د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

جان کربي: امریکا په افغانستان کې هېڅ ډول پوځي تجهیزات نه دي پریښي


د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

د امريکا د ملي امنيت شورا په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځي تجهيزاتو د پاتې کېدو په اړه ادعاوې ردوي او وايي چې امريکا په افغانستان کې هېڅ پوځي تجهيزات نه دي پریښي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې امریکايي ځواکونو له افغانستانه تر وتلو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې یو شمېر محدود تجهیزات پرېښودل چې د استفادې وړ نه وو.

ارشیف: طالبانو ته له تېر جمهوري نظامه راپاتې نظامي وسایط
ارشیف: طالبانو ته له تېر جمهوري نظامه راپاتې نظامي وسایط

جان کربي په دې ناسته کې زیاته کړه: "له امریکايي ځواکونو څخه هېڅ ډول تجهیزات نه دي پاتې. کله چې مو د تخلیې عملیات پای ته ورسول نو ډېر کم تجهیزات او الوتکې هلته پاتې شوې چې هغه هم له منځه یووړل شوې او د کارولو وړ نه وې. په حقیقت کې هغه څه چې زموږ څخه پاتې شول او طالبان کولای شي هغه وکاروي، د هوايي ډګر او د اور وژنې یو شمېر تجهیزات دي."

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وايي، په افغانستان کې پاتې پوځي تجهیزات هغه تجهیزات دي چې امریکا له وتلو مخکې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړي وو او هغوی پریښي دي.

ارشیف: په میدان وردګ کې د طالبانو غړي او د دوی په خونه کې هغه وسلې لیدل کېږي چې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو د تېر نظام ځواکونو ته ورکړې وې او د نظام تر سقوط وروسته د دغو وسله والو لاسته ورغلې.
ارشیف: په میدان وردګ کې د طالبانو غړي او د دوی په خونه کې هغه وسلې لیدل کېږي چې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو د تېر نظام ځواکونو ته ورکړې وې او د نظام تر سقوط وروسته د دغو وسله والو لاسته ورغلې.

نوموړي زياته کړه چې دا تجهیزات په افغان امنیتي ځواکونو پورې اړوند وو او د هغوی تجهیز او ملاتړ په افغانستان کې د امریکا د ماموریت یوه برخه وه، څو وکولای شي د افغانستان د امنیت د ټینګښت مسوولیت پر غاړه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش یا سیګار راپور ورکړ چې امریکايي ځواکونو د ۷۸ الوتکو، ۴۰ زره پوشونو، له ۳۰۰ زرو څخه زیاتو وسلو او د زرګونو مرمیو او مهماتو په ګډون د ۷،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او جنګي مهمات طالبانو ته پريښي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په داسې حال کې په افغانستانه کې د امریکايي پوځي تجهیزاتو پاتې کېدل ردوي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ ادعا وکړه چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته په دغه هېواد کې پاتې شوي پوځي تجهیزات د ترهګرو ډلو د مجهز کېدو لامل شوي.

هغه همدا شان ټینګار وکړ چې د ترهګرو ډلو پیاوړتیا او تجهیز د پاکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی.

د ازدي راډیو خبریال وغوښتل چې د جان کربي او انورالحق کاکړ د څرګندونو په اړه د طالبانو له حکومته وپوښتي، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو حکومت تر دې مخکې تل رد کړي چې د امریکا پوځي تجهیزات په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لاس ته لوېدلي وي او ویلي یې دي چې دا ټول تجهیزات د طالبانو حکومت په سلاح کوټونو کې ساتل کېږي او افغانستان به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د پوځي چارو یو شمېر پوهان هم وايي چې د امریکا پوځي تجهیزات د طالبانو په لاس کې دي.

د پوځي چارو پوه اسدالله ندیم ازادي راډيو ته وویل: "ډېرې زياتې امریکايي وسلې، له یو ټکه ټوپک، مسلسل او ماشین‌دار څخه نیولې، تر زره پوش، راکټ انداز، شب بین دوربینونه، دا ټول طالبانو سره دي، البته ماشین دار ډېر زیات دي. خو طالبان په قدرت مئین خلک دي او خپل د قدرت ساتلو په فکر کې دي او یوازېنۍ وسیله چې د دوی قدرت خوندي کوي هغه وسلې دي."

د پوځي چارو پوه اسدالله ندیم
د پوځي چارو پوه اسدالله ندیم

ندیم ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په پاکستان کې د وسلو له بازارونو تمویلېږي او هغو وسلو ته چې په افغانستان کې دي جدي اړتیا نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG