د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د پاکستان مېشتو افغان پناه غوښتونکو غونډه؛ د پناه غوښتنې قضیو ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه


پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکي - تصویر له ارشیفه
پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکي - تصویر له ارشیفه

په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان کډوال، چی په وینا یې امریکا متحده ایالاتو ته د پناه وړلو قضیې لري، قضیو ته یې د نه پاملرنې له شکایت سره وایي، چې په پاکستان کې ژوند ورته ستونزمن شوی او ژر پاملرنه دې ورته وشي.

دوی چې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په یوه سر پټي ځای کې راټول شوي وو، په خبره یې، د امریکا حکومت له خوا د دوسیو د نه څېړلو په غبرګون کې یې، اعتراض کړی.

په هغه ویډیو کې چې د دغه اعتراض تنظیموونکو له ازادي راډیو سره شریکه کړې، یوې مظاهره کوونکې ښځه د خپل اعتراض د هدف په اړه ویلي: " د نن ورځې د اعتراضيې غونډې موخه، چې ګډونوال یې د پي ۱ او پي ۲ کیس لرونکي یو شمیر ښځې او ماشومان وو، امریکايي چارواکو ته د دوی غږ رسول و، چې د دوی د کیسونو بهیر چټک شي. په پاکستان کې د مدني اعتراضونو په ګډون د مهاجرینو ټول حقونه او ازادۍ سلب شوي، له همدې امله مو خپله غونډه په یوه شخصي کور کې ترسره کړه."

د دغه اعتراضیې غونډې یوې ګډونوالې، بنفشې نوري ازادي راډيو ته وویل چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې پاکستان ته تللې، خو کیس کی یې کوم پرمختګ نه دی راغلی.

هغه وايي: " له بده مرغه، په دې دوو کلونو کې زموږ په کیسیونو کېهیڅ پرمختګ نه دی شوی او موږ بې برخلیکه یو، له همدې امله ما غوښتل چې اعتراض وکړم. هغه ټولې سپماوې چې موږ د دوو کلونو لپاره پلان کړې وې ختمې شوې او له دې وروسته به په پاکستان کې پاتې کیدل زموږ لپاره خورا ستونزمن وي."

دوی غوښتنه لري،چې دوسیې یې ژر وڅېړل شي.

یو شمېر پاکستاني مېشتي افغان پناه غوښتونکي: له دوو کلونو راهیسې بې برخلیکه ژوند کوو
یو شمېر پاکستاني مېشتي افغان پناه غوښتونکي: له دوو کلونو راهیسې بې برخلیکه ژوند کوو

د اندېشې په نوم یوې ماشومې، چې په دې احتجاجي غونډه کې يې برخه اخيستې وه، د امريکا حکومتي چارواکو ته په خطاب کې وويل: " موږ په پاکستان کې هیڅ امکانات نه لرو او د زده کړو څخه محروم یو، مهرباني وکړئ زمونږ د راتلونکي په اړه فکر وکړئ."

د "P1" او "P2" کیسونو خاوندان، ادعا کوي چې دوی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایمیل پر بنسټ، د خپلو کېسونو د بهیر لپاره پاکستان ته راغلي او غواړي چې ژر تر ژره د پاکستان له شته ستونزو څخه خلاص شي.

د یادونې ده، چې د چهارشنبې په ورځ د ذکریا بلوچ یو افغان ځوان چې له تېرو نږدې دوه کلونو راهیسې په اسلام اباد کې مېشت و، د تېرې چهارشنبې په ورځ په خپل کور کې ځان زندۍ کړ.

په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا ازادي راډیو ته د دغه ځوان ځان وژنه تایید کړې او ویلي وو، چې نوموړي امریکا ته د تګ کېس درلود، خو د کډوالۍ د دوسيې د ځنډ له امله ناهیلی شوی او ځان یې وژلی دی.

د همدې میاشتې په دوهمه نېټه د اسلام اباد په [ ګبرک ګرین] سیمه کې د صایم په نوم یو بل افغان کډوال د یوې ودانۍ له شپږم پوړه ځان غورځولی او وروسته مړ شوی و.

د هغه د ځان وژنې لامل هم ورته موضوع ګڼل شوې وه.

د افغان پناه غوښتونکو د قضیو د چټکتیا لایحه د امریکا کانګرس ته استول شوې
د افغان پناه غوښتونکو د قضیو د چټکتیا لایحه د امریکا کانګرس ته استول شوې

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د" افغان تعدیل قانون" په نوم یوه لایحه، چې په امریکا کې به د دایمي استوګنې په بهیر او په درېمو هېوادونو کې د ویزو د صدور په برخه کې اسانتیاې رامنځته کوي؛ د دویم ځل لپاره، د امریکا کانګرس ته وړاندې شوې ده.

سپینې ماڼۍ د دې لایحې هرکلی کړی او ویلي، چې د امریکا له افغان همکارانو ملاتړ کوي.

په دې وروستیو کې د امریکا او نورو هېوادونو پناه غوښتونکي افغانان چې په پاکستان کې مېشت دي، د پاکستاني پولیسو له خوا د ځورونې او نیولو، د یاد هېواد د حکومت له خوا د وېزو د نه تمدید، د خوراکي توکو د لوړې بیې او اقتصادي تنګ لاسۍ په ګډون له ګڼو ستونزو شکايت کوي .

دوی غوښتنه لري،چې دوسیې یې ژر وڅېړل شي.

مخکې تر دې په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منزې کاکړ او په پاکستان کې مېشتو یو شمېر افغانانو د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د توقیف، ځورولو، د ویزو او د اوسېدو د نورو اسنادو د نه تمدید موضوع له ازادي راډیو سره شریکه کړې ده.

د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG