د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

امریکا ته د تګ په تمه پاکستان کې مېشت یو افغان کډوال ځان وژلی


ارشیف: په اسلام اباد کې د امریکا د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو افغان کډوالو د اعتراضیه غونډې یو انځور. دغه کډوال د امریکا له حکومته غواړي چې دوی سره کړې ژمنه پوره او دوی دې دغه هېواد ته ولېږدوي.
ارشیف: په اسلام اباد کې د امریکا د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو افغان کډوالو د اعتراضیه غونډې یو انځور. دغه کډوال د امریکا له حکومته غواړي چې دوی سره کړې ژمنه پوره او دوی دې دغه هېواد ته ولېږدوي.

امریکا ته د تګ په تمه په اسلام اباد کې مېشت یو افغان کډوال ځان وژنه کړې ده.

۲۴ کلن ذکریا بلوچ ذکي، چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې په اسلام اباد کې مېشت و د تېرې چهارشنبې په ورځ په خپل کور کې د پړي په وسیله ځان زندۍ کړی دی.

په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا د یاد ځوان ځان وژنه تاییدوي او وايي چې مړی یې نن افغانستان ته واستول شو.

د دې شورا رییس میر احمد روفي ازادي راډيو ته وویل چې ذکریا بلوچ امریکا ته د تګ کېس درلود، خو د کډوالۍ د دوسيې د ځنډ له امله ناهیلی شوی او په دې عمل یې لاس پورې کړی دی.

روفي زیاته کړه: "دا واقعیت دی چې دې افغان ځوان ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی. دا ټول د ناهیلۍ له امله شوي. دوه کاله یې دلته په بې سرنوشتۍ کې تېر کړل او په کېس کې یې هېڅ ډول پرمختګ رانغی. کډوال منونکو هېوادونو هم خپله پاملرنه کمه کړې ده."

دا په روانه چنګاښ میاشت کې د افغان کډوالو ترمنځ دویمه د ځان وژنې پېښه ده چې رامنځته کېږي.

د همدې میاشتې په دویمه نېټه د اسلام اباد په ګبرک ګرین سیمه کې د صایم په نوم یو افغان کډوال د یوې ودانۍ له شپږم پوړه ځان غورځولی او وروسته مړ شوی و چې د نوموړي د ځان‌وژنې لامل هم ورته موضوع ګڼل شوې وه.

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته ډېر شمېر افغانان نورو هېوادونو ته د خپلې کډوالۍ د کېسونو د پړاونو د بشپړولو لپاره پاکستان ته کډوال شول، خو اوس د یو شمېر دوی په خبره د کډوالۍ په دوسیو کې یې د ځنډ له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، چې ان ځینو ته یې رواني تکلیفونه هم پیدا کړي دي.

دوی چې مخکې په بېلابېلو راپورونو کې ازادي رادیو سره خبرې کړي، له اقتصادي ستونزو یې شکایت کړی او ویلي چې د پاکستان حکومت یې ویزې نه تمدیدوي چې له دې امله د پولیسو له‌خوا ځورول کېږي.

تازه په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا وايي د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو ادارې له خوا په یوه اعلامیه کې د صوبې امنیتي مسوولانو ته لارښونه شوې چې باید د محرم په ورځو کې افغان کډوال په خپلو مېشت ځایونو کې بند پاتې شي.

د دې شورا د عامه اړیکو د کمېټې مسوول څارنوال عبدالبصیر وصال ازادي راډيو ته وویل: "د پاکستان پولیسو په یو اعلامیه کې افغان کډوالو ته امر کړی چې په پښتونخوا کې د محرم په ورځو کې په مذهبي مراسمو کې ګډون نه شي کولای او په تګ راتګ یې بندیز دی. اوس هلته افغان کډوال لکه سیاسي بندیان په خپلو کورونو کې بند دي، ایا کډوال همدا ډول حقوق لري.؟"

دغه بندیز د روانې جولای میاشتې په نولسمه لګول شوی دی.

په پېښور کې مېشت یو افغان کډوال فرید کامه‌وال هم وايي، د حکومت دې پرېکړې د دوی په ورځنې ژوند منفي اغېز کړی دی.

کامه‌وال وویل: "د محرم ورځې دي، او پاکستان حکومت ښار ته د افغان کډوالو په تګ راتګ بندیز لګولی دی، دې کار زموږ په ورځني ژوند منفي اثر کړی دی، دا یوه سخته پرېکړه ده چې لس ورځې دې افغان کډوال په کورونو کې بندیان وي."

د یادونې ده چې مخکې به په محرم میاشت کې د پاکستان او افغانستان تر منځ په پولو د پاکستان د حکومت له‌خوا د افغانانو په تګ راتګ بندیزونه لګېدل او یا به یې دا بهیر سختاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG