د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

یوناما د طالبانو په بند کې د یو شمېر فعالانو پر وضعیت اندېښنه وښوده


د پوهنې فعال مطیع الله ویسا چې څه ورځې کېږي د طالبانو له لوري نیول شوی دی.
د پوهنې فعال مطیع الله ویسا چې څه ورځې کېږي د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما د طالبانو له بنده د نرګس سادات او زکریا اصولي د راخوشې کېدو هرکلی کړی، خو د یو شمېر نورو بندي فعالانو پر وضعیت یې اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وایي، دغه هېواد کې د میاشتو په تېرېدو د ځینو بندي فعالانو د برخلیک هېڅ څرک نه لګېږي.

دغه ماموریت د دوشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دې ډله کې یو شمېر هغه فعالان هم توقیف شوي چې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره یې غږ اوچت کړی دی.

یوناما له بنده د یوې معترضې مېرمنې نرګس سادات او د پوهنتون د استاد زکریا اصولي د را خوشې کېدو هرکلی کړی، خو د نورو توقیف شویو فعالانو پر وضعیت یې اندېښنه ښودلې ده.

باخبره سرچینو د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یوه معترضه مېرمنه نرګس سادات په همدې ورځ د طالبانو له بنده ازاده شوې ده.

ځینو محلي رسنیو د پوهنتون د استاد زکریا اصولي د ورور له قوله راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ هغه هم د طالبانو له بنده خلاص شوی دی.

په دې وروستیو ورځو کې د زکریا اصولي د نازک روغتیایي وضعیت راپورونه هم خپاره شوي وو.

د راپورونو له مخې په بدخشان کې محلي سندرغاړی موسی شاهین هم چې د طالبانو په بند کې دی، د پښتورګو له ناروغۍ کړېږي.

موسی شاهین
موسی شاهین

ملګري ملتونه وایي، دوی د توقیف شویو فعالانو په تړاو د افغانستان له اوسنیو حاکمانو سره تماسونو ته دوم ورکوي، خو په خبره یې د طالبانو له خوا د معلوماتو د نه ورکړې له کبله ناهیلي شوي دي.

په افغانستان کې د دغه سازمان استازولۍ د هغو کسانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې چې د دوی په ټکو په خپل سر نیول شوي دي.

سازمان ټینګار کړی چې هېڅ افغان باید د خپلې ازادۍ له حقه د استفادې په خاطر ونه نیول شي.

دا غوښتنه داسې مهال کیږي چې لا هم د پوهنې فعال مطیع الله ویسا، خبریال مرتضی بهبودي، د پوهنتون استادان سبحان الله سبحاني او کاظم امیني او د ښځو د حقونو فعاله الهه دلاورزۍ د طالبانو په بند دي او د برخه لیک څرک یې نه لګېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG