د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

ایا د سپټمبر د نهمې او یوولسمې پېښې له یوبل سره تړلي دي؟


قوماندان احمدشاه مسعود چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په نهم په تخار کې د یوې چاودنې پر مهال ووژ شو.
قوماندان احمدشاه مسعود چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په نهم په تخار کې د یوې چاودنې پر مهال ووژ شو.

د سپټمبر نهمه او یوولسمه د افغانستان لپاره خورا مهمې ورځې دي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۹مه چې د سنبلې له اتلسمې سره برابره ده نامتو جهادي قوماندان احمدشاه مسعود په داسې حال کې چې د هېواد د قلمرو پر څه دپاسه نوي سلنه طالبان واکمن وو، د تخار ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې ظاهراً له دوو عرب خبریالانو سره د تلوېزیوني مرکې پرمهال د کمرو د چاودونې په نتیجه کې ووژل شو.

له دې پېښې دوه ورځې وروسته د سپټمبر په یوولسمه په نیویارک ښار کې د نړیوالې سوداګرۍ د مرکز د دوو ودانیو او پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته نژدې د امریکا د دفاع وزارت د ودانۍ په ګډون په متحدوایالاتو کې یو شمېر اهداف د تښتول شویو الوتکو په وسیله په نښه شول.

متحدوایالاتو په دې تروریستي حملو، د القاعده د هغه مهال مشر اسامه بن لادن تورن کړ او طالبانو ته یې خبرداری ورکړ چې نوموړی چې هغه مهال په افغانستان کې اوسېده امریکا ته وسپاري، خو طالبانو چې امیرالمومنین یې هغه مهال ملامحمدعمر و، د بن لادن له سپارلو ډډه وکړه.

اسامه بن لادن
اسامه بن لادن

له دې سره د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ د پرځېدو زنګونه وکړنګېدل ځکه د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش د اکټوبر په اوومه په یوه وینا کې وویل چې خپلو ځواکونو ته یې پر افغانستان د برید امر کړی.

هغه ویلي و: "مازدیګر مو په خیر، د امریکا پوځ زما په امر، په افغانستان کې د القاعده پر تروریستي کمپونو او د طالبانو د رژیم پر پوځي تاسیساتو د برید د پیل هدایت ترلاسه کړ. دا په دقت سره سنجول شوې حملې د دې لپاره پلان شوې دي چې د تروریستي عملیاتو د ځالې په توګه د افغانستان د کارولو مخنیوی وشي."

بوش وویل چې د نړۍ شاوخوا څلوېښت هېوادونه په دې عملیاتو کې له امریکا سره مرسته کوي.

د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش
د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش

په کابل کې د شپې اته بجې او ۵۷ دقیقې وې چې د امریکا د لومړیو بمي چاودنو غږ واورېدل شو.

د امریکا د پوځي عملیاتو په پایله کې د طالبانو مشران له افغانستانه ووتل او نظام یې وپرځېد او د القاعده شبکې مشر د هېواد په ختیځ کې د سپین غره د تورې بوړې له مشهورۍ لارې پاکستان ته واوښت چې په ایبټ آباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې تر وژل کېدو پورې همالته و.

د امریکا له پوځي یرغل وروسته په افغانستان کې د ۶ میاشتو په مخه موقته اداره جوړه شوه چې مشري یې حامدکرزي کوله.

موقت حکومت په لومړنۍ بېړنۍ لویه جرګه کې احمدشاه مسعود ته د ملي اتل لقب ورکړ او د سپټمبر نهمه یا د دوږي اتلسمه یې د شهیدانو اونۍ ونوموله.

له دې وروسته د جمهوري نظام تر پرځېدو پورې به هرکال د مسعود د ترور ورځ د حکومت له خوا د شهید د ورځې په توګه لمانځل کېده او د احمدشاه مسعود پلویانو به د کابل او نورو لویو ښارونو په لارو او کوڅو کې د دې ورځې د نمانځنې په پلمه خپل پوځي زور نندارې ته وړاندې کاوه.

د سیاسي چارو شنونکی او د برلین د کلتوري ډيپلوماسۍ پوهنتون استاد اسحق اتمر د سپټمبر له ۱۱مې وروسته د افغانستان تحولاتو ته د اشارې په ترڅ کې وايي چې د سپټمبر د نهمې او یوولسمې پېښې له یوبل سره تړلې دي.

