د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

'فریډم نو' د طالبانو لخوا د ژولیا پارسي پر احتمالي نیونې اندېښنه ښودلې


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور

د بشري حقونو سازمان یا 'فریډم نو' د طالبانو لخوا د مدني فعالې ژولیا پارسي د احتمالي نیولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

'فریډم نو' د چهارشنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د طالبانو لخوا د مدني فعالې ژولیا پارسي د احتمالي نیولو خبر د ژورې اندېښنې وړ دی.

یاد سازمان زیاته کړې چې تېره اوونۍ طالبانو یوه معترضه ښځه، ندا پرواني هم نیولې وه چې تر اوسه یې په اړه کوم معلومات نه شته.

'فریډم نو' سازمان په افغانستان کې د طالبانو لخوا د مدني فعالانو پر وړاندې د مخ په زیاتېدونکو بریدونو د درولو غوښتنه کړې.

د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو د خوځښت بنسټ ایښودونکې هدا خموش ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د افغان ښځو خوځښتونه او د ژولیا پارسي کورنۍ د هغې د وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دي.

د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو د خوځښت بنسټ ایښودونکې هدا خموش
د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو د خوځښت بنسټ ایښودونکې هدا خموش

نوموړې زیاته کړه: "د مېرمن ژولیا پارسي په اړه لا هېڅ معلومات نه‌شته، فقط دومره پوهېږو چې هغه یې د کورنیو چارو وزارت ته بیولې. کورنۍ یې ډېره اندېښمنه ده. د مېرمن ژولیا له نیولو وروسته یې کورته ورغلي او موبایل او اسنادونه یې چې په کور کې ول له ځان سره وړي. موږ ټول ډېره اندېښنه لرو چې پر هغې به څه وشي."

د افغان معترضو ښځو د خوځښتونو ایتلاف هم د یوې اعلاميې په خپرولو سره د معترضو ښځو د خودجوشه خوځښت غړې ژولیا پارسي او نورو بندي فعالانو د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دې اعلامیې کې چې د معترضو ښځو د شپږو خوځښتونو لخوا خپره شوې، د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو او د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړو استازو څخه غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې د ژولیا او نورو بې ګناوو بندیانو د خوشې کولو لپاره اقدام وکړي.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو د خوځښت مسووله او د دې ایتلاف یوه غړې مونسه مبارز د ژولیا پارسي نیولو ته په اشارې سره وايي: "دا نیونې د وېرې او ګواښ د رامنځته کولو لپاره ترسره کېږي تر څو اعتراضي خوځښتونه له منځه ولاړ شي او له افغانستانه کوم اعتراضي خوځښت او د طالبانو پر وړاندې کوم غږ راپورته نه شي، خو دا په هېڅ ډول پر معترضو خوڅښتونو تاثیر نه کوي."

د افغانستان د ځواکمنو ښځو د خوځښت مسووله او د دې ایتلاف یوه غړې مونسه مبارز
د افغانستان د ځواکمنو ښځو د خوځښت مسووله او د دې ایتلاف یوه غړې مونسه مبارز

د معترضو ښځو د خودجوشه خوځښت غړې لیلا بسیم تېره ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ژولیا پارسي چې د د دې خوځښت یوه مطرح غړې وه د چهارشنبې په ورځ د طالبانو لخوا په کابل کې له خپل زوی سره ونیول شوه.

دا په داسې حال کې ده چې ادعا کېږي، تېره اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ د یاد خوځښت یوه بله غړې ندا پرواني له خپل خاوند او زوی سره د طالبانو لخوا نیول شوي چې لا هم د طالبانو په بند کې ده.

خو طالبانو د دې نیونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د دې مدني فعالانو د نیولو د ادعاوو، لاملونو او د دوی د کورنیو د اندېښنو په اړه د طالبانو حکومت څخه وپوښتي، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل د چهارشنبې په ورځ د ندا پرواني، د هغې خاوند او څلور کلن ماشوم د نیول کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د هغوی او د زده کړې د فعال مطیع‌الله ویسا چې له تېرو شپږو میاشتو د طالبانو په بند کې دی د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه کړې.

د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې یو ډېر شمېر معترضې مېرمنې، د پوهنتون استادان، خبریالان او مدني فعالان له دې امله نیولي، بندیان او شکنجه کړي چې د دوی د حکومتولۍ په بڼه یې انتقاد کړی.

یو شمېر دغه فعالان له بنده خوشې شوي، خو د ژولیا پارسي، ندا پرواني، مطیع‌الله ویسا، رسول پارسي او مرتضی بهبودي په ګډون یو ډېر شمېر یې لا هم د دوی په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG