د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د بخښنې نړیوال سازمان: د امنیتي کمرو نصبول د افغانانو د اساسي حقونو څخه سرغړونه ده


ارشیف: یوه امنیتي کمره
ارشیف: یوه امنیتي کمره

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له لوري د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د امنیتي کمرو نصبول په عمومي ځایونو د افغانانو د اساسي حقونو څخه د سرغړونو لامل ګرځي.

وروسته له هغې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په بېلابېلو ځایونو کې د ۶۲ زره امنیتي کمرو د لګولو اعلان وکړ د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو دا اقدام د افغانانو له بنسټیزو حقونو سرغړونه بولي.

د بخښنې نړیوال سازمان د مصنوعي ځیرکتیا او بشري حقونو د چارو څېړونکي او سلاکار مت محمودي تېره ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې د څارنې د دغه جوړښت د خلکو شخصي حریم او د غونډو د جوړېدو ازادي چې وار له مخه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په بې‌سارې ډول تر برید لاندې راغلې له منځه وړي.

د بخښنې نړیوال سازمان نښان
د بخښنې نړیوال سازمان نښان

په اعلامیه کې د محمودي له قوله راغلي: "دا د ملي امنیت تر عنوان لاندې د دغسې پراخه ډله‌ییزې څارنې جوړول د طالبانو د ظالمانه سیاستونو دوام دی چې په عمومي ځایونو کې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د اساسي حقونو څخه سرغړونه ده."

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ورځ تر بلې د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې سرغړونې او ځپونکي اقدامات زیاتېږي.

په همدې حال کې یوه معترضه افغانه مېرمن مسعوده کوهستاني وايي، که څه هم افغان مېرمنې د اعتراضونو پر مهال لا له وړاندې د طالبانو له ظالمانه غبرګونونو سره مخ وې، خو په خبره یې اوس چې د کابل په ښار کې په دومره شمېر امنیتي کمرې لګول شوي ښايي د طالبانو د هېڅ محدودیت پر وړاندې میرمنې له وېرې اعتراضونه ونه شي کړای.

په کاب لکې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور. May 10 2022
په کاب لکې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور. May 10 2022

هغې زیاته کړه: "دوی له خلکو وېره لري چې یوه مېرمنه یا یو نارینه د خپل حق لپاره غږ پورته نه کړي. دوی په دې فکر دي چې ولې د یو انسان غږ پورته شي، ځکه د دوی ایډیالوژي د انسان ضد ده، ځکه یې دا کمرې ولګولې تر څو د عدالت غوښتونکو او ازادي غوښتونکو غږ د تل لپاره بند شي."

د کابل ښار یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل طالبان هڅه کوي په دومره شمېر د امنیتي کمرو په لګولو سره د خلکو خصوصي ازادي سلب کړي.

هغه وویل: "دا ښايي د جنايي پېښو د مخنیوي په برخه کې یو مثبت اقدام وي، خو په ټوله کې د دومره غټ شمېر کمرو لګول د خلکو خصوصي حریم نقضوی ځکه په دې سره هیڅوک د کمرې له څار نه شي بچ کېدای او د خلکو خویندې میندې راوځي بیرون، په سودا پسې بل څه پسې نو طبعاً دا کمرې به یې څاري او په دې سره شخصي حریم له ګواښ سره مخ کېږي."

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د امنیتي کمرو د نصب په اړه د بخښنې نړیوال سازمان دریځ رد کړ.

دغه وزارت د جمعې په ورځ د بخښنې نړیوال سازمان در څرګندونو په غبرګون پر خپل اېکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکي، د امنیتي کمرو نصبول یو ضرورت ده او د دوی په خبره دا یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په ټولو هېوادونو کې عام دی.

دغې وزارت زیاته کړې، په اسلامي شرعیت کې هېڅ چا ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې څوک د چا خصوصي حریم تهدید کړي او یا يې ترې نظارت وکړي او دا کمرې یې یوازې د امنیت د ټینګښت په موخه او جرایمو د مخنیوي لپاره لګولي.

خو د امنیتي چارو یو شمېر پوهانو وړاندې تر دې ازادي راډيو ته ویلي وو چې د امنیتي کمرو په لګولو د پېښو په ګراف کې کموالی نه راځي بلکې له پېښو وروسته د مجرم د پېژندولو په برخه کې ترې ګټه اخیستل کېدای شي.

د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې هم په کابل کې د سل میلیونه ډالرو په ارزښت د امنیتي کمرو د نصب موضوع یاده شوه، خو معلومه نه شوه چې هغه پروژه تر کومه ځایه مخته ولاړه.

په ۱۳۹۹لمریز کال کې د پخواني نظام چارواکو کابل کې د امنیتي کمرو شمېر یوازې ۳۰۰ ښودلی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG