د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

د ملګرو ملتونو متخصصان: داعش په افغانستان کې تر ټولو جدي ګواښ ګڼل کېږي


ارشیف: د داعش د یوه وسله وال غړي د دې ډلې بیرغ پورته کړی.
ارشیف: د داعش د یوه وسله وال غړي د دې ډلې بیرغ پورته کړی.

د ملګرو ملتونو د متخصصانو یوې ډلې، چې د داعش پر فعالیتونو څارنه کوي، امنیت شورا ته ویلي چې داعش لا هم په افغانستان، سوریې او عراق کې فعالیت کوي، خو تر ټولو ډېر ګواښ افغانستان ته پېښوي.

د ملګرو ملتونو متخصصانو په یوه راپور کې ویلي چې د اسلامي دولت یا داعش ډله لا هم په عراق او سوریه کې په خپلو پخوانیو اډو کې له ۵ زره تر ۷ زره غړي لري او وسله‌وال یې نن سبا په افغانستان کې تر ټولو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

پر دې ډلې د ملګرو ملتونو څارونکو متخصصانو په هغه راپور کې، چې پرون ځینو رسنیو خپور کړ، ویلي چې د روان ۲۰۲۳ په لومړیو شپږ میاشتو کې د داعش ګواښ په جنګي سیمو کې زیات او په غیرجنګي سیمو کې کم و.

د کابل په اتمه حوزه کې د داعش وسله ولو پر ضد د طالبانو د عملیاتو یو انځور. 14 February 2023
د کابل په اتمه حوزه کې د داعش وسله ولو پر ضد د طالبانو د عملیاتو یو انځور. 14 February 2023

د ملګرو ملتونو څارونکو په خپل دې راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ یې امنیت شورا ته وړاندې کړی، ویلي چې عمومي وضعیت خوځنده یا د تغییر په حال کې دی او سره له دې چې د دې ډلې مشرتابه ته د پام وړ مرګ ژوبلې اوښتي او په سوریه او عراق کې یې فعالیت کم شوی، د هغې د بیا انسجام او راټولېدو خطر یې شته.

په راپور کې وړاندې راغلي چې دې ډلې له ځايي خلکو سره د جوړجاړي پر اساس ستراتېژي خپله کړې او له هغسي نښتو یې ځان ساتلی چې مقابل لوري ته لږه مرګ ژوبله اوړي، خو په عین حال کې یې د سوریې په شمال ختیځ او د سوریې په ګاونډیو کې د غړیو جذب ته دوام ورکړی دی.

تېره میاشت داعش یا اسلامي دولت ډلې د خپل لږ پېژندل شوي مشر ابوالحسین حسیني القریشي وژل کېدا تایید کړه او ویې ویل چې نوی مشر یې غوره کړی دی.

د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې د ابوبکر بغدادي له‌ خوا د داعش تر جوړېدو او د عراق او سوریې په پراخو سیمو کې د دې ډلې د خلافت تر اعلان وروسته القریشي د داعش څلورم مشر دی چې وژل کېږي.

بغدادي د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر کې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د امریکايي ځواکونو په برید کې ووژل شول.

دهغه ځای ناستی ابو ابراهیم الهاشمي القریشي هم د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو او د داعش درېیم مشر هم په همدې کال د سوریې په جنوب کې ووژل شو.

اسلامي دولت ډله شاوخوا لس کاله مخکې له القاعده څخه جلا شوه او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه یې ځانته غړي جذب کړل.

په ۲۰۱۷ کال کې په عراق کې او دوه کاله وروسته په سوریه کې د داعش تر ماتې وروسته دا ډله لا هم په دواړو هېوادونو کې خونړۍ حملې کوي.

د پاکستان په باجوړ کې د یوه ځانمرګي برید ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. په دې پېښه کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي. داعش د دې برید مسوولیت منلی دی. July 31, 2023
د پاکستان په باجوړ کې د یوه ځانمرګي برید ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. په دې پېښه کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي. داعش د دې برید مسوولیت منلی دی. July 31, 2023

د خراسان ولایت په نوم د داعش بله څانګه په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي.

په دې سیمه کې یې تر ټولو وروستۍ خونړۍ حمله د خیبر پښتونخوا په باجوړ کړې وه چې لسګونه کسان په‌کې ووژل شول.

د داعش څارونکو متخصصانو ویلي چې په افغانستان کې ملګري ملتونه باور لري چې داعش د دې هېواد او سیمې لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.

د راپورونو له مخې، داعش خپله عملیاتي وړتیا زیاته کړې او اوس په افغانستان کې د دې ډلې د وسله‌والو او د کورنیو د غړیو شمېر له ۴ زره تر ۶ زره پورې رسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG