د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

جنرال کوریلا له هرمز تنګي تېر شوی او په بحرین کې د امریکا اډې ته تللی


د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ سینټکام مشر جنرال مایکل ایریک کوریلا له خپلو سمندري ځواکونو سره لیدل کېږي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ سینټکام مشر جنرال مایکل ایریک کوریلا له خپلو سمندري ځواکونو سره لیدل کېږي.

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر د هرمز له تنګي له تېرېدو وروسته په بحرین کې د امریکا سمندري اډې ته تللی دی.

امریکا په دې وروستیو کې زرګونه پوځیان په منځني ختیځ کې ځای پر ځای کړي دي.

تر دې تحرکاتو وروسته د امریکا د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ سینټکام مشر جنرال مایکل ایریک کوریلا له هرمز تنګي چې ایران ته ډېر نږدې دی تېر شوی دی.

ایراني سمندري ځواکونه څو واره په دې سیمه کې نورو تېرېدونکو بېړیو ته تهدیدونه رامنځته کړي او کله کله یې بېړۍ درولي او عملې یې بندیانې کړي دي.

امریکا په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې په دې سیمه کې د بېړیو د خوندي تګ راتګ او د ایران د ګواښونو د دفع کولو لپاره پوځي جنګي بېړۍ سیمې ته ولېږي او هم د ایف ۱۶ او ایف ۳۵ پوځي جېټ الوتکو مانورونه ترسره کړي.

جنرال کوريلا د متحده عربي اماراتو د وسله‌والو ځواکونو له لوى درستيز سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اړيکو د باثباته ماهيت او د منځني ختيځ په سيمه کې ګواښونو ته د پاملرنې د اړتيا په اړه خبرې وکړې.

جنرال مایکل ایریک کوریا بیا وروسته بحرین ته تللی دی او هلته یې د بحرین له پاچا سره په کتنه کې د امریکا او بحرین ترمنځ د پوځي اړیکو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړې چې تاریخ یې د بحرین خپلواکۍ ته ورګرځي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د منځني ختيځ د پېچلي امنيتي حالت په اړه هم خبرې شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پياوړتيا يې په دې سيمه کې د شته ننګونو د له منځه وړلو لپاره اساسي حل بللی دی.

جنرال کوریلا د خپلو وروستیو سفرونو په اړه وویل: "منځني ختیځ ته دغو سفرونو ماته له له خپلو شریکانو او هم په دې سیمه کې د جګړې لپاره د امریکا او د هغې د متحدینو د چمتووالي په اړه لا زیات معلومات راکړل."

هغه زیاته کړه: "زه یو ځل بیا په سینټکام کې د امریکايي ځواکونو د لوړې کچې چمتووالي او مهارتونو او وړتیاوو څخه متاثره شوم. زموږ د ځواکونو او همکارانو ژمنتیا د منځني ختیځ د امنیت لپاره کلیدي ده."

جنرال کوریلا په بحرین کې د امریکا د پنځمې سمندري اډې څخه په لیدنه کې د سیمې د سمندري امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې د سمندري ځواکونو ایتلاف د غړو هېوادونو له سفیرانو او د دفاعي ځواکونو له استازو سره هم کتلي دي.

دا اتحاد چې د ۳۸ هېوادونو غړیتوب لري، د نړۍ تر ټولو لوی سمندري اتحاد ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG