د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

افغانستان کې د جنګ جګړو زیاتوالی؛ د بزګرانو حاصلات او زحمتونه په اوبو لاهو کېږي


ارشیف، سرپل کې یو کروندګر
ارشیف، سرپل کې یو کروندګر

د افغانستان بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جنګ جګړو له زیاتېدو سره سم د کرنیزو محصولاتو د راټولولو فصل هم رارسېدلی.

په دې موسم کې باید بزګران د خپلو کرنیزو محصولاتو په راټولولو لګیا وای، خو په ځینو سیمو کې د پرله‌پسې جګړو له امله بزګران نه‌شي کولای چې خپلو کارونو ته ورسېږي.

د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار اړوند د شورابک د سیمې اوسېدونکی بزګر صفي‌الله وايي، د جګړو له امله‌يې د څو میاشتو د زحمت حاصل په ځمکه ولاړ دی او نه‌شي کولای چې راټول‌يې کړي.

نوموړی چې د جګړې له لومړۍ لیکې څو متره لیرې د خپلو حاصلاتو راټولولو ته منتظر دی وايي، د ځمکې شااوخوا یې جګړه روانه ده او امنیتي ځواکونه دوی ته اجازه نه‌ورکوي چې خپلو پټیو ته ولاړ شي.

صفي‌الله زیاتوي: "موږ ته‌یې زیاتې ستونزې راولاړې کړې، دلته ځمکه او باغ لرو، هر کال دلته کډه راوړو، اوس چې جګړه ده، کور مو بېرته شورابک ته لېږلی، غنم مو له لو پاتې دي، دلته د طالبانو او دولت ترمنځ جګړه ده، موږ ساحې ته نه‌شو تللی."

ارشیف، یو شمېر افغان ځواکونه او د طالبانو ضد ولسي پاڅون کوونکي
ارشیف، یو شمېر افغان ځواکونه او د طالبانو ضد ولسي پاڅون کوونکي

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه لوېدیځ سیمې د بره‌خانې اوسېدونکی عبدالله احدي وايي، ځمکې ته غځېدلې لاره او پټیو شااوخوا سیمه د وسله‌والو مخالفانو له لوري په ماینونو پوښل شوې ده او دغه‌شان په سیمه کې د وسله‌والو مخالفانو د شتون له امله نه‌شي کولای چې کرنیز محصولات راټول کړي.

احدي وویل: "موږ په خپله ځمکه کې غنم کرلي، بشپړ شوي، لامل‌یې د جګړو او د اوبو کموالی دی او بل هم طالبانو په لارو کې ماینونه ایښي، خپله هم ډارېږم نه‌شم تللی، حیران یم چې څه وکړم."

دغه بزګران له طالبانو غواړي، که یو څو محدودې ورځې جګړه بنده کړي او دوی ته اجازه ورکړي چې خپل حاصلات راټول کړي، څو زحمتونه‌یې په اوبو لاهو نه‌شي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم تأییدوي چې د جګړو دوام د کرنیزو حاصلاتو راټولولو په موسم کې بزګران له ستونزو سره مخ کړي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې جګړه د دې لامل شوې څو بزګران ونه‌توانېږي چې خپل حاصلات راټول او بازار ته‌یې وړاندې کړي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

ښاغلی رستمي زیاتوي: "له شک پرته جګړه د کرنیزو محصولاتو، د تازه مېوې د راټولو لو او په خپل وخت بازار ته په عرضه کولو اغېز لري."

د ښاغلي رستمي په خبره، یوه میاشت وړاندې د جګړو له امله د ننګرهار په څو ولسوالیو کې بزګرانو ونه‌شو کړای چې د تازه مېوې حاصلات بازار ته عرضه کړي، نو له همدې امله ورته مالي زیان واوښت.

په ورته وخت کې د پکتیا د کرنې ریاست وايي چې د مرکز اړوند د ابراهیم‌خېلو په کلي کې د جګړو له امله د دوو بزګرانو اته جریبه ځمکه چې غنم په‌کې کرل شوي و، سوځېدلې ده.

افغانستان یو کرنیز هېواد دی چې ډېری وګړي یې له کرنیزو محصولاتو خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

خو ښايي یوازې جګړه نه‌وي چې بزګران‌يې اندېښمن کړي، بلکې په زیات شمېر سیمو کې وچکالي بله هغه ستونزه ده چې د افغانستان کرنیز محصولات‌يې اغېزمن او راکم کړي دي.

ارشیف، ارزګان کې کرل شوي غنم
ارشیف، ارزګان کې کرل شوي غنم
د رسمي شمېرو له مخې، د وچکالۍ له امله به سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۲،۵ ملیونه ټنه کموالی راشي او تر خوا یې د نږدې ۳ ملیونه حیواناتو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

دوه ورځې وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر پر فېس‌بوک لیکل شوي و، علمي او عیني څېړنې ښيي چې د افغانستان ۲۵ ولایتونه له ډېرې سختې، سختې او متوسطې وچکالۍ سره مخ دي.

خو حکومت ډاډ ورکړی چې هڅه کوي څو د وچکالۍ د بدو پایلو لکه په کور دننه د بې‌ځایه شویو، لوږې، قحطۍ او نورو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG