د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د امنیت شورا راپور ته غبرګون؛ مجاهد: د داعش وړتیاوې مو له منځه وړي او فعالیت یې صفر ته نږدې شوی


په افغانستان کې د داعش خلاف د عملیاتو یوه څنډه - تصویر له ارشیفه
په افغانستان کې د داعش خلاف د عملیاتو یوه څنډه - تصویر له ارشیفه

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو، د وړتیاوو زیاتوالي، د وسلو پراختیا او د شلو ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور رد کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د جمعې په ورځ په نړۍ؛ په ځانګړي ډول په افغانستان او عراق کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلادیمیر وورونکوف امنیت شورا ته خپل راپور کې وویل، په افغانستان کې د داعش ډلې وړتیاوې، فعالیتونه او بریدونه ډېر شوي دي.

په دې راپور کې په افغانستان کې د داعش د وسله‌والو او د هغوی د کورنیو شمېر له ۴ زرو تر ۶ زرو کسانو ښودل شوی او تر خوا یې سیمې او نړۍ ته د هغوی د ګواښ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دا څرګندونې بې‌بنسټه تورونه بللي.

دا اعلامیه، چې د مجاهد په ایکس شبکه يا پخوانۍ ټوېټر پاڼه خپره شوې په کې ادعا شوې چې"په تېرو دوو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو د ناقانونه وسلو او داعش پر ضد په سلهاوو مستقل عملیات کړي، چې په پایله کې یې هم وسلې او مهمات نیول شوي او هم د داعش عملیاتي وړتیاوې له‌منځه وړل شوې دي. "

په خبرپاڼه کې دا دعوه هم شوې، چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه صفر ته نږدې شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند داسې مهال په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو او وړتیاوو کمېدو ادعا کوي،چې داعش وسله والو په بلخ او بدخشان کې د طالبانو والیان او امنیه قوماندانان هم په نښه کړي او وژلي دي.

محمد داوود مزمل، چې په بلخ کې د طالبانو والي و، د ۲۰۲۳ د مارچ په نهمه ووژل شو او مسوولیت یې داعش ومانه
محمد داوود مزمل، چې په بلخ کې د طالبانو والي و، د ۲۰۲۳ د مارچ په نهمه ووژل شو او مسوولیت یې داعش ومانه

ترڅنګ یې د طالبانو امنیتي چارواکي؛ په ځانګړي ډول د استخباراتو ریاست وخت ناوخته په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د داعش ډلې پر ضد د خپلو عملیاتو خبر ورکوي.

د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست د مې په ۹مه نېټه په کابل کې د داعش خراسان څانګې د والي مرستیال انجینر عمر د وژل کېدو خبر هم ورکړ.

هغه څه، چې امنیتي او استخباراتي کارپوهان یې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د پیاوړي حضور څرګندوی بولي.

هاخوا په پاکستان کې د برېتانیې سفیرې جین ماریوټ جیوز نیوز پاکستاني ټلویزیون سره مرکه کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې شته او که یې مخه و نه نیول شي، ښایي د پاکستان او نړۍ لپاره پر ګواښ بدلې شي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، بهرني ییپلوماتان او د افغانستان ګاونډیان په دې هېواد د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه ښيي، خو د طالبانو حکومت دې اندېښنو ته لکه د تل په څېر یوازې د تورونو نوم ورکوي.

XS
SM
MD
LG