د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال: امریکا دې زموږ د پناه غوښتنې قضیې نورې نه ځنډوي


پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو اعتراضیه غونډه
پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو اعتراضیه غونډه

د امريکا متحده ایالاتو د پناغوښتنې پروګرامP1 او P2 د متقاضیانو د شکايتونو په لړ کې نن لسګونه تنو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په یوې اعتراضیه ناسته کې د امریکا له حکومت څخه د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

دوی د دوشنبې په ورځ په یوه سرپټي ځای کې سره راټول شوي وو او د پنا غوښتنې د دوسیو له پڅ بهیر څخه یې د شکایت ترڅنګ وویل چې دا مهال په پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دې لاريون يوه تنظيموونکي نادر سعيدي وويل:

"زموږ د نننۍ غونډې هدف دا و چې په پاکستان کې د P1 او P2 کیسونو د درلودونکو ستونزې شریکې کړو. موږ د امریکا متحده ایالاتو له حکومت څخه وغوښتل چې د P1 او P2 کېسونو ته پاملرنه وکړي او پروسه یې چټکه کړي. موږ په درېیم هېواد کې خپل ټاکلی وخت پوره کړی دی خو کېسونو ته مو رسیدنه نه ده شوې."

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال
په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال

ځینې معترضان وايي، له دوو کلونو راهيسې په پاکستان کې په ناوړه اقتصادي وضعيت کې ژوند کوي، خو امریکا ته د لېږدولو لپاره يې هېڅ اقدام نه دى شوى.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د P1 کېس لرونکی احمد افغان د امریکا له حکومت غواړي چې د ستونزو د حل لپاره یې باید بېلابېلې لارې ولټول شي.

نوموړی وایي:

"له بده مرغه دوه کاله کېږي چې په پاکستان کې د P1 او P2 کېسونه مخته نه دي تللي او موږ ټول په تمه یوو، کله چې موږ له خپلو دفترونو پوښتنه کوو، هېڅوک موږ ته د قناعت وړ ځواب نه راکوي. که پاکستان د کېسونو د مخ ته وړلو لپاره د دفتر پرانیستلو اجازه نه ورکوي، باید یوه بله بدیله لار پیدا شي."

د امریکا د کډوالۍ پروګرام یوه بله غوښتونکې زرلښته په پاکستان کې د خپلو ستونزو کیسه داسې کوي او وایي:

"موږ خپله ټوله سپما، سره زر او هر څه چې مو درلودل، مصرف مو کړل او اوس دلته په ډېر بد اقتصادي حالت کې ژوند کوو، نه پوهېږو چې څومره وخت به دلته پاتې شو، کله چې یو بندي هم په زندان کې اچول کېږي، نو وخت یې ورته ښودل کېږي، خو موږ نه پوهیږو چې څومره وخت به دلته پاتې کېږو، هر وخت دوی ژمنه کوي چې ستونزې به مو حل شي، خو تر اوسه هېڅ نه دي شوي."

امریکا د جمهوري نظام له سقوط وروسته لسګونه زره افغان کډوالو ته پناه ورکړې، خو لا هم زرګونه متحدان یې بې برخلیکه پاتې دي
امریکا د جمهوري نظام له سقوط وروسته لسګونه زره افغان کډوالو ته پناه ورکړې، خو لا هم زرګونه متحدان یې بې برخلیکه پاتې دي

دا لومړی ځل نه دی، چې په پاکستان کې د P1 او P2 کېسونو لرونکي اعتراض او امریکا ته د لېږد غوښتنه کوي، له دې وړاندې هم دوی څو ځله د خپلو ستونزو د زیاتوالي په اړه غږ پورته کړی او غوښتنه یې کړې چې د امریکا له لوري دې د دوی د کډوالۍ دوسیې وڅېړل شي.

د امریکا حکومت د کډوالۍ د ځانګړو وېزو (SIV) ترڅنګ د P1 او P2 په نوم د کډوالۍ نور پروګرامونه هم د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې یې له امریکایي موسسو سره کار کړی و یا د امریکا لخوا تمویلېدل، اعلان کړل.

په پاکستان کې د P1 او P2 کېسونو د درلودونکو په وینا، دوی ته د "USRAP" لخوا دریم هېواد ته د لېږدو په بریښنالیک کې ویل شوي و چې د دوی د کېسونو پروسه به له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي.

خو دوی نیوکه کوي، چې له ۱۸ میاشتو زیاتې مودې وروسته لا هم په پاکستان کې د دوی د کېسونو د مخکې وړلو بهیر نه دی پیل شوی.

څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) هم په یوه راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام له نسکوریدو دوه کاله وروسته له ۸۴۰ زره څخه زیاتو افغانانو چې له امریکايي ادارو سره یې همکاري کړې او د امریکا د بیا مېشتېدنې د پروګرام لپاره یې غوښتنليکونه ورکړي، لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG