د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

اسلام اباد کې لاریون؛ افغان معترضان: طالب یوه استبدادي ډله ده، نړیوال دې تعامل نه ورسره کوي


د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت خلاف غونډه
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت خلاف غونډه

په بېلابېلو هېوادونو کې د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په غبرګون کې د یو شمېر افغانانو له خوا له یو لړ لاریونونو وروسته، په پاکستان کې هم مېشتو افغان کډوالو په اسلام اباد کې مظاهره کړې.

په دې لاريون کې چې په لسګونو افغان نارينه او ښځو په کې ګډون کړى و په تېرو دوه کلونو کې د طالبانو پر کړنو سختې نيوکې وشوې.

د دغه لاريون یوې تنظيموونکې مونسې مبارز وويل، لاريون کوونکو د افغانانو د يووالي، پيوستون او د طالبانو پر وړاندې د ملي پاڅون پر غوښتنې ټینګار وکړ.

نوموړې وویل:" لاريون کوونکو نړۍ ته څرګند او مشخص پيغامونه درلودل او د نړۍ او طالبانو تر منځ د معاملې په اړه يې خپله ناخوښي څرګنده کړه. طالبان او د افغانستان په جغرافیه کې د طالبانو شتون او د طالبانو له ظلم او استبداد څخه شکایت وکړ. "
لاریون کوونکو په یو لس ماده ییز پریکړه لیک کې په ښکاره توګه د طالبانو په وړاندې د افغانستان او نړۍ خلکو ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې.
د دې غونډې او لاریون په څنډه کې یو شمېر افغان ښځو خپل پریکړه لیک واوروه او له نړیوالو یې وغوښتل، چې طالبانو سره تعامل ونه کړي
د دې غونډې او لاریون په څنډه کې یو شمېر افغان ښځو خپل پریکړه لیک واوروه او له نړیوالو یې وغوښتل، چې طالبانو سره تعامل ونه کړي
دغه راز په دغه پرېکړه ليک کې لاريون کوونکو له ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې طالبان په رسميت ونه پېژني او د دوى په وينا، طالبانو ته د ميليونونو ډالرو مرستې دې ورباندې ودروي.
تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او امریکايي چارواکو هم تل پر دې ټینګار کړی چې د افغانانو د بشري مرستو لپاره د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې مرستې د طالبانو لاس ته نه ورځي.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي له خلکو سره د دوی د چلند او د اعتراض کوونکو د نیوکو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ د طالبانو له دویم ځل واکنمۍ وروسته ډیری افغانانو د مختلفو دلایلو له مخې هیواد پریښود او بیلابیلو هیوادونو ته کډوال شول.
فقر، بیکاري او د بهرنیو بنسټونو سره د ډیرو افغان کورنیو د کډوالۍ دوسیې په تیرو دو کلنو کې یو بل مهم عامل د کډوالۍ و چې زیات شمېر افغانان یې ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران ته د کډوالۍ لپاره اړ کړه.
باید وویل شي چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو تر څنګ د جرمني او کاناډا په ګډون په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم ځینې افغان کډوالو اعتراضونه کړي او د طالبانو پر حکومتولۍ او له خلکو سره یې ددوی د چلند په اړه پر دوی سختې نیوکې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG