د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

ولې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک ځای دی؟


د ډیرو لویدیځو ورځپاڼو پام نن د یوې نړېوالې ادارې هغه راپور ور اړولی دی، چې وايي، د دوی د یوې سروې له مخې افغانستان د ښځو لپاره دمځکې د سر یو خطرناک هیواد دی.

دا ورځپاڼې وايي له یوې خوا په افغانستان کې دېرش کلنه جګړه، لوږه، بې وزلي د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی او بې سرپرستي د دې لامل شوی، چې افغانستان د ښځو لپاره خطرناک هیواد واوسي، له بلې خوا په افغانستان کې یو شمېر دودونو هم د ښځو د پرمختګ مخه نیولی او پردوی یې ډیرې ستونزې ورتپلې دي.

خو د واشینګټن پوسټ ورځپاڼې بیا په خپلې تازه ګڼې کې په افغانستان کې روان کړکیچ ته پاملرنه کړې او په دې اړه په یوه مقاله کې وايي، د افغانستان جګړه هغې خواته ځي چېرې چې پیل شوې وه.

د ورځپاڼې په وینا لس کاله مخکې د القاعده مشران د افغانستان په ختیځ کې پټ شوي وو او کله چې پرې امریکا دلته بریدونه پیل کړل نو ډېر پلویان یې سرحدي غرنیو سیمو ته په شا شول او له هغه ځایه پاکستان ته واوښتل.

ورځپاڼې وايي، امریکايي ځواکونو د افغانستان په جنوب کې یو شمېر سمیې له وسلوالو طالبانو نیولې دي او په هلمند او کندهار کې ډیرې بریاوې لري خو په ختیځ کې یو بریا ته رسیدل لا لرې ښکاري.

د ورځپاڼې په وینا د افغانستان خیتځې سیمې غرنۍ دي او د حکومت مخالف وسلوال په پیچلو غرنیو لارو له پاکستان څخه وسلې او مهمات راوړي او د نړېوالو ځواکونو خلاف مقاومت ته دوام ورکوي.

ورځپاڼه وايي، که څه هم امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر کم کړي خو د دې کمولو سره سره هم په کار ده، چې په ختیځو سیمو کې خپل سرتیري زیات کړي او که داسې ونه کړي، په دې سیمه کې به او د مخالفو وسلوالو حضور د یو جدي ګواښ په توګه پاتې وي.

نیشنل انټرسټ:

د نیشنل انترسټ خپرونې د افغانستان په اړه یوه لیکنه خپره کړې، چې سرلیک یې دی، ″په افغانستان کې د امریکا اوسنۍ ستراتیژي پر ستراتیژیکو افسانو ولاړه ده″

ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې د امریکا اوسنۍ ستراتیژي غیري عمله ده.

دا خپرونه د دې خبرې لپاره دوه لایل وړاندې کوي او وايي د دې ستراتیژۍ د نورو تشو نیمګړتیاوو سربیره دا کړنلاره پر دوو ناسمو انګیرنو ولاړه ده.

اول دا چې د افغانستان څخه وتل به دا هیواد یو وار بیا د القاعده شبکې په ځاله بدل کړي او دویم دا چې په افغانستان کې ناکامي به د اټومې وسلې لرونکی پاکستان بې ثباته کړي.

ورځپاڼه وايي، اوله انګیرنه ځکه سمه نه ده، چې نور القاعده په افغانستان کې د پښې ځای نه لري او مخکې هم له دې کبله طالبان ورنژدې شوي وو، چې د تمویل بله سرچینه یې نه لرله. خو اوس په افغانستان کې حالات بدل دي.

ورځپاڼه وايي، دا هم سمه نه ده، چې د افغانستان په جګړې کې ناکامي به پاکستان بې ثباته کړي. ځکه دا خپله پاکستان دی چې دا ټول تروریستان روزي او له دې لارې خپلې ګټې په سیمه کې پالي.

ورځپاڼه وايي، د تروریزم جګړه تمرکز باید په افغانستان نه بلکې پاکستان کې وي.
XS
SM
MD
LG