د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د چابهار بندر له پرانیستلو راهیسې یوازې یو ځل صادرات او واردات شوي


ارشیف، د چابهار بندر یو انځور
ارشیف، د چابهار بندر یو انځور

د چابهار بندر له پرانيستلو وروسته د هند او افغانستان ترمنځ د دې بندر له لارې یوازې یو ځل صادرات او واردات شوي دي.

هند او د جنوبي اسیا یو شمېر هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو بحري لاره د ایران د چابهار بندر دی، خو د دغه بندر له لارې هغو هېوادونو ته تر اوسه یوازې یو وار صادرات او یو وار واردات شوي او بس.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان‌جان الکوزي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۷» ازادي راډیو ته وویل، هند ته د چابهار بندر له لارې په صادراتو او وارداتو کې اوس هم یو لړ ستونزې شته.

ده زیاته کړه:

"تخنیکي امکانات په‌کې نه‌شته، سکنر نه‌شته، د مالونو د طی مراحلو لپاره شرایط سخت دي، په مالونو ډېر وخت تېرېږي او کومې ژمنې چې ایران، هندوستان او افغانستان‌یې کوي، نه‌عملي کېږي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

د ښاغلي الکوزي په خبره، هندوستان ته د چابهار بندر له لارې د افغانستان نږدې ۸۰۰ ټنه مواد صادر او له هندوستانه افغانستان ته شااوخوا ۳۰۰ ټنه مواد وارد شوي چې له دغو صادراتو او وارداتو وروسته افغان سوداګرو له یاد بندره کار نه‌دی اخیستی.

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د رغولو لپاره د ایران د چابهار بندر فعالول، د افغانستان، ایران او هندوستان یو ګډ پلان و چې تېر کال د درېواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو له‌خوا پرانيستل شو.

د ۱۳۹۷ لمریز کال د حوت میاشتې په لومړیو کې د افغانستان د صادراتو لومړۍ جوپه د نیمروز له ولایته د چابهار بندر له لارې هندوستان ته ولېږدېده.

په دغو صادراتو کې د افغانستان د لوېدیځ زون د ولایتونو حاصلات او تولیدات شامل وو.

د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس نصرالله زهیر ازادي راډیو ته وویل، د هېواد صادروونکي مواد دومره نه‌دي چې په مسلسله توګه د چابهار بندر له لارې هندوستان ته صادر شي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، ایران ولسمشر حسن روحاني، د هند صدراعظم نرېندرا مودي ترمنځ د چابهار بندر پرانیست غونډه.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، ایران ولسمشر حسن روحاني، د هند صدراعظم نرېندرا مودي ترمنځ د چابهار بندر پرانیست غونډه.

دی وایي:

"تازه مېوه هم سیزن لري او وچه مېوه هم، اوس نه وچه مېوه شته او نه تازه، ځکه د سیزن پای دی، ښایي د وچې مېوې په سیزن کې کار مخ ته لاړ شي، خو لویه ستونزه دا ده چې موږ نه‌شو کولای چې یوه لویه کښتۍ له خپلو مالونو ډکه او هندوستان ته‌یې ولېږو."

ده دا هم وویل چې یوه کښتۍ له ۶۰۰۰ ټنو نیولې تر ۱۶۰۰۰ ټنو پورې مواد لېږدوي او صادروونکي مکلف دي چې کرایه‌یې ورکړي.

د نیمروز ولایت د سوداګرۍ او صنعت د خونې رئیس عبیدالله ازادي راډیو ته وویل، هندوستان ته د چابهار بندر له لارې د افغانستان په صادراتو کې ستونزه نه‌شته، خو د ایران په بحري لاره کې یو لړ نړیوالې ستونزې شته.

ده وویل، په دې برخه کې د ایران او افغانستان له‌خوا هڅې روانې دي او شته ستونزه به په لږو ورځو کې هواره شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، په چابهار بندر کې درې دولتونه افغانستان، ایران او هندوستان ښکېل دي او ژمن دي چې دغه لاره د تل لپاره فعاله وساتي.

ارشیف، د چابهار بندر د یوې برخې یو انځور
ارشیف، د چابهار بندر د یوې برخې یو انځور

د دغه وزارت ویاند سمیر رسا ازادي راډیو ته وویل، افغان سوداګر کولای شي چې خپلې ستونزې له دوی سره شریکې کړي.

دی زیاتوي:

"د چابهار بندر په مورد کې افغان حکومت خپلو سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړې، له دې وروسته خصوصي سکټور پورې اړه لري، که له ستونزو سره مخ کېږي، هغه دې ځانګړي کړي چې حل شي، پرته له دې دغه لاره رسماً پرانیستل شوې او سوداګر کولای شي چې ښه استفاده ترې وکړي."

مخکې له دې به هندوستان ته د افغانستان صادرات د پاکستان د واګه بندر له لارې کېدل چې د افغان سوداګرو په خبره، په پاکستان کې به اکثره له ګڼو ستونزو سره مخ کېدل.

افغان حکومت دغو ستونزو ته په کتو هڅې پیل کړي چې د ګاوڼدیو او سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په هدف د چابهار بندر په څېر ګڼې نورې لارې ومومي او ویې‌کاروي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG