د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

'ایا یو هېواد جګړې او نړیوال روغتیايي ناورین ته په یو وخت اوږه ورکولای شي؟'


بهرنې ورځپاڼې
بهرنې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو په زیاتېدو یوه لیکنه خپره کړې او وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس په پراخه توګه خپور شوی، وسله‌والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

دا ورځپاڼه د چارواکو له خولې وايي، طالبان د جګړې پر ډګر بشپړ تهاجمي حالت ته ستانه شوي او هره ورځ په بریدونو کې لسګونه افغان امنیتي سرتېري وژني.

ورځپاڼه په عین حال کې د امریکايي چارواکو هڅو ته اشاره کوي چې د طالبانو سره د سولې د لاسلیک شوي تړون د ژوندي ساتلو لپاره‌یې کوي.

د نیویارک ټایمز د دې لیکنې په وینا، په داسې حال کې چې د کرونا ویروس خپرېدو د افغانستان کمزوری روغتیايي سیستم له ګواښ سره مخ کړی او دا هېواد لا دمخه پر بهرنیو مرستو تکیه دی، طالبانو هم د اوربند هغه غوښتنې رد کړي چې په بشري بنسټ د دې ناورین پر مهال ترې شوي دي.

ورځپاڼه وايي، طالبان امریکايي لوری ملامتوي چې له خپله اړخه‌یې له دوی سره کړی تړون نه‌دی عملي کړی. په دې تړون کې تر لاسلیک وروسته په ۱۰ ورځو کې د بین‌الافغاني خبرو د پیل د مقدمې په توګه د افغانستان له زندانونو څخه د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشې کېدو ژمنه شوې.

ورځپاڼه همدارنګه د چهارشنبې په ورځ د قطر له امیر سره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ټیلیفوني خبرو ته اشاره کړې چې د سپینې ماڼۍ په وینا د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي د کمولو په اهمیت او طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه د بحثونو په دوام متمرکزې وې. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر غړي مېشت دي.

نیویارک ټایمز د سولې د هڅو ورو کېدو، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو چټکېدو او د طالبانو د بریدونو زیاتېدو ته اشاره کړې او هغه اندېښنې یې راخیستي چې که د کرونا نړیواله وبا هم په افغانستان کې دواړه لوري یو بل ته نږدې نه‌کړي، نو د سولې لپاره رامنځته شوی کم خوځښت به پای ته ورسېږي او دا هېواد به په داسې حال کې چې امریکا د خپلو سرتېرو ایستلو ته دوام ورکوي به کورني اخ‌وډب کې ښکېل پاتې شي.

یو لوړپوړي افغان چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي، په تېرو دوو اوونیو کې وسله‌والو طالبانو په اوسط ډول د ورځې ۵۰ بریدونه کړي، داسې چې په ځینو ورځو دا بریدونه سلو ته هم رسېدلي دي.

یو لوېدیځ پوځي چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي، د طالبانو بریدونه په اوسطه توګه د ورځې د ۷۰ په شااوخوا کې دي.

د افغان چارواکو په وینا په همدې موده کې هره ورځ په متوسطه توګه له ۲۵ تر ۴۰ پورې افغان امنیتي سرتېري د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

  • اتلانتیک کونسل

د اتلانتیک کونسل خپرونې هم په افغانستان کې د کرونا ویروس سره د مبارزې او اوربند د اړتیا په تړاو یوه لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې لیکوال افغانستان کې جګړې ته په اشارې پوښتنه کوي، ایا یو هېواد د جګړې دوام او یو نړیوال روغتیايي ناورین ته په یو وخت اوږه ورکولای شي؟

لیکوال زیاتوي، ځواب ساده دی او هغه دا چې نه، دا نه‌شي کولای.

اتلانتیک کونسل خپرونه وړاندې وايي، افغانستان د نړۍ یو بې‌وزله هېواد دی چې لا دمخه د لسیزو جګړو له پایلو سره لاس او ګرېوان دی، بې‌وزلي په‌کې زیاته ده او یو ډېر زیات کمزوری روغتیايي سیستم لري. د لیکنې په باور د داسې یو هېواد لپاره د کرونا وبا ویجاړوونکې پایلې لري.

په دې لیکنه کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان لا د مخه د دې نړیوالې وبا د مرکز د بدلېدو خوا ته روان دی او شته معلومات ښيي چې په افغانستان کې د کرونا ناروغي په چټکۍ خپرېږي او په وړاندې یې سرچینې او غبرګون یا نه‌شته او یا ډېر کمزوري دي.

خپرونې په دې لیکنه کې ټینګار کړی چې طالبان او افغان حکومت باید په دې هېواد کې اوسني روغتیايي ناورین ته په پام اوربند وکړي څو روغتیايي ادارې وکولای شي د کرونا ویروس خپرېدل کابو کړي.

XS
SM
MD
LG