د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

پاکستاني چارواکي: نن له ۷ بجو څخه د تورخم دروازه پرانیستل کېږي


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

پاکستاني چارواکي وايي چې نن به د تورخم دروازه له ۹ ورځو وروسته پرانیستل شي.

دا لار د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وروسته له دې پاکستان بنده کړه چې په تورخم کې ظاهراً د یوې پوستې د بېرته جوړولو پر سر د طالب او پاکستاني پوله‌ ساتو ترمنځ نښته وشوه.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک اجرايي مسوول ضیافت خټک پرون ناوخته د تورخم د پرانیستل کېدو په اړه رسنیو ته وویل: "پوله سبا له اوو بجو څخه پرانیستل کېږي نو ټول کارکوونکي دې په خپلو شیفټونو کار ته راشي."

د خیبرپښتونخوا په تورخم کې د ګمرک مسوولان همداراز وايي چې د تورخم دروازې له پرانیستل کېدو وروسته به لومړی د دوی له لوري مسافرو او باروړونکي موټرو ته اجازه ورکول کېږي چې د افغانستان خوا ته واوړي.

د دې لارې د بندېدو له کبله سوداګرو په تېره بیا د مېوو او سبزیو افغان سوداګرو ته ډېر مالي تاوان اوښتی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې ريیس خان‌جان الکوزي سوداګرو ته د اوښتي تاوان په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تراوسه پورې په دې یوه هفته کې تقریباً دوه میلیون ډالرو پورې تاوان د دواړو خواوو سوداګرو ته اوښتی دی. هیله ده چې دا ستونزه ژر حل شي."

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې ريیس خان‌جان الکوزی
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې ريیس خان‌جان الکوزی

الکوزی همداراز وايي، که څه هم دوی د تورخم په ځای د غلام خان له لارې پاکستان ته په صادراتو پیل کړی، خو د تورخم لار نسبتاً لنډه ده او سوداګرو ته ارزانه تمامېږي.

ده دا هم وویل چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د وړو سرحدي ستونزو له کبله په اوونیو لارې نه بندېږي نو هیله لري چې د دوو هېوادونو چارواکي خپلې سیاسي ستونزې له سوداګري هغو جلا کړي.

پرون د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان د سفارت له شارژدافېر عبیدالرحمان نظاماني څخه وغوښتل چې ټرانزیټي لارې پرانېزي او د افغانانو نیونې ودروي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل په دې اړه په یوه صوتي پیغام کې وویل: "په دې کتنه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د یادو موضوعاتو 'د تورخم دروازه او د افغانانو نیونې' د حل په اړه ژر تر ژره اقدامات ترسره شي او په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي."

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې په یوه اعلامیه کې د تورخم لارې بندېدا د ښه ګاونډیتوب خلاف ګام بللی او ویلي یې وو چې پاکستان عموماً هغه مهال ټرانزیټي لارې بندوي چې د افغانستان د مېوو او سبزیو د صادرېدو وخت وي.

خو پاکستان د طالبانو د حکومت تور رد کړ او ویې ویل چې د خپلې خاورې د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه نه شي منلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG