د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

د ماین چاودنو یو نیم کلن ارقام؛ سره صلیب: د ۱۰۹۲ افغان قربانیانو ۶۰ سلنه ماشومان دي

انځور له ارشیف څخه: یو شمېر افغان ماشومانو ته د ماینونو د خطرونو په اړه معلومات ورکول کیږي
انځور له ارشیف څخه: یو شمېر افغان ماشومانو ته د ماینونو د خطرونو په اړه معلومات ورکول کیږي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په تېر یو نیم کال کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله له ۱۰۰۰ د زیاتو افغان قربانیانو په ډله کې ۶۰ سلنه ماشومان دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا "ICRC" د سه‌شنبه په ورځ خپل تازه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې ناچاوده او پرېښودل شوې وسلې ملکي وګړو ته یو رښتینی او دوامداره ګواښ دی چې اکثرا یې ماشومان قربانیان دي.

دغې کمېټې ویلي، د ۲۰۲۲ کال له جنوري میاشت د ۲۰۲۳ کال تر جون میاشتې ۱۰۹۲ تنه ملکي وګړي د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنې په پېښو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د سره صلیب له قوله، په دې شمېر کې ۶۴۰ تنه یې ماشومان دي چې په ۵۴۱ چاودنو کې په دې شمېر مرګ‌ژوبله ور اوښتې ده.

په راپور کې راغلي، په افغانستان له څو لسیزو جګړو وروسته، یو شمېر هغه کسان چې د جګړو له امله یې خپلې سیمې پرېښې اوس بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي، خو د خلکو ژوند د ماینونو او ناچاوده مهماتو له امله لا هم له ګواښ سره مخ دی.

د سره صلیب کمېټه وايي، د نړیوالو مرستو کمېدو د ماین پاکۍ په پروګرامونو منفي اغېز کړی او د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې وروسته، د ماینونو او ناچاوده مهماتو له امله د مرګ‌ژوبلې شمېر زیات شوی دی.

د راپور په دوام کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د له‌منځه‌ وړو لپاره د مالي او تخنیکي مرستې غوښتنه شوې.

د ماین پاکۍ موسسې وایي، چې په افغانستان کې یې د فعالیت بودیجه کمه شوې

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د هاوان د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې په پېښه کې ۳ ماشومان ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.

په سیمه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ته سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، ماشومانو پر دې مرمۍ لوبې کولې چې پرې چاودلې ده.

د غزني ولایت اوسېدونکي محمد فاروق کورنۍ هم له ورته ناوړه برخلیک سره مخ شوې.

هغه وايي، اقتصادي وضعیت یې ښه‌ نه‌دی، ماشومانو یې زړې اوسپنې را ټولولې او بیا پلورلې چې یوه ورځ پرې یوه ناچاوده مرمۍ چاودنه وکړه او کوچنی زوی یې په‌کې ووژل شول.

هغه وايي:" زما ماشومان له نورو کوچنیانو سره تللي وو، یو اوږده اوسپنه مې موندلې وه او کور ته یې راوړې وه. بیا دلته په کور ټکوله چې مات به شي او بیا به پرې یو څه واخلي، خو پرې چاودلی و. یو ماشوم شهید، پنځه نور ټپیان شول. په پنځو کې درې نارینه او دوه زنانه."

غزني په وروستیو کې پر ماشومانو د ماین چاودنو څو پېښې لرلې
غزني په وروستیو کې پر ماشومانو د ماین چاودنو څو پېښې لرلې

په ورته وخت کې د غور ولایت اوسېدونکی تقي وايي، لمسی یې د ماین په چاودنه معلول شوی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "ما زړه اوسپنه کور ته راوړې وه. هغه پرې لوبې کولې چې چاودنه یې وکړه. لومړی زخمې شو او معلول دی."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د روان کال په اپریل میاشت کې وویل، له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله ۵۷زره ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG