د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

افغانستان کې د تېرې ورځې بریدونو په اړه د نړیوالو ورځپاڼو لیکنې


بهرنۍ ورځپاڼۍ
بهرنۍ ورځپاڼۍ

ډېرو لوېدیځو ورځپاڼو په افغانستان کې په کابل او ننګرهار کې د پرونیو حملو په اړه چې لسګونه کسان په‌کې مړه او ټپیان شول مطالب خپاره کړي دي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، افغانان د سې شنبې په ورځ په داسې حال کې له خوبه راویښ شول چې په پلازمېنه کابل کې وسله‌والو کسانو پر یو زېږنتون برید وکړ او په ختیځ ولایت ننګرهار کې د یوې جنازې په مراسمو کې په یوه انتحاري حمله کې ملکي وګړي په نښه شول.

ورځپاڼه لیکي دا حمله داسې مهال کېږي چې کرونا ویروس په افغانستان کې په چټکۍ سره خپرېږي او دا خطر شته چې د بې‌وزلي افغانستان په صحي تأسیساتو کې به نور ځای نه‌وي پاتې.

ورځپاڼه د روغتیا وزارت د معین وحید مجروح له قوله لیکي چې نوموړی وايي، ډاکتران، طبي پرسونل او بې‌وزلې میندې په ګډوډ حالت کې وې ځکه هغه ډاکتر چې باید دا وژغوري په وینو کې لت پت د هغې ترڅنګ پر ځمکه پروت دی.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼه د کابل د حملې په اړه لیکي، د پلازمېنې په هغه سیمه کې چې برید پرې وشو، تر ډېره افغان هزاره قوم چې شیعه دي اوسېږي او اسلامي دولت ډلې یا داعش مخکې هم حملې پرې کړې دي.

ګارډین د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا د داعش ډلې د درېیو جګپوړو غړو او یوه اوونۍ مخکې د دې ډلې د یو شمېر نورو غړو نیولو او وژلو ته اشاره کوي او لیکي چې د تېرې مارچ میاشتې د حملې په ګډون په کابل کې د ډېری خونړیو حملو مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

  • ډېلي ټلګراف

ډېلي ټلګراف ورځپاڼې د پرونیو حملو په اړه لیکلي، روغتیاپال او مرستندویه او خیریه ټولنې ټول شکایت کوي چې په افغانستان کې حملې او ګواښونه زیات شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي حتی په فبروري میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هغې موافقې له لاسلیک وروسته چې امریکايي چارواکو به ویل باید افغانستان ته سوله راولي، تاوتریخوالی بیا هم کم نه‌شو.

ورځپاڼه لیکي چې د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې پر ډاکترانو، نرسانو او روغتونونو له سلو زیاتې حملې ثبت کړې دي.

په دې حملو کې د روغتیاپالو د کار پر وړاندې له خنډ جوړولو نیولې، تر ګواښلو، تښتونو، تېري او سوځولو پورې بېلابېل موارد شامل دي.

ډېلي ټلګراف لیکي چې د افغانستان د جګړې ټولې ښکېلې خواوې او جنايي ډلې په دې حملو کې په لاس لرلو تورنې دي.

  • ګلوب انډ مېل

کاناډایۍ ګلوب انډ مېل ورځپاڼه لیکي چې دا حملې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون په نتیجه کې د افغانستان د سولې پروسه چې د حکومت د استازو او طالبانو په ګډون د مخکښو افغان مشرانو ترمنځ د خبرو د پیل اټکل هم په‌کې شوی دی، زیانمنولای شي.

ګلوب انډ مېل لیکي چې دې ورځنیو بې‌رحمانه حملو همداراز د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په برخه کې د افغان چارواکو پر تیاریو هم ناوړه اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG