دی. د شپې هم خوب نه شو کولای. ساړه نه شو زغملای. دا زما کوچنۍ خورکۍ ټوخېږي. د شپې له خوا یې مخ سوړ شي، پوزه یې سړه شي. هغه ډېره ژاړي. نور ماشومان هم ژاړي ځکه ساړه یې کېږي. خیمې مو هم ډېرې سړې دي."

زلزله ځپلو سره د مرستو یوه څنډه
زلزله ځپلو سره د مرستو یوه څنډه

اسوشیتیدپریس خبري آژانس د یونیسیف د استازي فران اکیزا له قوله لیکي چې نوموړی وايي، ماشومان د سړو له کبله له سخت حالت سره لاس ګريوان دي او هغه کورنۍ چې بېځایه شوې ماشومان یې په داسې یوه وضعیت کې ژوند کوي چې له ګواښ سره مخامخ دي.

ښاغلی اکیزا وايي، ماشومان هڅه کوي د زلزلې له رواني اثراتو ځانونه وژغوري. د هغه په وینا ښوونځي او روغتيايي مرکزونه چې ماشومان اړتیا ورته لري، یا داسې زیانمن شوي چې د بیارغونې امکان یې نه شته او یا ګردسره ویجاړ شوي دي.

یونیسیف د افغانستان د نیمايي وګړو چې شمېر یې شاوخوا ۱۹،۴ میلیون ته رسېږي، د لومړنیو بشري اړتیاوو د برابرولو لپاره د ۱،۴ میلیارد ډالره بېړنۍ بسپنې غوښتنه کړې.

یونیسیف وايي د عامه خدماتو په برخه کې د پانګونې لپاره د طالبانو د حکومت پاتې راتلل د اساسي خدماتو د وضعیت د خرابېدو باعث شوي او دې حالت ته په پام سره زیانګالې ټولنې په آسانۍ سره نه شي کولای ځان له زیانونو وژغوري یا یې پر وړاندې مقاومت وکړي.

د هرات زلزله ځپلي لا هم تر خېمو لاندې ژوند کوي
د هرات زلزله ځپلي لا هم تر خېمو لاندې ژوند کوي

د یونیسیف یوه مسوول دانیل ټیم اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته ویلي چې په زلزله ځپلو سیمو کې ښوونځي، کورونه، روغتیايي تاسیسات او د اوبو رسولو سیسټمونه له منځه تللي دي. نوموړی زیاتوي چې اوسنۍ مرستې کافي نه دي او دا ټولنې دې ته اړتیا لري چې یوځل بیا پر خپلو پښو ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هرات زلزله ځپلو ته یوشمېر کورونه چې د کورنیو او نړیوالو خیریه موسسو او د سیمه ایزې ادارې په مرستو جوړ شوي وو، ویشل شوي دي.

د اکتوبر په اوومه د ریښتر په حساب ۶،۳ درجې زلزلې د هرات ولایت یوشمېر سیمې ولړزولې او څلور ورځې وروسته دوهمه ځواکمنه زلزله هم وشوه. دې زلزلو له زرو زیات کسان ووژل او شاوخوا ۲۱ زره کورونه یې ویجاړ کړل. یونیسیف وویل چې په زنده جان او انجیل ولسوالیو کې د دې زلزلې ډېری قربانیان ماشومان او ښځې وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG