د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

د مهسا امیني د وژنې لومړی تلین؛ امریکا او بریتانیا پر ایران نوي بندیزونه لګولي


ارشیف: د مهسا امیني د وژنې په غبرګون د یوه لاریون انځور
ارشیف: د مهسا امیني د وژنې په غبرګون د یوه لاریون انځور

د امریکا متحد ایالتونو په ایران نوي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې له بریتانیا، اسټرالیا، کاناډا او یو شمېر نورو متحدانو سره یې خبرې کړي چې دوی هم پر ایران بندیزونه ولګوي.

د امریکا له متحد ایالتونو سره په دې بندیزونو کې چې پر ایران یې تازه لګولي دي، بریتانیا هم مله شوه.

دا بندیزونه د مهسا امیني تر لومړي تلین مخکې لګېدلي دي.

مهسا امیني هغه کردۍ ایرانۍ ده چې د ایراني پولیسو د توقف پر مهال کال مخکې ووژل شوه.

۲۲ کلنه امیني د سپټمبر په شپاړسمه پولیسو په دې تور ونیوله چې پوړنی یې سم نه دی پر سر کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون وویل: "متحد ایالتونه د نړۍ له شاوخوا نورو هېوادونو سره یوځای د ایرانیانو د ملاتړ او د عدالت د تامین لپاره هڅې کوي چې پوښتنې وشي او بشري حقوق رعایت شي."

بلېنکن زیاته کړه چې د مهسا امیني مړینه یو کال وړاندې په ټول ایران کې د لاریونونو سبب شوه چې تشدد ورسره وشو، په ډله‌ییز ډول خلک ونیول شول او په سیستماتیک ډول د رژیم له لوري انټرنېټ له ګډوډیو سره مخامخ شو.

بلېنکن زیاته کړه چې واشنګټن به د هغو کسانو پر ضد مناسب اقدامات وکړي چې په ایران کې ابتدایي انساني حقوق تر پښو لاندې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې چې پرون خپور شوي، راغلي چې په پنځو ویشت ایرانیانو په انفرادي ډول بندیز لګېدلی دی، درې حکومت پلوه رسنۍ په دې بندیز کې شاملې دي او د ایران پر یوه انټرنېټي تحقیقاتي شرکت بندیز لګول شوی دی.

په دې بیان کې دا خبره هم شوې ده چې واشنګټن د دې بندیزونو په تړاو له خپلو نورو متحدانو سره خبرې کوي چې هغوی هم پر ایران بندیزونه ولګوي.

د دغو مظاهره چیانو د ځپلو په ارتباط دا د امریکا د متحد ایالتونو له لوري د بندیزونو ۱۳م پړاو دی چې پر ایران لګول کېږي.

د امریکا متحد ایالتونو په دیارلس تنو د ویزو بندیزونه هم لګولي چې یو شمېر یې چارواکي دي.

د مهسا امیني تر مړینې وروسته له لویه سره تر اوسه متحد ایالتونو په څلویښتو ایرانیانو د چارواکو په شمول د ویزو بندیزونه لګولې دي.

د راپورونو له مخې د مهسا امیني د تلین له رارسېدو سره سم د ایران په یو شمېر سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي چې خلک اعتراضونه ونه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG