د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د سپټمبر ۱۱مه؛ ایا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې اصلي هدف ترلاسه شوی؟


د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې انځور چې په نیویارک کې د یوې برمته شوې الوتکې له غورځېدو وروسته د نړیوال سوداګریز مرکز دویم برج اور واخیست.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې انځور چې په نیویارک کې د یوې برمته شوې الوتکې له غورځېدو وروسته د نړیوال سوداګریز مرکز دویم برج اور واخیست.

نن پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو ۲۲ کاله پوره شول.

هغه جګړه چې د امریکا متحده ایالاتو له دغو بریدونو وروسته په افغانستان کې پیل کړه، نږدې شل کاله یې دوام وکړ.

په افغانستان کې د امریکا له لوري د تروریزم ضد جګړې ته د ۲۰۲۱ کال د اګست په پای کې هغه مهال د پای ټکی کېښودل شو چې ټول امریکایي ځواکونه د دې میاشتې ترپایه له دې هېواده ووتل او طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول.

امریکایي متقاعد جنرال کینیټ فرانک مککنزي چې په افغانستان کې یې د دغې جګړې د پای ته رسولو چارې سمبالولې په دې باور دی چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن تګلاره یوه لویه تېروتنه وه چې د ده په خبره تاریخي پایلې به ولري.

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ دغه پخواني قومندان دغه څرګندونې له امریکایي فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې، کړي.

نوموړي ویلي، دی ډېر خواشینی په دې دی چې ولې دغه جګړه په افغانستان کې دا ډول پای ورسېده.

جنرال مککنزي وایي، له افغانستان د وتلو لومړنۍ پرېکړه غلطه وه او زیاتوي: "د خپلو محاربو ځواکونو د ایستلو په اړه له پرېکړې سره سم مو ونه شو کولای چې له افغانستانه خپل ټول خلک، د سفارت پرسونل، خپل امریکایي وګړي او له خطر سره مخ افغانان وباسو."

د جنرال مککنزي په باور جدي تېروتنې مستقیماً د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پېښو ته زمینه برابره کړه.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر لا بشپړ شوی نه و چې د اګست په ۱۵مه طالبان کابل ته ننوتل او د همدې میاشتې په ۲۶مه د کابل په هوایي ډګر کې په یوه انتحاري برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

که څه هم مککنزي په دې اړه چې له افغانستانه وتل به څه ډول تاریخي پایلې ولري نور جزییات نه دي ورکړي، خو یو شی چې ښکاره دی هغه دا چې طالبان چې امریکا یې لومړنۍ واکمني په ۲۰۰۱ کال نسکوره کړې وه او د پاتې شونو پر وړاندې یې څه کم دوه لسیزې جګړه مخ ته یووړه، بېرته پر افغانستان واکمن شول.

امريکا او بریتانيا په ګډه د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په اوومه نېټه افغانستان باندې بريد وکړ او له دې سره يې افغانستان کې تر ټولو اوږده جګړه پيل کړه.
امريکا او بریتانيا په ګډه د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په اوومه نېټه افغانستان باندې بريد وکړ او له دې سره يې افغانستان کې تر ټولو اوږده جګړه پيل کړه.

طالبانو چې د سپټمبر د ۱۱مې د حملې اصلي طراح، د القاعده مشر اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه، د دې شبکې دوهم مشر یې ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱ په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول.

په کابل کې د القاعده د دغه مشر له اوسېدو سره د طالبانو د هغې ژمنې په اړه پوښتنې راپورته شوې وې چې د ۲۰۲۰م کال د دوحې په تړون کې یې له امریکایي لوري سره کړې دي.

د پاکستان په زړه اسلام سره اباد سره نږدې ایبټ اباد کې هغه کور چې د ۲۰۱۱م کال د مې میاشتې پر دوهمه په‌کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو.
د پاکستان په زړه اسلام سره اباد سره نږدې ایبټ اباد کې هغه کور چې د ۲۰۱۱م کال د مې میاشتې پر دوهمه په‌کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو.

طالبان باید له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړې، هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې متحدو ایالتونواو نورو متحدینو ته یې ګواښ متوجه کړي، د دغه تړون څو اساسي موارد دي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو اوواک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره په دې وروستیو کې په دې هېواد کې د القاعده په ګډون د شاوخوا شلو ترهګرو ډلو د حضور راپورونه ورکړل شوي دي.