د سیاسي چارو شنونکی او د برلین د کلتوري ډيپلوماسۍ پوهنتون استاد اسحق اتمر
د سیاسي چارو شنونکی او د برلین د کلتوري ډيپلوماسۍ پوهنتون استاد اسحق اتمر

هغه وویل: "دا چې امریکا افغانستان ته راغله او شل کاله پاتې شوه، دا د یوه مخکیني پلان له مخې شوی. له ځینو نورو شواهدو هم ښکاري او خپله ځینې امریکايي تحلیلګران هم دا مني چې د دې دواړو ترمنځ یو مستقیم ارتباط موجود و."

د ۲۰۰۴ کال د اکټوبر په ۲۹مه اسامه بن لادن چې هغه مهال لا ژوندی و، په یوه ویډیويي پیغام کې چې الجزیرې تلوېزیون خپور کړ، د سپټمبر د یوولسمې د حملو مسوولیت ومانه، خو پر دې پېښه د نژدې ۲۲ کلونو له اوښتو وروسته د مسعود د قتل عوامل لاهم تت پاتې دي.

د ۲۰۰۱ کال په پای کې د حامدکرزي په مشرۍ د موقتې ادارې له جوړېدو وروسته د دې قضیې په اړه د څېړنو لپاره یوه کمېسیون ته دنده وسپارل شوه او په راوروسته کلونو کې بیا بیا په دې اړه ډېرې ژمنې وشوې خو د هغه نظام د واکمنۍ ترپایه د کتاب دا څپرکی بیا چا خلاص نه کړ.

د احمدشاه مسعود ځینې نژدې ملګري وايي چې نوموړی ده ته د یو شمېر نژدې کسانو له خوا او د قدرت پرسر د لانجې د هڅو په ترڅ کې وژل شوی، خو په دې اړه کره شواهد هېچا نه دي وړاندې کړي.

د افغانستان د مقاومت ملي جبهه چې مشري یې احمد مسعود کوي اوس چې طالبان یوځل بیا پر افغانستان واکمن شوي دي د احمدشاه مسعود له نظار شورا څخه پاتې میراث پاتې دی.

نظار شورا د نوییمې میلادي لسیزې د شمالي ټلوالې په نوم د هغه ایتلاف برخه وه چې د طالبانو د حکومت پرضد یې جګړه کوله.

احمد مسعود
احمد مسعود

د مقاومت جبهې یوه غړي شمس الحق آریانفر له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې د مسعود د قتل توطیه او د سپټمبر د یوولسمې پېښه د یوه ځنځیر کړۍ وې.

هغه وویل: "د احمدشاه مسعود په شهادت کې بې له شکه طالبانو عملي ونډه درلوده، خو دا پروژه تردې ډېره لویه وه. ځکه د احمدشاه مسعود شتون د دې سبب کېده چې هغه نړۍ چې په افغانستان کې یې غرضونه او مرضونه درلودل، نه شوای کولای دلته راشي. دا چې ویل کېږي له دننه څخه وژل شوی هسې خبرې دي."

آریانفر وايي چې مسعود په خپلو ملګرو کې دښمنان نه درلودل، مګر د اتمر په باور مسعود د یوه نړیوال پلان په اساس، خو د خپلو ملګرو په وسیله وژل شوی دی.

اتمر وویل: "احمدشاه مسعود د یوې توطیې په نتیجه کې ترور شوی دی. دا توطیه د لویو قدرتونو له خوا جوړه شوې وه او البته د ده د ملګرو په همکارۍ ترسره شوې ځکه وروسته له دې چې دی وژل کېږي تر ننه پورې حتی چې کله د ده ملګري هم په قدرت کې وو، د دې دوسیې د تعقیب مسئله همداسې پټه پاتې ده او په اړه یې بحث نه دی شوی."

د سپټمبر نهمه او یوولسمه نه یوازې په افغانستان کې د جهادي ډلو او په سر کې د پخوانۍ شمالي ټلوالې لپاره چې په تېرو څه باندې درېیو لسیزو کې یې د افغانستان په سیاسي ډګر کې لویه ونډه درلوده، بلکې د طالبانو لپاره چې هغه مهال پر دې هېواد واکمن و، هم خورا زیات اهمیت لري.

سږکال دا ورځ داسې مهال رارسېدلې چې طالبان واکمن دي او پر افغانستان د واکمنېدو لپاره نه د مسعود د اوږدمهالو او ستراتېژیکو پلانونو څرک لګي او نه د هغې ډیموکراسۍ چې امریکا او متحد حکومت یې د سپټمبر د یوولسمې په نتیجه کې د نوي نظام له راتلو وروسته د افغانستان لپاره غوښته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG