د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ د تورونو تبادله کېدل؛ سرحدي لانجې لا هم حل شوي نه دي


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

په وروستیو کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر ځینو مسایلو سیاسي اختلافات زیات شوي چې ورسره د دوی ترمنځ د تورونو لګولو لړۍ هم چټکه شوې ده.

د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ لا هم ځینې لانجې حل شوي نه دي او پرون هم له دواړو لوریو تازه تورونه تبادله شول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون سې شنبه ویلي، په تورخم کې د تېرې اوونۍ برید لومړی د پاکستان له لوري پیل شو.

هغه اسوشېټېډپرېس آژانس ته ویلي: "کله چې پر موږ حمله وشوه، له خپل ځانه مو دفاع وکړه او دا زموږ حق دی."

خو پاکستان بیا د تېرې چهارشنبې د شخړې د پیل ملامتي پر طالبانو اچوي او وايي، طالبانو د پاکستان په خاوره کې تاسیسات جوړول چې پاکستان یې مخه نیوله.

خو د طالبانو حکومت له دې مخکې ویلي وو چې سرحدي ځواکونو یې د تېرې چهارشنبې په ورځ په خپله خاوره کې یوه پخوانۍ پوسته رغوله چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې وکړې.

له دې پېښې وروسته تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې چې په دواړو غاړو راګیر پاتې شویو مسافرو او په بېلابېلو مالونو یا هم مېوو بار موټرو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.

ځینو خبریالانو راپور ورکړی چې د تورخم دروازې د بیا پرانیستل کېدو په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ دوه وارې مذاکرات شوي، خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

د خیبر ضلعې مرستیال کمېشنر جمال ناصر ویلي، په هغه غاړه کې د لاریو او ټېلرو په ګډون ۱۳۰۰ موټرونه له تورخم دروازې اوښتو ته انتظار دي.

د تورخم دروازې دواړو غاړو ته سلګونه موټرې ولاړ دي.
د تورخم دروازې دواړو غاړو ته سلګونه موټرې ولاړ دي.

د کړکېچ په دوام پرون په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې ظاهراً د طالبانو وسله‌وال د تورخم پر لوري د تګ په حال کې ښيي.

په ویډیو کې چې ازادي راډیو یې کره‌والی نه شي تاییدولی، د محمد په نوم یو تن وايي: "پر پاکستان جنګ دی، الحمدلله، دغومره خاوره هم پاکستان ته نه پرېږدو. د اسلامي امارت مجاهدین د پاکستان په وړاندې مقاومت ته تیار دي."

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پرون ویلي، که په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې وسلې په خیبرپښتونخوا او نورو ایالتونو کې افراطي وسله‌والو ته په لاس ورغلي وي، دا به ډېر خطرناک عواقب ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک حملې زیاتې شوي او د هغه هېواد پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ بیا چټکه کړې ده.

په سند ایالت کې د افغان کډوالو د حقونو مدافع منیزې کاکړ تېره شپه په خپل ایکس شبکه کې لیکلي چې له تېرې شنبې یوازې په کراچۍ کې شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال نیول شوي، حال دا چې ګڼ یې په پاکستان کې د استوګنې قانوني کارډونه او نور اسناد لري.

د هغې په وینا، له دې جملې افغانانو څه باندې ۱۰۰ یې محکمې ته حاضر کړای شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG