د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

کاکړ: په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره پاکستان کې حالات لا ترینګلي شوي


ارشیف: په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د شوې چاودنې له کبله اته کسان ټپیان شوي دي.
ارشیف: په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د شوې چاودنې له کبله اته کسان ټپیان شوي دي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم وايي، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پاکستان کې حالات د ښه کېدو پر ځای لا ترینګلي شوي دي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ یو ځل بیا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پاکستان کې د وضعیت د خرابېدو په اړه څرګندونې کړي.

هغه له جیو نیوز خصوصي تلوېزیون سره مرکه کې چې تېره شپه خپره شوې ویلي، ډېرو فکر کاوه چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره به په پاکستان کې حالات ښه شي، خو د ده په ټکو وضعیت د ښه کېدو پر ځای لا ترینګلی شوی دی.

هغه د دې ناامنۍ لامل په بېړه له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل او بېلابېلو ډلو ته له هغوی د پاتې شویو وسلو په لاس ورتلل بولي؛ هغه وسلې چې د پاکستان سرپرست صدراعظم یې د خپل هېواد په ګډون د سیمې هېوادونو ته لوی خطر بولي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ
د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ

نوموړي زیاته کړه: "هغه جنګي تجهیزات چې د امریکا او متحدینو له وتلو وروسته بې مدیریته پاتې شول چې په هغې کې شپني دوربینونه او وسلې دي. دا نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره په راتلونکې کې د چین، منځنۍ اسیا او ایران لپاره خطر دی. زموږ پر ضد خو یې کارول پیل شوي، خو نور باید انتظار وباسي چې کله به پر هغوی دا وضعیت راشي."

د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د سرپرست صدراعظم د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو وړاندې یې یوه اعلامیه کې له افغانستان د وسلو د قاچاق او ترهګرو ډلو ته یې په لاس ورتلل رد کړي دي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم په خپله مرکه کې د پاکستان سوله، ثبات او ارامي په افغانستان پورې تړي او هیله ښيي چې دواړه هېوادونه په دې برخه کې د پرتو خنډونو د لېرې کېدو په لارو چارو خبرې وکړي.

انوارالحق کاکړ د تېرې پنجشنبې په ورځ هم خبري کنفرانس کې ادعا کړې وه چې له افغانستانه د امریکا له وتو وروسته په دې هېواد کې پاتې شوي پوځي تجهیزات، د ترهګرو ډلو د مجهز کېدو لامل ګرځېدلي.

له دې وړاندې هم بېلابېلو پاکستاني چارواکو په پاکستان کې د ناامنۍ لامل افغانستان بللی و.

پاکستاني چارواکو، له دوی د پاکستاني پوځ مشر عاصم منیر تېره میاشت ویلي و، په پاکستان کې په تروریستي فعالیتونو کې افغانان ښکېل دي او زیاته کړې یې وه، په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو ښکېلتیا د سیمې ثبات ته زیان رسوي.

خو د پاکستاني چارواکو د دې څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو حکومت یوه اعلامیه کې ویلي وو، پاکستان باید د دې ډول څرګندونو پر ځای خپل امنیت ته سمه پاملرنه وکړي.

په همدې حال 'پاکستان راډیو' په امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود خان له قوله خبر ورکړی چې هغه متحده‌ایالاتو کې یوې غونډې ته ویلي، که څه هم امریکايي ځواکونه له افغانستان وتلي، خو د ترهګرۍ ګواښ لا پر خپل ځای دی.

هغه دا هم ویلي چې امریکا او پاکستان د دې مسوولیت لري چې افغانستان د سمون پر لور بوځي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه په دې کومه تبصره نه‌ده کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG