د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د هرات زلزله ځپلو ته د عزیزي بنسټ لخوا د ۳۰۰ کورونو جوړول، پر وېش یې ولې نیوکې دي؟


د تازه جوړ شویو کورونو تصویر
د تازه جوړ شویو کورونو تصویر

د افغانستان په لویدیځ کې د هرات ولایت زلزله ځپلو ته د سرپناه د جوړولو او وېشلو په دوام، عزیزي بنسټ د شاوخوا ٣٠٠ کورونو د وېش خبر ورکړی.

د ياد شوي بنسټ مسوول، میرویس عزیزي د جنورۍ په ١٢مه په خپله ایکس پاڼه، لیکلي:

" معیاري ښارګوټی د څلورو میاشتو څخه په لږه موده کې بشپړ او خلکو ته وسپارل شو."

د هرات ولایت لپاره د طالبانو حکومت د والي ویاند، نثار احمد الیاس بیا د دې کورونو په تړاو په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ٢٢٠ کورونو لرونکی دا ښارګوټی د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په سیاه آب کلي کې جوړ او خلکو ته سپارل شوی دی.

د دغه کلي اوسیدونکي په دې سړې هوا کې د سرپناه پیدا کولو په اړه خپله خوښي څرګندوي خو وايي چې یواځې ۱۷۰ کورونه خلکو ته سپارل شوي او غوښتنه یې دا ده چې ۵۰ نور کورونه دې هم زلزله ځپلو ته وسپارل شي.

د سیاه اب کلي اوسیدونکی عیسی ادعا کوي چې د طالبانو حکومت غواړي دا ۵۰ کورونه د ګاونډيو هیوادونو څخه راستانه شویو کډوالو ته ورکړي.

عیسی وایي:

" د ۱۷۰ کورونو کلي یې موږ ته وسپارلې خو ۵۰ کورونه لا پاتې دي. اوس امارت موږ ته وايي چې دا ۵۰ کورونه تاسو ته نه درکوو او کډوال راولو. موږ وايو چې دلته داسې کسان شته چې تازه یې واده کړی، کوژده یې کړې دوی په دښته کې پاتې دي. دوی ته دې ورکړي."

د یاد کلي یو بل اوسیدونکی، شیر احمد هم ورته خبره کوي او وایي:

" ۵۰ کورونه یې موږ ته نه دې راکړي. له دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې هغه سرپناوې چې زموږ لپاره جوړې شوې دي، موږ ته وسپارل شي."

دا په داسې حال کې ده چې لا هم یو شمیر زلزله ځپلي چې کورونه یې په بشپړ ډول ويجاړ شوي و په خېمو کې ژوند کوي.

د هرات ډېر زلزله ځپلي لا هم په خېمو کې ژوند کوي
د هرات ډېر زلزله ځپلي لا هم په خېمو کې ژوند کوي

دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې د يخنۍ له امله د ورپېښو ستونزو کیسې کوي.

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د نایب رفیع کلي اوسیدونکی، غلام علي ازا‌دي را‌ډيو ته وویل:

" کورونه نه دي بشپړ شوي، موږ اوس هم په خېمه کې یو. ماشومان مو په خېمه کې ټول ناروغان دي. هیڅ څوک موږ ته توجه نه کوي، د هیچا په نظر کې هم نه راځو. ماشومان مې ټول یخ وهلي، نه بخارۍ لرو نه لرګي نه سکاره. نه جامې لرو او نه هم کمپل."

په سیاه اب کلي کې مو د ۵۰ کورونو د نه ویشلو ادعا په اړه او دا چې په پاتې کلیو کې به کله زلزله ځپلو ته کورونه وسپارل شي په هرات ولایت کې د طالبانو حکومت د والي ویاند، نثار احمد الیاس وپوښت خو د دې راپور تر خپریدو یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

هرات ولایت د تیر کال په اکټوبر میاشت کې زورورو زلزلو ولړزاوه چې تر ټولو قوي یې د اکټوبر په اوومه، یوولسمه او پنځلسمه وشوې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د راپور له مخې، د هرات ولایت په زلزلو کې له ۴۸ زره ډېر کورونه زیانمن شوي چې له دې شمېر، ۱۰ زره یې په بشپړ ډول ړنګ شوي دي.

د یادونې ده چې مخکې تر دې هم په هرات ولایت کې زلزله خپلو ته د بېلابېلو بنسټونو له خوا د یو شمېر اضطراري سرپناوو د وېش خبر ورکړی شوی و.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG