د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

افغان بڼوال او کروندګر: حاصلات زیات شوي، خو بازار نه لري


د افغانستان د مېوو او تازه ترکارۍ یو بازار- ارشیف
د افغانستان د مېوو او تازه ترکارۍ یو بازار- ارشیف

په افغانستان کې د تازه مېوو او ترکاریو د موسم په را رسیدو سره، د بېلا بېلو ولایتونو یو شمېر بڼوال او کروندګر د خپلو کرنیزو محصولاتو د پلور د بازار له پیکه والي شکایت کوي.

د ننګرهار ولایت بڼوال، سید اکبر ازادي راډيو ته وویل، سږ کال یې د خپل د باغ شفتالو په نېمه بیه پلورلې ده.

سید اکبر وایي:" ما به په تېرو کلونو کې د شفتالو یو باغ له ۱۳ تر ۱۵ زره پورې پلوره، خو اوس مې هماغه باغ په شاوخوا اته زره افغانیو پلورلی، په دې مې یوازې د ځمکې اجاره اېستلې، په بازارونو کې ونه پلورل شو او دا یوه اقتصادي ضربه وه چې ماته ورسېده."

د کندوز ولایت اوسیدونکی کروندګر ګلستان هم ورته شکایت کوي.

هغه وایي: "سږ کال د خټکي حاصلات ښه وو، خو د پلور بازار یې ښه نه و، د پخوا په څېر بازار نلري، پخوا (غازي خانې) مو چې په ۱۶۰ افغانیو پلورلې اوس په ۱۳۰ افغانیو پلورم."

ورته وخت کې د تازه مېوو او دترکاریو صادرونکي هم د صادراتو په برخه کې شکایت لري.

د تازه مېوې صادرونکی محمد عطا ازادي راډيو ته وویل: "زموږ لومړی ستونزه د وېزې ده، ځینې هېوادونه موږ ته وېزې نه راکوي، کله چې زموږ مال ورځي، د پلور په وخت کې له ستونزو سره مخ کیږو."

د تازه مېوو او ترکاریو د صادرونکي شرکت مسول عبدالغفور بیا د سړو خونه له نشتوالي شکایت کوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "موږ انګور، پیاز، مڼه، نورې مېوې او ترکارۍ، پاکستان، هندوستان او نورو هېوادونو ته صادروو، یوازینۍ ستونزه د سړو خونونشتوالی دی، سړې خونې کمې دي، معیاري ندي، دا باید دولت جوړ کړي، او له موږ سره د هم همکاري وکړي."

هلمند کې یو شمېر کروندګر له خپلو کروندو سره
هلمند کې یو شمېر کروندګر له خپلو کروندو سره

په ورته وخت کې د افغانستان د تازه مېوو او ترکاریو پلورونکو اتحادیه وايي، که څه هم سږ کال په افغانستان کې د تازه مېوو او د ترکاریو حاصلات ښه وو، خو د پلور په برخه کې یې ستونزې وې.

د یادې اتحادیې رئیس امېد حیدري ازادي راډيو ته وویل: "د مېوه جاتو او ترکاریو فصل په ټوله کې پیل شوی، خو د خلکو د اخېستلو او د اقتصاد کچه ډیره تیټه شوي ده، څوک نشي کولای زموږ کرنیز محصولات واخلي، موږ غواړو ترانسپورتي بیې را تيټې شي، څو موږ وکولای شو ډېر صادرات ولرو."

ده زیاته کړه چې اوس د دوی ډېری د مېوو او د ترکاریو صادرات هند او پاکستان ته دي، خو د اروپایي هېوادونو بازارونو ته لاسرسی نلري.

هڅه مو وکړه، په دې اړه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند عبدالسلام جواد او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ویاند مستعین عمري نظر هم واخلو، خو د راپور تر خپریدو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نکړې.

په هېواد کې دننه د کرنیزو محصولاتو د خرڅلاو لپاره د ګرم بازار( تود بازار) د نشتوالي اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د فقر او بېکارۍ کچه لوړه شوې او یو شمېر ښاریان وايي ان د یوې ډوډۍ د اخیستلو توان هم نه لري؛ څه پاتې تازه مېوې او ترکارۍ!

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG