د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

افغانستان کې طبيعي افت، خدمات هم اغېزمن کړي


ډیرولویدیځو ورځپاڼو په افغانستان کې د وروستیو برف کوچونو؛ سیلابونو او خلکو ته د اوښتو زیانونو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د واورو د ښویېدو او د سیلابونو د وروستیو پیښو له مله د تلفاتو شمېر ۲۸۵ ته اوچت شوی.

د ورځپاڼې په وینا، برف کوچونو ترټولو ډیرتلفات په پنجشیر کې اړولي چې شمېر یې لږترلږه ۱۹۶ ته رسیږي.

برف کوچونو د دې ولایت پریان ولسوالۍ ترټولو ډیره ځپلې چې د چارواکو په وینا؛ تراوسه سیمې ته رسیدل ګران دي او د دې ویره شته چې لیرې پرتو کلیو ته د ژغورونکو له رسیدو سره ښایي د مړو شمیرله دې هم زیات شي.

لاس انجلس ټایمز لیکي، برف کوچونو په سلګونو کورونه وران کړي یایې زیانمن کړي دي.

دغو واورو همداشان کابل ته د بریښنا مزي هم پریکړي چې له امله یې تیره اونۍ د کابل ښاریان د بریښنا د پارچاویو شاهد و.

ټایمز:

بریتانوي ټایمز ورځپاڼه په دې اړه لیکي؛ د پنجشیر برف کوچ ځپلو لیرې پرتو سیمو ته د رسیدو په هدف ژغورونکي له بلدوزرو او نورو ماشینونو کاراخلي.

د ورځپاڼې په وینا، دوی نورقربانیان په تیره بیا ښځې او ماشومان له واورو راباسي.

د پنجشیرچارواکو دې ورځپاڼې ته ویلي چې دا ترټولو ناوړه برف کوچونه و چې په دې ولایت کې یې په دیرشو کلونو کې ساری نه دی لیدل شوی.

ډیلې ټیلیګراف:

ډیلې ټیلیګراف ورځپاڼه لیکي، افغان ولسمشراشرف غني چې له برف کوچ ځپلي پنجشیر ولایت څخه یې کتنه کړې ویلي چې دغه طبعي افت دومره لوی دی چې پراخو مرستو ته اړتیا لري.

د ورځپاڼې په وینا، افغان ولسمشر چې په افغانستان کې د وروستیو برف کوچونو او سیلابونو له امله یې ایران ته کېدونکی سفر ځنډولی؛ له زیانمن شویو کسانو سره د مرستې لپاره یې د بسپنې د یوه صندوق د جوړېدو اعلان وکړ او ویې ویل؛ زیانونه او اوښتي تلفات دومره زیات دي چې حکومت په یواځې سر نه شي کولی ورته ځواب ووایي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼه "ځوان افغانان له کلونو جګړو وروسته د زده کړې او ښې راتلونکې لپاره هڅه کوي" ترسرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي؛ یوسهار په کابل پوهنتون کې شاوخوا درې زره ځوانان د کانکورله آزموینې وروسته په دوجلا کتارونو کې راښکاره شول؛ نجونې په ښې خوا او هلکان په چپه خوا کې.

ګارډین د نولس کلنې نوریه په نوم د یوې نجلۍ دا خبره را اخیستې چې ویلي یې دي؛ ولې ځوانان غواړي په هیواد کې لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

د هغې په وینا ترټولو مهمه داده چې دا ډیره ګرانه ده چې بې وزلي کسان له زده کړې پرته کارپیدا کړي. دوهمه مساله داده چې افغانستان ډیره موده په جګړه کې و؛ افغانانان اوس غواړي پرمختګ وکړي.

خو ګارډین وړاندې لیکي، په دې هېواد کې د زده کړې او اقتصادي راتلونکې د یقیني کولو لاره ډیره نرۍ ده.

د ورځپاڼې په وینا که له یوې خوا د هغو ځوانانانو چې هڅه کوي د ځان لپاره د هیواد په یوه پوهنتون کې ځای پیدا کړي، شمیرپه زیاتیدو دی له بلې خوا کاري فرصتونه دومره کم دي چې دغه ځوانانان له فراغت وروسته په کارونو وګماري.

XS
SM
MD
LG