د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

بزنس سټنډرډ: افغان طالبانو له پاکستان سره د پولې پر تړل کېدو انتقاد کړی


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو ادارې د یوه راپور له قوله لیکلي چې د یکشنبې په ورځ خپور شوی او په کې راغلي چې افغانستان په نړۍ کې د میتامفیتامین تر ټولو چټک تولیدونکی هېواد دی.

په مقاله کې راغلي چې که څه هم طالبانو د ۲۰۲۱کال په اګست کې واک ته له رسېدو وروسته د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه اعلان کړې، خو بیا هم د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د افغانستان د تریاکو او هیرویینو لوی تولیدونکی هم دی.

مقالې د راپور په حواله لیکلي چې په افغانستان کې د میتامفیتامین تولید د کورني او سیمه ییزې روغتیا او امنیت لپاره مخ په زیاتېدونکی ګواښ دی ځکه کولای شي د معتادینو شمېر لا زیات کړي.

واشنګټن پوسټ په دې مقاله کې د ملګرو ملتونو د راپور په حواله لیکلي چې په افغانستان کې دننه په ټوله کې په ۲۰۱۹کال کې ۱۰۰کیلو ګرامه او په ۲۰۲۱کې نږدې ۲۷۰۰کیلوګرامه میتامفیتامین نیول شوي چې دا د تولید زیاتوالی ښيي.

بزنس سټنډرډ:

بزنس سټنډرډ خپرونې د افغانستان په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: "افغان طالبانو له پاکستان سره د پولې پر تړل کېدو انتقاد کړی دی."

په مقاله کې راغلي، افغان طالبانو روانه اوونۍ د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره له نښتو وروسته له پاکستان سره د افغانستان د مهمې پولې پر تړل کېدو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د سوداګرۍ بندېدل به سوداګرو ته درانه زیانونه واړوي.

د تورخم ګډه پوله د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه وتړل شوه چې پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو پر یو بل ډزې پیل کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې حکومت یې د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل او د دوی پر امنیتي ځواکونو ډزې کول د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل ګڼي.

په مقاله کې زیاته شوې، سلګونه بار وړونکي لارۍ درول شوي او سوداګر شکایت کوي چې کاروبار یې زیانمن شوی دی.

د ۲٦۰۰ کیلومتره پولې سره تړلې شخړې له لسیزو راهیسې د دغو دوو ګاونډیو ترمنځ د لانجې لامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG