د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د نیولو لپاره اقدامات پیلوي


د کراچۍ د یوه زندان مخه کې د دوی ځواکونه او موټر.
د کراچۍ د یوه زندان مخه کې د دوی ځواکونه او موټر.

د پاکستان د سرپرست حکومت صدراعظم وايي چې حکومت یې د افغان کډوالو د نیولو لپاره اقدامات پیلوي.

پاکستان په خپله خاوره یوځل بیا د افغان کډوالو د نیولو په تړاو د تازه هڅو د پیلېدو خبره کوي.

په دې هېواد کې د سرپرست حکومت صدارعظم انوارالحق کاکړ د دوشنبې په ورځ له اج تلوېزیون سره په یوې مرکه کې ویلي چې دوی په پاکستان کې د هغه افغانانو پر وړاندې چې قانوني اسناد نه لري د نیولو یو لړ نوي اقدامات پیلوي.

کاکړ په دې مرکه کې ویلي: "هغه برخه افغانان چې هغوی سره هېڅ ډول د اوسېدلو لپاره قانوني اسناد نه شته، د دوی لپاره موږ ځینې اقدامات پیلوو. هغه بهرنیان چې قانوني اسناد نه لري باید د پاکستان خاوره پرېږدي."

د پاکستان سرپرست حکومت صدارعظم انوارالحق کاکړ
د پاکستان سرپرست حکومت صدارعظم انوارالحق کاکړ

کاکړ ویلي چې د دوی د ثبت شویو شمېرو پر بنسټ په دغه هېواد نږدې ۵۰۰ سوه زره افغانان له قانوني اسنادو سره ژوند کوي.

له دې سره خوا کې د پاکستان په سند ایالت کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادي راډيو ته وویل چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې شاوخوا ۳۰۰ افغانان نیول شوي دي.

هغه ویلي: "شاوخوا ۳۰۰ کسان نیول شوي او دوسیې یې محکمې ته استول شوي، چې له دې ډلې ۲۰ تر ۳۰ خوشي شوي او پاتې نور زندان ته استول شوي دي."

نوموړې زياته کړه چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

په همدې حال کې په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد لري وايي، پاکستاني پولیسو نیولي او د پیسو په بدله کې یې بېرته خوشې کړي دي.

افغان کډوال محمد اسماعیل ازادي راډیو ته وویل: "کومه سیمه کې چې زه اوسېږم دلته پولیس راغله، کور په کور د افغان کډوالو اسنادونه لکه پاسپورټ، ویزه او د پولیسو راجسټرېشن کارت یې ولیده، بیا یې ویل دغه اسناد راوخلئ زموږ مشر یې چېک کوي، نو د خپل مشر لپاره موږ په یو میدان کې راټول کړو، خو هلته د دوی مشر نه و، ټول همدوی خپله وو. بیا یې موږ ته وویل چې تاسو درې سوه متره وړاندې یو بل ځای دی هلته راشي دغه اسناد به هلته چېک کړو، هلته چې لاړو له کورونو لرې د زندانیانو یو موټر یې درولی و او موږ هغې ته پورته کړو، له ډېرو چنو وروسته یې موږ نه لس لس زره روپۍ واخیستې او بیا یې خوشې کړو."

یو بل افغان کډوال نادر سعیدي بیا وایي، دلته پاکستاني پولیس له افغانانو سره چې قانوني اسناد هم ولري سم چلند نه کوي.

هغه وویل: "د پاکستان د پولیسو له‌خوا دغه ډول نیول زموږ لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده. زه یو افغان کډوال یم چې په پاکستان کې د خپل کېس د مخ‌ته وړولو لپاره راغلی یم. دلته په افغان کډوالو باندې ستونزې زیاتې راغلي او دا ټول د پاکستان پولیسو او حکومت کار دی."

په پاکستان کې د دې هېواد د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو تازه لړۍ داسې مهال پیل شوي چې د تېرې اوونۍ چهار شنبې په ورځ پاکستاني پوځیان او طالبان ځواکونو ترمنخ په تورخم کې له دوساعته جګړې او دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو وروسته دغه دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه چې لا هم نه ده پرانیستل شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG