د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

جوبایډن د ایران له‌خوا د پنځو امریکایانو پر خوشې کېدو خوښي څرګنده کړې


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا او ایران ترمنځ د بندیانو د تبادلې او د ایراني پانګې د خلاصون هوکړه د دوشنبې په ورځ ترسره شوه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپله اعلامیه کې د پنځو امریکایانو پر خوشې کېدو خوښي څرګنده کړې او د دغه تړون د عملي کېدو لپاره یې د قطر، عمان، سویس او جنوبي کوریا له هڅو مننه کړې ده.

د امریکا او ایران تر منځ د بندیانو د تبادلې په وروستي پړاو کې دوشنبې په ورځ پنځو خوشې شویو امریکايي بندیانو الوتکه له تهرانه دوحې ته ورسېده.

امریکايي ولسمشر ویلي، سیامک نمازي، مراد طاهباز، عماد شرقي او دوه نور امریکايي اتباع چې نه یې غوښتل نومونه یې د شخصي دلایلو له مخې افشا شي، له کلونو دردونو او کړاوونو وروسته به له خپلو عزیزانو سره یوځای شي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن دوشنبه ناوخته خبریالانو ته ویلي چې د دغو بندیانو د لېږدونکې الوتکې له ښکته کېدو وروسته په دوحه کې له دوی سره تودې او له احساساتو ډکې خبرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

هغه ویلي: "ما د دې ویاړ درلود چې له اوه امریکایانو سره چې اوس ازاده دي خبرې وکړم. له بنده ازاد شوي، د ایران له توقیفه او له ایران راوتلي. دوحه کې دي او امریکا ته راروان دي څو له خپلو کورنیو سره یوځای شي. پنځه تنه له دې اوه کسانو ناقانونه نیول شوي وو، په ایران کې بندیان وو. ځینې یې په کلونه او دوه نور له ایرانه له وتلو منع شوي وو. ما له هغو سره همدا چې دوحې ته ورسېدل خبرې وکړې. زه تاسو ته ویلای شم چې دا زما او د دوی لپاره خورا له مینې او احساساتو ډکې خبرې وې."

له بلې خوا رویټرز خبر ورکړی چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په نیویارک کې له خبریالانو سره په خبرو کې د تهران له خوا د پنځو امریکايي بندیانو خوشې کول یو بشپړ بشري عمل وباله.

د دغو بندیانو د خلاصون په بدل کې امریکا په سویلي کوریا کې د ایران کنګل شوې شپږ میلیارده ډالر سرمایه او په امریکا کې پنځه ایراني بندیان بخښلي او خوشې کړي دي.

دغه ایرانیان په امریکا کې په جرمونو تورن وو.

ایراني او امریکايي چارواکو ویلي، له دغو خوشې شویو بندیانو څخه دوو یې چې غوښتل یې ایران ته ستانه شي، د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي دي.

له دغو ایراني بندیانو څخه یو یې درېیم هېواد ته خوشې شوی او دوه نور یې په امریکا کې د دوی په غوښتنه پاتې دي.

قطري بانکونو ته د ایراني شتمنیو سپارل او دوحې ته په ایران کې د امریکايي بندیانو سپارل د ایران او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې د تړون د پړاوونو یوه برخه وه چې د دوشنبې په ورځ بشپړه شوه.

XS
SM
MD
LG