د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

سره سمندرګي ته د ۳ زرو ځواکونو لېږل؛ امریکا: د ایران کړکېچ زېږونکې هڅې مهاروو


 د امریکا باټان سمندري کښتۍ
د امریکا باټان سمندري کښتۍ

د امریکا سمندري ځواکونو نن اعلان وکړ چې له درې زرو زیات سرتېري یې پرون یکشنبې د سویز کانال له لارې سره سمندرګې ته ورسېدل.

دا سرتېري وروسته له هغه سیمې ته واستول شول چې واشنګټن وویل، پوځي ځواکونو یې د جولای په پنځمه د ایران هغه هڅې شنډې کړې چې غوښتل یې د عمان سواحلو ته نژدې په نړیوالو اوبو کې د تېلو تجارتي ټانکرونه ولجه کړي.

د امریکا د سمندري ځواک پنځمې قطعې په خپل ننني بیان کې وویل: دا ځواکونه چې د باټان او کارټر هال په نوم دوو جنګي کښتیو ته رسېدلي، د دې قطعې د ظرفیتونو له پیاوړتیا او چابکۍ سره مرسته کوي.

باټان هغه لویه کشتۍ ده چې جنګي الوتکې یې پر غولي کېناستی- الوتی شي او کارټر هال بیا د سرتېرو او تجهیزاتو د انتقال لپاره ځانګړې ده.

د سمندري ځواکونو د پنځمې قطعې ویاند تیم هاکِنز فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي دي چې دا سرتېري په پوځي عملیاتو کې د پام وړ انعطاف لري او د ایران له لوري د تجارتي کښتیو د نیولو یا ګواښلو په څېر په سیمه کې د کړکېچ او بې ثباته کوونکو اقداماتو مخه نیولای شي.

په سور سمندرګي کې د ایران کښتۍ
په سور سمندرګي کې د ایران کښتۍ

ایران په اپریل میاشت کې په یوه اونۍ کې په خلیج کې دوه کشتۍ ولجه کړې.

د ایرنا د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د سمندري خدماتو ادارې ویلي چې له دوو تجارتي ټانکرونو څخه یو، له یوې ایرانۍ کښتۍ سره ټکر شو او په نتیجه کې یې پنځه تنه عمله سخت ټپیان شول.

دا پېښې وروسته له هغه وشوه چې اسراییلو او متحدوایالاتو د تېرکال په نوامبر میاشت کې د هغه څه په خاطر، چې دوی د عمان سواحلو ته نژدې د اسراییلي شرکت پر یوه تېل وړونکي ټانکر د ډرون حمله بللې وه ایران ګرام وباله.

متحدوایالاتو تېره میاشت اعلان وکړ چې خپلې اف ۳۵ او اف ۱۶ ډوله جنګي الوتکې د سمندري ځواکونو له یوې قطعې سره منځني ختیځ ته استوي څو په خلیج کې د ایران له خوا د کښتیو د ولجې مخه ونیسي.

یوه امریکايي چارواکي تېره اونۍ فرانسپرس ته وویل چې واشنګټن دې ته تیاري نیسي چې د اضافي دفاعي اقدام په توګه په هغو ټانکرونو کې، چې له خلیج څخه تېرېږي، خپل پوځي پرسونل ځای پرځای کړي.

XS
SM
MD
LG