د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

ځېنې افغان کډوال: د پاکستان پولیسو د افغانانو د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه کړې


په اسلام اباد کې هغه افغان کډوال چې ډېره یې د امریکا او اروپايي هېوادونو کېسونه لري. دوی شکایت کوي چې د کېسونو پروسه یې ورو ده.
په اسلام اباد کې هغه افغان کډوال چې ډېره یې د امریکا او اروپايي هېوادونو کېسونه لري. دوی شکایت کوي چې د کېسونو پروسه یې ورو ده.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال شکایت کوي چې یو وار بیا د پولیسو له لوري د دوی ځورول زیات شوي دي.

په راولپنډۍ او اسلام اباد کې یو شمېر دېره افغانان وايي چې پولیس د شپې پر مهال د دوی کورونو ته ورځي، تالاشي اخلي، سپکې سپورې ورته وايي او د قانوني اسنادو له لرلو سره سره یې تاڼو ته بیايي.

دوی ادعا کوي چې پولیسو ورته ویلي چې له رسنیو سره به خبرې نه کوي ګنې سخته سزا به ورکړي.

څو تنو پرون یکشنبه ازادي راډیو ته په دې شرط چې اصلي نومونه به یې نه خپرېږي، د پولیسو د چلند په اړه شکایتونه وکړل.

د حسیب‌الله په مستعار نوم په راولپنډۍ کې مېشت افغان کډوال وویل: "تاڼې ته یې بوتلو، هلته یې په یوه سپین کاغذ صرف نومونه، د کور ادرس، د ټېلفون نومره او د پاسپورټ شمېره ولیکل، تقریباً ۵ ساعته یې هلته کېنولې وو، پرته له کوم دلیله، خبرې یې نه کولې او حتی موږ یې خبرو ته نه پرېښودو، توهینوونکي الفاظ یې کارول او ویل یې چې ولې خپل وطن ته نه ځئ، دلته، هېڅ پلمه ورسره نه وه."

یوه بل افغان کډوال، چې په اسلام اباد کې اوسي، ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو دوو ورځو کې د اسلام اباد او راولپنډۍ پولیسو سلګونه افغانان نیولي او یوازې یې هغوی خوشې کړي چې پیسې یې ورکړي دي.

په اسلام اباد کې د امریکا د کېسونو درلودونکو افغانانو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی له امریکا غواړي چې ژر دې دې هېواد ته انتقال کړي. February 26 2023
په اسلام اباد کې د امریکا د کېسونو درلودونکو افغانانو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی له امریکا غواړي چې ژر دې دې هېواد ته انتقال کړي. February 26 2023

د پاکستان په دغو دوو ښارونو کې څو تنو افغانانو وویل چې پولیس پر دې سربېره چې په افغانانو پسې کورونو ته ورځي، په لارو او کوڅو کې هم هر هغه څوک چې د افغان شک پرې وکړي، نیسي او د قانوني اسنادو پروا یې نه کوي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته لسګونه زره افغانان پاکستان ته په دې تمه لاړل چې له دغه هیواده به درېمګړي هیواد ته لاړ شي.

سلګونه افغانان په تېرو دوو کلونو کې په ځانګړو الوتکو کې جرمني، امریکا او نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

د سلیمان په مستعار نوم یوه افغان، چې په اسلام اباد کې اوسي، ازادي راډیو ته وویل، مازدیګر ناوخته پولیس د ده کور ته ورغلل او دی یې د بندیانو موټر ته وخېژاوه.

سلیمان وايي، پولیسو ته یې وویل چې پاسپورټ او د پاکستان قانوني ویزه لري، خو هغوی د چا خبره نه اورېده او دی یې له ګڼو نوروسره تاڼې ته یووړ.

هغه زیاته کړه: "څو دقیقې یې وځنډولو بیا یې راته وویل چې هر یو، لس لس زره روپۍ راکړئ، موږ ورته وویل چې ولې باید پیسې درکړو موږ خو قانوني اسناد لرو. د شپې تر یوې بجې د پولیسو په تاڼه کې وو، دوی دې ته منتظره ول چې موږ پیسې ورکړو، اخر مجبوره شوو چې پیسې ورکړو، هم مو پیسې ورکړې او هم یو څوک راغی چې زموږ ضمانت وکړي."

د پاکستان مشهور خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي، د پاکستان په نورو ځایونو کې د افغان کډوالو د ځورولو موضوع نوې نه ده بلکې له ډېر وخته دا شکایت روان دی، خو په اسلام اباد کې دا ستونزه نوې ده.

شاهد په عین حال کې وايي، په پنجاب ایالت کې د افغانانو ترڅنګ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي هم د پولیسو له لوري ځورول کېږي.

هغه وویل: "دا له پښتنو، افغان ملت سره د پاکستان د حکومت ناروا سلوک دی او زه باور لرم چې په دې کې د طالبانو حکومت هم لوی مسوولیت لري، په‌کار ده چې طالبان په دې غږ پورته کړي 'عکس العمل وښيي' ځکه چې دا د افغانستان اتباع دي، که د هغوی 'طالبانو' مخالف وي یا د هغوی له ویرې تښتېدلي وي، خو په هر حال افغانان دي."

شاهد نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه هم مسوول وبلل چې د کډوالو د ځورول کېدو د مخنیوي لپاره غږ پورته کړي.

په پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو په دوام کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په یوه اوونۍ کې پاکستان تر ۴ ډېر افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

په یاده موده کې تر ۹۰۰ ډېر نور افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان له تېرو نږدې ۴ لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی او وايي، اوس چې په خپله له ډېرو اقتصادی ستونزو سره مخامخ دی، په‌کار ده چې افغان کډوالو ته په خپل هېواد کې داسې شرایط برابر شي چې په خپله خوښه ستانه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG