د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د سولې څار اداره: په افغانستان کې د امریکایي وسلو د پېر او پلور بازار تود شوی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د سولې د څار اداره وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د وسلو په ځانګړې توګه د امریکايي وسلو د پېر او پلور بازار تود شوی دی.

د افغانستان د سولې د څار ادارې خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د وسلو د پیر او پلور بازار ګرم شوی دی.

په امریکا کې مېشت دغه نادولتي سازمان په یوه وروستي راپور کې، ویلي چې د وسلو د پلور ډېره برخه له پاکستان سره په سرحدي ولایتونو کندهار، هلمند او ننګرهار کې ترسره کېږي.

د افغان سولې د څار ادارې ویلي چې دغه راپور یې د ساحوي څېړنو پر بنسټ چمتو کړی.

په دغه راپور کې، د امریکايي وسلو ایم۴ "M-4" او ایم۱۶ "M-16" یادونه شوې چې د شپې لید په کمرو او ترمامیترونو سمبال دي.

د افغانستان د سولې د څار ادارې لیکلي چې د طالبانو حکومت نه یوازې د دې مسئلې مخنیوی نه غواړي؛ بلکې د مالیاتو په بدل کې یې د وسلو د جوازونو له وېشلو سره د وسلو د پېر او پلور زیاتېدو ته زمینه برابره کړې ده.

د دغه راپور له مخې، د طالبانو سوداګریزې، سیاسي او امنیتي ګټې او له وسله والو ډلو او قاچاقبرو شبکو سره د هغوی اوږدمهاله اړیکو د وسلو سوداګرۍ پیاوړې کړې ده.

د افغانستان د سولې د څار په راپور کې دا هم راغلي چې د افغانستان د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په لومړي سر کې د وسلو بیې راټیټې شوې، خو کله چې طالبانو د پخوانيو دفاعي او امنیتي ځواکونو د مهماتو پر زېرمو خپل کنټرول زیات کړ، د وسلو بیې بېرته لوړې شوي دي.

ارشیف: یوه امریکايي وسله
ارشیف: یوه امریکايي وسله

د افغانستان د سولې د څار ادارې همداراز زیاته کړې، چې د وسلو د پېر او پلور، قاچاق او لېږد رالېږد له امله 'ټي ټي پي' یا تحریک طالبان پاکستان په اسانۍ دغو وسلو ته لاسرسی پیدا کولای شي.

راپور زیاتوي، چې د وسلو د بازارونو موجودیت، په سیمو کې د وسلو د خپرېدو خطرونه زیاتوي.

د سولې د څار ادارې په خپل راپور کې دا هم لیکلي چې د طالبانو حکومت د کور په کور پلټنو له لارې د پخوانیو پوځیانو له کورونو او له هغو قاچاقبرانو څخه، چې د طالبانو د جواز پرته يې د وسلو پېر او پلور کاوه، ډېرې وسلې راټولې کړي دي.

په ورته وخت کې د امنیتي او پوځي چارو کارپوهان وايي، که د وسلو پېر او پلور دوام پیدا کړي او زیات شي، نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د سیمې خلک به له ګواښ سره مخ شي.

دوی پر طالبانو تور پورې کوي چې د جمهوریت له نسکورېدو وروسته یې وسلې په سمه توګه نه دي ساتلي.

د پوځي چارو کارپوه، اسد الله ندیم وایي: "د اسلامي جمهوریت له ړنګېدو وروسته، ډېرې وسلې او نظامي تجهیزات او مهمات، د طالبانو او نورو ډلو په لاس ولوېدې. دا وسلې او نظامي تجهیزات او مهمات، په بشپړه توګه ونه ساتل شول، د طالبانو له لوري یو شمېر وسلې او نظامي تجهیزات قاچاقبرانو ته وسپارل شول،دا یوه ګټوره سوداګري ده او د دې مخنیوی اسانه کار نه دی."

د امنیتي چارو کارپوه، احمد خان اندړ وایي: "مونږ پوهېږو له ګاونډیو هېوادونو سره وچې پولې لرو او د وسلو مافیا کولای شي چې وسلې د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ولېږدوي ان د سیمې او نړیوالو ترهګرو لاس ته ولوېږي، دا به زمونږ او نورو هېوادونو لپاره منفي پايلي ولري. د وسلو د پېر او پلور مافیا د نیولو لپاره باید افغانستان او د سیمې هېوادونه امنیتي او استخباراتي تدابیر ونیسي."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه مرستیال بلال کریمي او د کورنيو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

XS
SM
MD
LG