د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

امریکا: په افغانستان او پاکستان کې القاعده شبکه له تاریخي ځوړ سره مخ ده


ارشیف: د القاعده شبکې یو شمېر جنګیالي
ارشیف: د القاعده شبکې یو شمېر جنګیالي

د امریکا د متحده‌ ایالاتو د ترهګرۍ ضد ملي مرکز وايي، په افغانستان او پاکستان کې القاعده شبکه له تاریخي ځوړ یا رکود سره مخ ده او بیا راپورته کېدل يې ناشوني دي.

په امریکا کې دننه پر بېلابېلو هدفونو باندې د القاعده شبکې له مرګوني بريدونو له ۲۲ کلونو تېرېدو وروسته، د امریکا د استخباراتو وروستۍ ارزونې ښیي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د جګړې په پایله کې دغه ډله په عملي توګه ناتوانه شوې او نور په امریکا د برید توان نه‌لري.

د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي مرکز مشرې کریسټي ابی زید د دوشنبې په ورځ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د ترهګریزو بریدونو د ۲۲مې کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې وویل، القاعده په افغانستان او پاکستان کې په خپل تاریخي رکود کې ده او بیا را پورته کېدل يې ناشوني دي.

د القاعده شبکې مشران. د عکس ښي لور ته اسامه بن لادن او چپ لور ته ایمن الظواهري. دغه عکس د ۱۹۹۸ کال د اګست په دوهمه اخیستل شوی دی.
د القاعده شبکې مشران. د عکس ښي لور ته اسامه بن لادن او چپ لور ته ایمن الظواهري. دغه عکس د ۱۹۹۸ کال د اګست په دوهمه اخیستل شوی دی.

هغې زیاته کړې چې القاعدې هدف ته د رسېدو وړتیا، د رهبرۍ مهارتونه، د ډلې یووالی، د ټیټو او لوړو رتبه‌و ترمنځ ژمنتیا او یو مناسب محلي چاپېریال له لاسه ورکړی دی.

نوموړې دغه موارد د امریکا او د هغې د ملګرو د بریا د بېلګې په توګه ياد کړي دي.

په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې د القاعده شبکې ۱۹ ترهګرو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې، دوه الوتکې یې په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز له دوو برجونو سره وجنګولې، یوه بله الوتکه یې واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت سره نږدې له یوې ودانۍ سره ووهله، څلورمه الوتکه په پنسلوانیا کې نسکوره شوه.

په دغو بریدونو کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.

دا پېښې د دې لامل شوې چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه اعلان کړي او د القاعدې شبکې د له‌منځه وړلو په موخه، چې مشر یې اسامه بن لادن د طالبانو د لومړي واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې اوسېده، پر دې هېواد بريد وکړ.

د سپټمبر ۱۱مه پر امریکا د القاعده د بریدونو ۲۲مه کالیزه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

مخکې تر دې د متحده ایالاتو د کورني امنیت د تروریزم سره د مبارزې همغږي کوونکي نیکولاس راسموسن د مارچ په میاشت کې وویل چې په متحده ایالاتو باندې د د سپټمبر د ۱۱ مې برید په شان بل برید به "تقریبا د تصور وړ نه وي.

خو ټول په افغانستان کې د القاعدې د له‌منځه وړلو په اړه د متحده ایالاتو په څېر خوشبین نه‌دي.

د ملګرو ملتونو د جون مياشتې په راپور کې خبرداری ورکړل شوی و چې افغانستان یو ځل بیا د القاعدې لپاره په جنت بدل شوی او دغې ترهګرې شبکې خپل جنګیالي له څو محدودو غړو څخه تر ۶۰ لوړپوړو چارواکو او تر ۴۰۰ ډېر جنګیالي، په لږ تر لږه پنځه ولايتونو کې روزنيز کمپيونه زيات کړي او د افغانستان په څلورو نورو ولایتونو کې یې خوندي پټن‌ځایونه جوړ کړي دي.

بل پلو یو شمېر امنیتي او پوځي کارپوهان په افغانستان کې د القاعده شبکې د حضور په اړه د امریکا د تروریزم ضد مبارزې د ملي مرکز له څرګندونو سره موافق نه‌دي.

د امنیتي چارو کارپوه اسحاق اتمر ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو شلو کلونو کې نه یوازې دا چې القاعده له منځه نه‌ده تللې، بلکې نورو ترهګرو ډلو هم په سیمه کې وده کړې او د دغو ډلو ډېری برخه له القاعدې سره نږدې اړیکې لري."

د امنیتي چارو کارپوه اسحاق اتمر
د امنیتي چارو کارپوه اسحاق اتمر

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي، په سیمه کې تروریستي شبکې چې پخوا له القاعده سره تړاو درلود، مخ په زیاتېدو دي.

هغه وویل: "له هغه وخته چې القاعده شبکه د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو تورنه شوه، په حقیقت کې یې سقوط پیل شو او د مدیریت له نظره په بشپړه توګه فلج شوه، خو نورې ډېرې پیاوړې شبکې، چې ځینې یې شاید پخوا د القاعدې غړي وو، اعلان وکړ چې دوی فعال دي او ګوندي سازمانونه لري، ښايي د سیمې او نړۍ استخبارات له دغو ډلو سره مبارزه کې ښکېل وي."

اسامه بن لادن چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو اصلي طرحه کوونکی و، د ۲۰۱۱ کال د مې د میاشتې په دویمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.

ایمن‌الظواهري چې د اسامه بن لادن ځای ناستی او د دې شبکې دوهم مشر و، د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې ووژل شو.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو شتون او فعالیت رد کړی او تل یې ټینګار کړی، چې اجازه به ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

له دې سره سره د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم وخت په وخت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښمن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG