د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

نیوزیلند له بې‌وزله افغان بزګرو سره د اصلاح شویو تخمونو او نغدو پيسو مرسته کوي


ارشیف، کندز ولایت کې یو بزګر
ارشیف، کندز ولایت کې یو بزګر

د نیوزیلند د دوو میلیونو ډالرو په مرستې سره به د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره په دې وتوانېږي چې په ننګرهار، کندز، پروان او میدان وردک ولایتونو کې ۹۵ زره بزګرو سره مرسته وکړي.

په مرستو کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه او نغدې پيسې شاملې دي.

دا معلومات د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو او کرنې ادارې (اېف اې او) په یوه پرونۍ اعلامیه کې راغلي دي.

د «اېف اې او» د افغانستان څانګې مشر ریچارډ ټرینچارډ په حواله راغلي چې په دې حساس وخت کې له افغانانو سره د بېړنیو مرستو د پروګرام په چوکاټ کې د نیوزیلند له لومړنۍ مرستې هرکلی کوو.

د ښاغلي ټرینچارډ په خبره کروندګر به د نیوزیلند په دې مرستې سره ښه کیفیت لرونکي تخم په واک کې ولري او سږکال به ډېر حاصلات ټول کړي.

د عبدالمنان په نوم د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ یو بزګر چې مخکې یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له‌خوا اصلاح شوي غنم ترلاسه کړي و، وایي: "په دې باندې راضي یو چې ډېر صفا تخم دی. اصلاح شوی تخم دی. مرضونه نه‌کوي. ډېر خوشاحله یو. دا ۲۵ کیلو په یو جریب کې اچوو او بیا ان‌شاءالله په دې تمه یو چې ۱۰۰ یا یو ۱۲۰ منه به حاصل راکوي."

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو د ادارې د اعلامیې له مخې د نیوزیلند له مرستو به شااوخوا ۴۹ زرو بزګرو ته د ۱۵۷ امریکایي ډالرو په ارزښت اصلاح شوي غنم ورکول کېږي چې په سختو ځمکو کې هم د ښه حاصل تمه ترې کېږي.

پاتې شااوخوا ۴۰ زره کسانو ته به ۱۰۰ ډالره تنخوا ورکول کېږي چې په وړو او مهمو کلیوالي کرنیزو پروژو کې کار وکړي.

نیوزیلند داسې وخت له افغان بې‌وزلو بزګرو سره د مرستې لپاره رامخته شوی چې وچکالیو د افغانستان په اکثرو سیمو کې تېر کلونه فصلونه سوځولي او بزګرو ته د کال په پای کې د خوړو لپاره هېڅ هم نه‌دي پاتې.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې که د افغانستان له بې‌وزلو خلکو سره بېړنۍ مرستې ونه‌شي، نو دې هېواد کې به یو انساني ناورین رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG