د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

يوناما: ډېری افغان مېرمنې د خپلو اساسي حقونو غوښتنه کوي


يو شمېر افغان مېرمنې د اعتراض پر مهال، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان مېرمنې د اعتراض پر مهال، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د افغان مېرمنو د غوښتونو ډېره برخه تعلیم، کار او د اساسي حقونو په برخه کې لاس‌رسي ته ور ټوله ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ( یوناما) د نومبر په ۱۸مې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ډېری افغان مېرمنې د خپلو حقونو غوښتنه کوي او له دې نه په شاه کېږي.

په افغانۍ ټولنه کې ژوند او له ټولو حقونو نه برخمن کېدل ددوی حق دی.

د دغې خبر پاڼې په حواله، یوناما چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په افغانستان کې له زیات شمېر مېرمنو سره د طالبانو له‌خوا د وروستیو محدیتونو په اړه خبرې کړي، دوی ویلي چې په افغانۍ ټولنه کې ژوند او له ټولو حقونو نه برخمن کېدل د دوی حق دی.

په دې خبر پاڼه کې ویل شوي چې افغان مېرمنې خپل ټول هغه حقونه لکه تعلیم، کار او نور هغه اساسي حقونه چې باید دوی ته ورکړل شي غوښتنه یې کوي.

د یوناما په خبر پاڼه کې همدا راز ویل شوي چې افغان مېرمنې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د یوناما له چارواکو غوښتې تر څو په دې برخه کې د ډېرو خبرو فرصتونه برابر کړي.

طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر افغان مېرمنو محدوديتونه لګولي دي، انځور - ارشيف
طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر افغان مېرمنو محدوديتونه لګولي دي، انځور - ارشيف

له بلې خوا بیا د پنجشنبې په ورځ ناوخته د روسیې په غوښتنه د ملګرو ملتونو سازمان "د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنیوي" په نوم غیر رسمي غونډه کې امریکا او برېټانیا هم په افغانستان کې د بیان ازادۍ او همدا راز د معترضه مېرمنو د نیول کېدو پر دوام خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د برېتانیا سیاسي همغږی کوونکی (فرګس ایکرسلي) هم ویلي چې طالبانو له ترهګریزو ډلو سره او همدا راز د دوی په وړاندې د مبارزې په برخه کې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي او دا به د دې لامل شي چې طالبان ژر په رسمیت ونه پېژندل شي.

"موږ تل د دې غوښتونکي یو چې هېوادونو دې زموږ په اړه په واقیعت ولاړ قضاوتونه وکړي"

خو د طالبانو حکومت بیا د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې دوی کړې ژمنې پوره کړي او نړیوال هېوادونه دې په واقیعت ولاړ قضاوت وکړي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د دې حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "موږ تل د دې غوښتونکي یو چې هېوادونو دې زموږ په اړه په واقیعت ولاړ قضاوتونه وکړي او د افغانستان په اړه مثبت لید لوری ولري، دغه اعتماد د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو په رغولو کې مثبت رول لوبولی شي، که کله هم د اعتماد فضا وي بیا هغه سوء تفاهمونو او ذهنيتونه چې دي هغه تغیر کوي."

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چي طالبانو دوه اوونۍ وړاندې د یو شمېر متعرضه مېرمنو د نیول کېدو ترڅنګ تفریحي پارکونو، حمامونو او سپورټي ځایونو کې د مېرمنو ورتک منع کړ چې د طالبانو دغه پرېکړه له ګڼو نړېوالو غبرګونونو سره مخ شوه.

XS
SM
MD
LG