ځینو امریکایي جګپوړو چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې د امریکا د استخباراتو وروستۍ څېړنه ښیي چې لرې بریښي چې القاعده دې نوره وکولای شي چې په افغانستان او پاکستان کې بیا ځان احیا کړي، خو د اسلامي دولت ډله یا داعش یې یو ګواښ بللی دی.

دغه څرګندونې دوو جګپوړو امریکایي چارواکو چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، د تېرې جمعې په ورځ خبریالانو ته کړي دي.

امریکایي 'سي این این' تلوېزیون په خپله ویبپاڼه کې په یوه مطلب کې ویلي چې یوه چارواکي خبریالانو ته ویلي چې د دې امکان چې القاعده دې وګولای شي له افغانستان یا پاکستانه متحدو ایالتونو ته ګواښ متوجه کړي، په وروستیو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی.

ايمن الظواهري چې د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتې پر ۳۱مه د کابل په یوه کور کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
ايمن الظواهري چې د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتې پر ۳۱مه د کابل په یوه کور کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

هغه ویلي یو علت یې دا دی چې له افغانستانه امریکایي ځواکونه وتلي او القاعده خپل هدف چې هغوی په نښه کړي، له لاسه ورکړی او بل دا چې د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د دې شبکې د مشر ایمن الظواهري په وژل کېدو سره دغې شبکې د مشرتابه وړتیا او ستراتیژیک لارښود له لاسه ورکړي دي.

پوښتنه دا ده چې ایا په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې القاعده شبکه په رښتیا دومره ځپل شوې چې نوره له سیمې امریکا ته ګواښ نه‌شي پېښولی؟

د سیاسي چارو افغان شنونکی حکمت اعظمي وایي، په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د القاعده د مشرانو په ګډون د دې شبکې مهم غړي یې له منځه وړل شوي، خو دغه شبکه بشپړه له منځه نه ده وړل شوې.

د اعظمي په باور د امریکا لپاره دا مهمه وه چې د القاعده هغه مشران چې پر امریکا د سپټبمبر د ۱۱مې په بریدونو کې یې لاس درلود، له منځه یوسي، خو دا چې د تروریزم په وړاندې د امریکا جګړه دې بشپړه بریالۍ وبلل شي، دی په دې شک کوي.

هغه زیاته کړه: "دا چې د تروریزم هغه ټول نیټ ورک او هغه تهدید دې له منځه وړل شوی وي، زه فکر کوم چې دا ډول محاسبه به یو څه اشتباه وي. که چېرې په اوسني حالت کې د تروریزم او تروریستي ګروپونو شتون ته وګورو، هغې ته په کتو زه فکر کوم چې دا سل په سله کامیابي نه وه. اوس هم د تروریزم او تروریستي ګروپونو جدی تهدید امریکا او نړۍ ته متوجه دی."

د طالبانو سرتېري
د طالبانو سرتېري

متحده ایالات، چې اوس په افغانستان کې پوځي حضور نه لري ایا کولای شي له دې هېواد یا سیمې څخه د تروریستي احتمالي ګواښ مخه ونیسي؟

اعظمي په دې نظر دی چې ۲۰۲۳ کال هغه د ۲۰۰۱ کال نه دی او زیاتوي، هغه مهال که امریکا په دودیزې جګړې سره د تروریستي ګواښ د له منځه وړلو هڅې پیل کړې، اوس نوې تکنالوژي لري چې له لرې واټن څخه کولای شي، احتمالي ګواښ له منځه یوسي. یوه بېلګه یې هم د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په ذریعه په کابل کې د القاعده د مشرد ځای ناستي ایمن الظواهري وژل کېدل و.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د تېرې زمري میاشتې په لومړیو کې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي وو چې القاعده شبکه تراوسه په افغانستان کې فعاله ده او د لوړپوړو طالب چارواکو په ملاتړ یې په ځینو دولتي ادارو کې هم نفوذ کړی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال دغه راپور له حقیقته لیرې بللی او ویلي وو چې حکومت يې له القاعده شبکې سره هېڅ اړیکې نه لري.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

مجاهد یوځل بیا ټینګار کړی و چې د طالبانو حکومت به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ متوجه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG