د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د افغانستان د معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ: نړۍ باید د بشري حقونو تامین لپاره اقدام وکړي


ارشیف: د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د افغانستان د معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین لپاره ژر تر ژره عملي اقدام وکړي.

د افغانستان د معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې په دې اړه ژر تر ژره عملي او اقدام وکړي.

د دغه غورځنګ غړو د چهارشنبې په ورځ د دغه غورځنګ د درېیو نورو غړو ندا پرواني، ژولیا پارسي او منیژې صدیقي د نیول کېدو په تړاو یو پرېکړه‌لیک خپور کړ او زیاته یې کړه چې دغه سازمانونه باید یوازې د خواشینۍ په څرګندولو او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ټویټونه ونه کړي.

د افغانستان د معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ ياد سازمانونه تورن کړل چې د طالبانو له‌خوا د افغان ښځو او نجونو د ځورولو په اړه چوپه خوله دي.

د دغه غورځنګ یوې غړې پریسا مبارز په دې اړه رسنیو ته یوه ویډیو استولې او ویلي یې دي: "د دغه غورځنګ د رهبرۍ د غړې ندا پرواني او ژولیا پارسي له بند څخه څه باندې یوه میاشت تېرېږي او ۱۸ ورځې کېږي چې د طالبانو له‌خوا مېرمن منيژه صديقي هم نيول کېږي، هغوی لا هم د طالبانو له خوا بنديانې دي، طالبانو دا ښځې د زده کړې، کار او ازادۍ له حق څخه د دفاع په خاطر نيولي او بنديانې کړي دي، نو راځئ چې د دغو ښځو غږ پورته کړو."

معترضه مېرمن ژولیا پارسي چې دا مهال د طالبانو په بند کې ده.
معترضه مېرمن ژولیا پارسي چې دا مهال د طالبانو په بند کې ده.

که څه هم طالبانو تر اوسه دافغانستان د معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ د دغو درېیو غړو د نیولو خبر نه دی تایید کړی او نه یې هم رد کړی، خو دغه غورځنګ زیاتوي چې طالبانو په عمل کې د افغان ښځو پر وړاندې په خپلو کړنو سره ثابته کړې چې د دوی په وینا دوی هېڅ بشري او حقوقي حدود په پام کې نه نیسي.

له بلې خوا په پاکستان کې د افغان ښځو د اعتراض کوونکو ایتلاف هم د افغانستان د ښځو د غورځنګ د دغو دريو غړو د ژر تر ژره خلاصون لپاره خپل غږ پورته کړى دى.

ایتلاف وايي، طالبان هره ورځ جنايتونه کوي او د خلکو په بندي کولو او وژلو سره نړيوال قوانين تر پښو لاندې کوي.

ارشیف: په مزارشریف کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په مزارشریف کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

دغه ايتلاف پر نړيوالې ټولنې هم نيوکه کړې چې دا ډول پېښو ته يې پاملرنه نه ده کړې، خلک له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي او د طالبانو په زندانونو کې ښځې يوازې د خپلو غوښتنو له امله ځورېږي.

د دغه غورځنګ يوې بلې غړې هم د خپل پرېکړه ليک يوه برخه ولوستله او زياته يې کړه: "موږ د ژوليا پارسي، ندا پرواني او منيژه صديقي او نورو هغو بنديانو چې د طالبانو په زندانونو کې بنديانې دي، خوشې کول غواړو او د له ملګرو ملتونه په ځانګړې توګه د امریکا حکومت او د بشري حقونو ملاتړي سازمانونو څخه غواړو چې په دوى فشار راولي او همدارنګه په اوسني حالت کې د طالبانو د جنایتونو څارنه وکړي."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دغو خوځښت د غوښتنې په تړاو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو تل یې ویلي چې د شريعت په چوکاټ کې یې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو بنسټونو د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې له بشري حقونو څخه سرغړونه بللې او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تامین کړي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د مرستيال سیاسي دفتر یا یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره د افغان فعالانو پرله پسې نیول کېدو اندېښمن کړي او د ندا پرواني، ژولیا پارسي او یو شمېر نورو بشري حقونو د بندیانو یادونه یې کړې ده.

د بشري حقونو مدافعينو زياته کړې هغوى د نا څرګنده دلايلو په اساس نيول شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG