د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د خوړو نړیوال پروګرام دوه میلیونه نورو افغانانو ته د خوړو ورکړه دروي


ارشیف: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په هرات کې له اړمنو سره د مرستو له بهیره یو انځور
ارشیف: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په هرات کې له اړمنو سره د مرستو له بهیره یو انځور

سکوپ ورلډ:

د اسټرالیا چاپ سکوپ ورلډ خپرونې د خوړو د نړیوال پروګرام له لوري په افغانستان کې له دوه میلیونه نورو اړو افغانانو سره د خوراکي مرستو د بندېدو موضوع ته کتنه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د روانې میاشتې په پای کې به په افغانستان کې دوه میلیونه نورو افغانانو ته د خوړو ورکړه ودروي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د بودیجې د کموالي له کبله مجبوره شوی چې خپلې مرستې د پام وړ کمې کړي.

سکوپ ورلډ خپرونه وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام به له اکټوبر وروسته په افغانستان کې د میاشتې یوازې ۳ میلیونو خلکو ته مرستې ورکولی شي.

خپرونه وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو او د لوږې او خوارځواکۍ په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي، نړیوالې مرستې په کمېدو دي.

د خپرونې له لیکنې سره سم، د خوړو نړیوال پروګرام اړ شوی چې د ډېرو وږو او لږ وږو ترمنځ یو انتخاب کړي.

د سږ کال په مارچ میاشت کې د خوړو نړیوال پروګرام له ۷۵ سلنې څخه خپلې مرستې ۵۰ سلنې ته راټیټې کړي، له دې څو میاشتې وروسته مجبوره شو چې ۸ میلیونو افغانانو ته مرستې ودروي.

سټرېټس ټایمز:

سټرېټس ټایمز ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازې د بندېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا لاره د چهارشنبې په ماسپښین د دوو خواوو د ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته پاکستان وتړله او پرون پنجشنبې هم تړلې وه.

ورځپاڼې د هغو سلګونو لاریو یادونه کړې چې له باره ډکې دواړو خواوو ته ولاړې دي.

ورځپاڼې د طالبانو د حکومت د ننګرهار د پولیسو د ویندوی عبدالبصیر زابلي په قول کښلي چې دواړه خواوې هڅه کوي چې د جګړې علت معلوم کړي.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، تورخم د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ لپاره، په تېره بیا په وچه کې ایسار افغانستان لپاره مهمه ټرانزیټي لار ده.

له دې لارې نه یوازې ډېر سوداګري مالونه انتقالېږي، بلکې ډېر مسافر هم سفر کوي.

د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې ريیس ضیاالحق سرحدي ویلي چې د تورخم د بندېدو له کبله سلګونه لارې دواړو خواوو ته ولاړې دي. په دغو لاریو کې له سبزیجاتو رانیولې تر مېوو او نورو شیانو پورې تجارتي مالونه بار دي.

ده رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې سوداګر د لارې د بندېدو له کبله ډېر تاوان کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG