د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د تورخم دروازې د تړلو دوام او د پاکستان نوې ادعا: طالبان زمونږ پر خاوره د یرغل هڅه کوي


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

په تورخم کې د تېرې اوونۍ د ډزو په تړاو پاکستان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د ناقانونه ودانیو په جوړولو سره د دغه هېواد پر خاوره یرغل وکړي.

د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د یوې 'ناقانونه' ودانۍ په جوړولو سره هڅه کړې چې د دغه هېواد په خاورې برید وکړي.

اسلام اباد د طالبانو ځواکونه په هغه پېښه کې په 'بې توپیره ډزو' تورن کړل چې تېره اوونۍ د تورخم بندر د تړل کېدو لامل شو.

خو د طالبانو حکومت له دې پېښې وروسته وویل چې د دوی ځواکونو د افغانستان په خاوره کې یوه پخوانۍ پوسته رغوله چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې وکړې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل او پر طالب امنیتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل بللی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د استازو ترمنځ د مشورتي ناستې لپاره اسلام اباد ته تللی، د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان د خصوصي سکتور استازو سره د بندرونو د پرله پسې بندېدو په اړه خبرې کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی

هغه وویل: "موږ د پاکستان له خصوصي سکتور سره ناسته لرو. موږ له کراچۍ، لاهور او پېښور څخه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې د بورډ غړي رابللي دي، پر دې خبرې کوو چې دا ډول وضعیت د دواړو هېوادونو لپاره زیانمن دی او موږ په دې اړه بحث کوو. دې خلکو ته باید یو مشخص وړاندیز کوو چې وروره! تاسو دا د 'بندرونو بندول' هر وخت د مېوو په موسم کې کوئ او په راتلونکي کې باید داسې ونه شي."

د تورخم دروازه د چهارشنبې ورځې له ډزو وروسته چې دواړو غاړو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، بنده ده.

د بندر دواړو غاړو ته په سلګونو باروړونکي موټر درول شوي، سوداګرو ته په سلګونه زره ډالره زیان اوښتی دی او ډېری خلک وزګار شوي دي.

بل‌خوا د ننګرهار سلګونو سوداګرو او اوسېدونکو پرون د تورخم بندر د تړل کېدو پر ضد لاريون وکړ.

د بندر دواړو غاړو ته په سلګونو باروړونکي موټر درول شوي، سوداګرو ته په سلګونه زره ډالره زیان اوښتی دی او ډېری خلک وزګار شوي دي.
د بندر دواړو غاړو ته په سلګونو باروړونکي موټر درول شوي، سوداګرو ته په سلګونه زره ډالره زیان اوښتی دی او ډېری خلک وزګار شوي دي.

د مېوې او سبزیجاتو لسګونه لارۍ چې پاکستان ته تللې وې د بندر له تړل کېدو وروسته بېرته جلال اباد ښار ته ستنې او بار یې په لیلام کې په ټیټه بیه وپلورل شو.

د تورخم دروازې د بندېدو دوام؛ په تازه مېوو او سبزیو بار موټرې جلال‌اباد ته ستنې شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

د پاکستانۍ مېوې لکه کېلې او ام په سلګونو لارۍ بار چې افغانستان ته راروانې وې، هم د تورخم بندر بلې غاړې ته په لنډي کوتل کې بندې شوي او د سوداګرو په وینا دا مېوې خرابې شوي دي.

د تورخم دروازې د خلاصولو لپاره د طالبانو او پاکستاني حکومت د استازو ترمنځ د یکشنبې په ورځ خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلي.

په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمیسار مولوي عصمت‌الله یعقوب له‌خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي، خو د ټولو ستونزو د هواري په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به دا لویه لار کله پرانیستل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG