د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: القاعده د طالبانو حکومت په ادارو کې نفوذ کړی


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې مخکېنۍ غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې مخکېنۍ غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور ورکړی چې القاعده د لوړپوړو طالب چارواکو په ملاتړ د طالبانو د حکومت په دولتي ادارو کې نفوذ کړی دی.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته د طالبانو حکومت په وار وار د القاعده په ګډون له هر ډول ترهګرو ډلو سره اړیکې رد کړي، خو ملګري ملتونه وايي، طالبان او القاعده شبکه لا هم نږدې اړیکي پالي او اوسمهال د دغه شبکې غړي له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو د ژمنې له امله چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې په افغانستان کې پټ فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې د تحلیل او څارنې ډلې د طالبانو د فعالیت په اړه په خپل ۳۲ م څېړنیز راپور کې چې نن خپور شوی لیکلي چې القاعده د لوړپوړو طالب چارواکو په ملاتړ د طالبانو د حکومت په دولتي ادارو کې نفوذ کړی او د طالبانو او القاعده ترمنځ اړیکې د متقابلې همغږۍ پر بنسټ ولاړې دي.

د طلبانو بیرغ
د طلبانو بیرغ

دغه تازه راپور چې تر ډېره د داعش خراسان څانګې او القاعده شبکې د اړوندو کسانو په اړه دی، وايي، د القاعده مشران هڅه کوي چې له هغه وسله‌والو ډلو سره اړیکې پیاوړې کړي چې په افغانستان کې فعال دي، خو بهرنۍ ریښې لري.

راپور د ازبکستان اسلامي غورځنګ، شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ او جماعت انصارالله وسله‌والو ډلو غړو یادونه کوي چې په افغانستان کې یې وړاندې تر دې هم د موجودیت راپورونه ورکول شوي دي.

راپور وايي چې القاعده له دې لارې په منځنۍ اسیا کې د خپل نفوذ او د امن‌ځایونو د جوړولو هڅه کوي.

په راپور کې راغلي چې القاعده شبکه د افغانستان په ختیځ کونړ او نورستان کې د نویو روزنځایونو د جوړولو په حال کې ده او دغه شبکه افغانستان د یوې اډې په توګه کاروي تر څو نوي جنګيالي جذب کړي.

د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې د تحلیل او څارنې ډلې په راپور کې په افغانستان کې د القاعده شبکې د مرکزي هستې غړي له ۳۰ تر ۶۰ تنو او د غړو شمېر ۴۰۰ کسان اټکل شوي چې د راپور پر بنسټ د کورنۍ د غړو او پلویانو په شمول یې دوه زره کسانو ته رسېږي.

په یاد رپوټ کې دا اندېښنه هم ښودل شوې چې که په افغانستان کې بې ثباتي راځي القاعده به پیاوړې شي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو خبر ورکړی او ویلي دي چې د دغه وسله‌والې ډلې وروستۍ ریښې هم د له‌منځه تللو په حال کې دي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې د تحلیل او څارنې ډلې په راپور کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د موجودیت په اړه اندېښنه ښودل شوې او په کې راغلي چې داعش اوس د طالبانو او نړیوالو اهدافو پر ضد له پخوا پېچلی عمل کوي.

د داعش ډلې بیرغ
د داعش ډلې بیرغ

راپور، داعش ډله په افغانستان او سیمه کې نوی ترهګريز ګواښ بللی او په کې راغلي چې دغه ډله اوسمهال په افغانستان کې په خپلو ډېرېدونکو وړتیاوو کار کوي.

په راپور کې د داعش ډلې د غړو شمېر د دوی له کورنیو سره د څلور او شپږ زره کسانو تر منځ اټکل شوي او د عملیاتو د مشر نوم یې مولوي رجب یاد شوی، خو په راپور کې د مولوي رجب په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې د تحلیل او څارنې ډلې د نوي راپور په یو ټویټ کې رد کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

هغه وویل: "د امنیت شورا هغه راپور حقیقت نه لري چې په کې ادعا شوې اسلامي امارت له القاعدې سره اړیکې لري. د القاعدې تنظیم اوس په افغانستان کې هېڅ ډول شتون نه لري، په دې اړه راپورونه ناسم دي. اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت په ضد وکاروي."

خو څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې القاعده اوس په افغانستان کې شتون نه لري.

جوبایډن ټینګار کړی چې امریکا به د دې شبکې د له‌منځه وړلو لپاره له طالبانو څخه مرسته ترلاسه کړي.

د یادولو ده چې د تېر ۲۰۲۲میلادي کال د جولای میاشت په ۳۱ نېټه په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړو د موجودیت په اړه اندېښنې راپیدا کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG