د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

د بندیانو د تبادلې په بدل کې د ایران شاوخوا ۶ میلیارد ډالر کنګل شوې پیسې ازادېږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د راپورونو له مخې متحدوایالاتو موافقه کړې چې د امریکايي بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې د ایران شاوخوا ۶ میلیارد ډالر کنګل شوې پیسې آزادې کړي

خبري آژانسونو راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د امریکا او ایران ترمنځ د بندیانو د تبادلې د معاملې په ترڅ کې د ایران د شاوخوا ۶ میلیارد ډالره کنګل شویو پیسو د معافیت سند لاسلیک کړی دی.

د راپورونو له مخې په جنوبي کوریا کې د ایران کنګل شوې پیسې به قطر ته او بیا ایران ته واستول شي.

ایراني او امریکايي چارواکو په تېره اګست میاشت کې ویلي وو چې دوی د تهران د ایوین له خطرناک زندان څخه د دې ایراني الاصله امریکايي وګړو د خوشې کېدو او کورني حبس ته د هغو د لېږد په مسئله کې موافقې ته رسېدلي دي.

متحدوایالاتو هم د پنځو ایراني بندیانو له خوشې کېدو سره موافقه کړې ده.

تهران پرون یادونه وکړه چې دا تبادله ښايي ډېر ژر عملي شي.

له دې بندیانو څخه درې تنه سیامک نمازي، عماد شرقي او مراد تهبار پېژندل شوي، خو د دوو نورو د نومونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

کورني حبس ته د امریکايي بندیانو د محدودولو په اړه ویل شوي چې دا کار د یوې لویې معاملې په ترڅ کې شوی او په جنوبي کوریا کې تر اوه میلیارد ډالرو پورې د ایران د کنګل شویو شتمنیو آزادېدل یې هم یوه برخه ده.

متحدوایالاتو تراوسه د هغو پیسو د دقیقې اندازې له تاییدولو ډډه کړې چې د معافیت خبر یې ورکړل شوی او ویلي یې دي چې دا د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې نه دي.

دوی دا هم ویلي چې دا پیسې ایران ته د باج په توګه نه ورکوي.

د ایران جګپوړو چارواکو تېره میاشت وویل، پنځه امریکايي بندیان به تر هغه مهاله چې شرایط برابرېږي په ایران کې پاتې وي.

د راپورونو له مخې په شرایطو کې د امریکا له زندانونو د یوشمېر ایراني بندیانو خوشې کېدل هم شامل دي، خو د دې ایرانیانو هویت نه دی افشا شوی.

د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند پرون وویل، په جنوبي کوریا کې د دې هېواد کنګل شوې شتمني به په راروانو څو ورځو کې آزاده شي او د بندیانو تبادله به په نژدې راتلونکې کې ترسره شي، خو ویاند ناصر کنعاني دا یادونه هم وکړه چې دا دواړه مسئلې ارتباط نه سره لري.

په همدې ورځ اسوشېټېډپرېس خبري آژانس راپور ورکړ چې بلېنکن تېره اوونۍ هغه سند لاسلیک کړی چې نړیوالو بانکونو ته په جنوبي کوریا کې د ایران د کنګل شوې شتمنۍ د معافیت خبر ورکوي او په دې برخه کې یې کانګرس ته هم یو یادښت استولی دی.

XS
SM
MD
LG